د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د احمد ګل استاد له کړاوه ډک ژوند)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې د نومیالي سندرغاړي احمد ګل استاد ژوند او فن ته کتنه شوې ده.

احمد ګل استاد چې تر لسیزو یې د پښتو موسیقۍ د پرمختګ له پاره وقف کړی دی، اوس د زړښت کالونه په زښت فقر کې تېروي.

احمد ګل استاد وايي، دی نن سبا پور اخلي او د ژوند ضروریات پوره کوي.

دی وايي، درې یا څلور کاله شوي دي چې د پاکستان راډیو د پېښور په څانګه کې رېکارډنګ له پاره نه دی وربلل شوی.



د ده په خبره، شپږ زامن یې دي او د ده له پاره هیڅ نه کوي.

دی وايي، که څوک یې په پښو کې څپلۍ وګوري نو حیران به شي چې ایا دا هغه احمد ګل دی؟

له احمد ګل استاد سره په دې خپرونه کې نورې خبرې هم شوې دي او د هغه سندرې هم درخپروو.

د سندرو امېل خپرونه هره اوونۍ هارون باچا جوړوي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG