د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخابات ۲۰۱۳: نتیجې، تبصرې او شننې

د پاکستانیو پارلېماني انتخاباتو د نا دولتي نتیجو تر مخې مسلم لیګ نواز ډلې په قامي اسمبلۍ او پنجاب کې تر ټولو زیاتې څوکۍ تر لاسه کړې دي.

۱۳:۴۸ ۱۲.۵.۲۰۱۳
د یادونې وړ ده چې ټولې نتیجې نا حکومتي، کره او بشپړې نه دي.

قامي اسمبلي: د ګټلو څوکیو پر اساس د ګوندونو ځای.


۱. پاکستان مسلم لیګ
۲. پاکستان پیپلز ګوند
۳. پاکستان تحریک انصاف
۱۳:۵۲ ۱۲.۵.۲۰۱۳

تازه خبر:


حکومتي نتیجه ښيي چې د خیبر پښتونخوا پخواني وزیر اعلا امیر حیدر خان هوتي له مردانه د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې ده.

هوتي دا څوکۍ له اېن اې ۹ حلقې ګټلې ده.

تر دې مخکې نوموړي د مردان د ۲۳مې صوبايي حلقې څوکۍ ګټلې وه.
۱۵:۰۰ ۱۲.۵.۲۰۱۳
د پاکستان د پارلېمانې انتخاباتو غير سرکاری نتيجي ښيي چې د نواز شريف مسلم لیګ ګوند به په مرکز کې حکومت جوړ کړي.

بېګا د شپې نا وخته د مسلم ليګ ن ډلې مشر نواز شريف په لاهور کې په انتخاباتو کې د خپل بریالیتوب اعلان وکړ. د لاهور په ماډل ټاون کې خپلو پلويانو ته په وينا کې نواز شريف وويل:

((زه د قام په خاطر، ستاسو په خاطر، د پاکستان د ۱۸ کروړه ولس په خاطر، د دې بدبخته لوډشيډنګ، بې روزګارۍ، غربت او ګرانې د ختمولو په خاطر، زه ټولو ته وايم چې راشي له ما سره کښېني.))

نتيجې دا څرګندوي چې نواز شريف به په قامی اسمبلي کې دومره اکثريت تر لاسه نه کړي چې یوازې حکومت جوړ کړي او د حکومت جوړولو له پاره به له نورو ګوندونو سره اتحاد کوی.

نواز شريف د پاکستان دوه ځله وزيراعظم پاتې شوی دي.

بلخوا تحريک انصاف، ایم کیو ایم، جمیعت علمای اسلام (ف) او نورو ګوندونو مسلم ليګ ګوند ته په انتخاباتو کې د بري پر تر لاسه کولو مبارکې ورکړي ده.
۱۶:۳۹ ۱۲.۵.۲۰۱۳
په سوات کې د نا حکومتي نتیجو تر مخې دوه د قامي اسمبلۍ او څلور د صوبايي اسمبلۍ پر څوکیو پاکستان تحریک انصاف بری تر لاسه کړی دی.

د صوبايي اسمبلۍ پر دوو څوکیو جمیعت علمای اسلام او یو عوامي نیشنل ګوند تر لاسه کړی دی.

په سوات کې لویو ګوندونه لکه مسلم لیګ (ن) او عوامي نیشنل ګوند له ماتې سره مخامخ شوي دي.

د سوات یوه ځايي خبریال سلیک اطهر وايي، د سوات ولس دا ځل نوي ګوند (پاکستان تحریک انصاف) ته د دې له پاره رایه ورکړې ده چې د خلکو ستونزې حل کړي.

یو بل خبریال غفور خان عادل وايي، پخوا هم په سوات کې سیاسي ګوندونو په دویم ځل څوکۍ نه ګټي. دی وايي، له مذهبي ګوندونو او عوامي نیشنل ګوند سره هم دا کار وشو.

یو بل خبریال فضل خالق وايي، د سوات ولس له تېر حکومته نهیلی شوی وو ځکه یې تحریک انصاف ته رایه ورکړه.

د چارباغ یوه زلمي مشال راډیو ته وویل: ((عمران خان د بدلون ناره وهله نو ځکه ورته ځوانانو ووټ ورکړ، دا به وروسته مالومېږي چې عمران خان څومره بدلون راولي.))

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG