د لاسرسي ځای

تازه خبر

سندرغاړی زیب خان وفات شو




زیب خان چې اصلي نوم یې امیر زیب خان و او دتیرو څو کلونو راهیسې یې پښتو موسیقۍ ته کار کولو ، نوموړی د اتوار په سهار د زړه د حملې د وجې له نړۍ سترګې پټې کړې.

شازیب د زیب خان ورور ، د خپل ورور د مړینې په اړه مشال راډیو ته داسې وویل :

(( دوه کاله مخکې پرې د فالج حمله راغلې وه ، بیا ښه شو، اوس داتوار په سهار پرې د زړه حمله راغله او مخکې تر دې چې هسپتال ته یې ورسوو ، وفات شو. ))


شازیب وايي دوی دوه وروڼه وو، زیب خان دده نه مشر و او عمر یې څلور څلویښت کاله و. زیب خان واده کړی و او څلور ماشومان یې درلودل.مشرۍ لور یې ایمن پنځلس کلنه ده او په لسم جومات کې سبک وايي . ځامن یې ذریاب او شاداب نومیږي او بله لور یې امن ده.

زیب خان دسندرو اوه البمونه خپلو مینه والو ته وړاندې کړي دي . په مشهورو سندرو کې یې ( مورې .... په مینه مینه چې راګورې ) ، ( ای رخ زیبا ... مرحبا ) او ( شکر دی زما شوله ) نومیږي . خو نورې سندرې یې هم په زړه چلک لګوي. دده ملګری هنرمند کرن خان وايي ، زیب خان یو ښه دوست ، ښه انسان او ښه هنرمند و :

(( دی یو ښه هنر مند او ښه انسان و ، دخپلو مینه والو لویه حلقه یې لرله ، سوات پرې ښایسته و، ده کله هم غیر معیاري کلامونه نه ویل ، عام فهمه کلامونه یې ویل او ډیر دروند انسان و. ))

زیب خان سندرې شوقیه ویلې خو په پېښور کې یې د صحت په محکمه کې کار کولو ، ده باندې دوه کاله وړاندې د فالج ( ګوزڼ ) حمله راغلې وه، خو بیا ښه شوی و. دوی اصلا د سوات د بلوګرام وسیدونکي دي خو د ژوند وروستۍ شیبې یې د پېښور د کیسه خوانۍ په ډکي نعلبندي کې تیرې کړې.
  • انځور سایز

    نجیب عامر

    نجيب عامر د افغانستان او پاکستان په اړه رپورټونه جوړوي. هغه اوونیزې خپرونې وړاندې کوي چې پکې "د مشال راډیويي مجله" او "د مشال په نوم" هم شاملې دي.

     

This item is part of
XS
SM
MD
LG