۱۳:۳۴
۱۱.۵.۲۰۱۳
- لیکوال/لیکواله مشال راډیو
په شمالي وزیرستان کې په جوماتونو کې اعلانونه شوي دي چې ښځې به ووټ نه اچوي.
په اعلان کې ویل شوي، نور هر کس کولای شي چې په سوله ییزه توګه رایه ورکړي.
په اعلان کې ویل شوي، نور هر کس کولای شي چې په سوله ییزه توګه رایه ورکړي.
۱۳:۰۰
۱۱.۵.۲۰۱۳
- لیکوال/لیکواله مشال راډیو
تازه خبر:
په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال وايي، د متحده قامي موومنټ مشرانو په یوې خبري غونډه کې د انتخاباتو پر مهال د درغلۍ تور پورې کړی دی.د ایم کیو ایم مشرانو له پاکستانیو رسنیو هم غوښتنه وکړه چې د ځینو خاصو ګوندونو له پاره دې په ځانګړي انداز کیمپېن نه کوي.
د ایم کیو ایم یوه مشر فاروق ستار په کراچۍ کې په نننۍ چاودنې د خپګان ښودنه وکړه او دا یې وغندله.
دا حمله چې نن د عوامي نیشنل ګوند پر دفتر شوې وه، په کې ۱۱ کسان ووژل شول.
۱۲:۵۴
۱۱.۵.۲۰۱۳
- لیکوال/لیکواله مشال راډیو
د کراچۍ (پي اېس ۹۸) په حلقې کې ډېرې پښتنې ښځې راوتلې دي او نن ووټ اچوي.
۱۲:۴۹
۱۱.۵.۲۰۱۳
- لیکوال/لیکواله مشال راډیو