د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان انتخابات: د ووټونو شمېرلو عمل پیل

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه روانه ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه.

په پاکستان کې د پارلېماني انتخاباتو له پاره رایه اچونه پای ته رسېدلې ده. د رایې اچونې لړئ د شنبې پر ورځ سهار په اته بجې پیل شوه چې بې له وقفې به د مازیګر تر شپږو بجو روانه وه.

تر دې وروسته د ووټونو د شمېرلو عمل پیل شوی دی.


د پاکستان انتخاباتو په ترځ کې په ټول هیواد کې سخت امنیتي ګامونه اخیستل شوي ول.

د پاکستان تحریک طالبان د انتخاباتي عمل په نښه کولو ګواښ کړی وو.

۱۲:۱۶ ۱۱.۵.۲۰۱۳

تازه خبر: د خیبر پښتونخوا بنو صوبايي اسمبلۍ (پي کې ۷۱) په حلقې کې هوايي ډزې شوې دي.


د مشال راډیو خبریال وايي، د ډزو په نتیجه کې مرګ ژوبله نه ده شوې.

د دې پېښې په پایله کې تر څه وخته د ووټ اچولو عمل ودرېد چې بیا وروسته بیا روان شو.
۱۲:۲۳ ۱۱.۵.۲۰۱۳
په كوز دير کې په اين څلور نوي او ااين اي څلور ديرشم باندی د سياسي ګوندونو ترمينځ غير رسمي معاهده شوي چي له مخې به يي ښځي ووټونو اچولو ته نه پريښودل کيږي.
۱۲:۲۷ ۱۱.۵.۲۰۱۳
دلته د هنګو، کورمې او اورکزو د ووټرانو څرګندونې واورئ:

۱۲:۳۴ ۱۱.۵.۲۰۱۳
د لکي مروت په پاخېل تل کې د سیمې مشرانو پرېکړه کړې ده چې ښځې به ووټ نه اچوي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG