د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېنظیر بټو کتاب د هغې د مرګ کیسه راتازه کړه



بريتانيوۍ انډيپينډنټ ورځپاڼې په يوه مقاله کې ليکلي، د پاکستان د داخله چارو د وزير له دې وينا وروسته چې ويلي يې دي، د دې هېواد د پخوانۍ وزير اعظمې بی نظير بټو د قاتلانو نومونه به په خپل راتلونکي کتاب کې په ډاګه کړي، د نوموړې د وژنې جنجالي موضوع يوارې بيا تازه شوې.

ورځپاڼه کاږي، بی نظير بټو، چې دوه وارې د پاکستان وزير اعظمه جوړه شوه، په ۲۰۰۷ م کال کې د يوې لسيزې له جلاوطنۍ وروسته دغه هېواد ته ستنه او ووژل شوه.

د ورځپاڼې په وينا، د پينځه څلوېښت کلنې بټو د وژنې په اړه يو شمېر پوښتنې راولاړې شوي. نوموړې په خپل يو کتاب کې، چې د دې تر مرګ وروسته چاپ شو، د خپل امنييت په اړه د اندېښنو په يادولو سره د پاکستان د پوځي اسټيبلشمنټ ځينو خلکو ته ګوته نيولې ده. په عين حال کې د بی نظير بټو خاوند، اصف علي زرداري بيا ادعا کوي چې د نوموړې د وژنې تر شا د هغه وخت د ولسمشر پرويز مشرف لاس و، چې د ورځپاڼې په خبره، مشرف بيا دغه تورونه په دوامداره توګه رد کړي دي.

ورځپاڼه زياتوي، د بټو د وژنې په اړه د ملګرو ملتونو او د سکاټ لينډ يارډ ټيمونو پلټنې کړي ، چې ويلي يې دي، که د نوموړې په امنييت کې خلاوې نه وای پيدا کړل شوای نو ممکن چې ژوند به يې بچ شوی وای.

ورځپاڼه د بريتانوي کشفي پوليسو سکاټ لينډ يارډ په حواله وايي، د دې خبرې ډېر احتمال ليدل کېږي چې د بټو مرګ د سر يې د هغې د جيپ موټر د چت له يوې حصې سره د لګېدو په نتيجه کې واقع شوی وي، نه چې پر سر د ټوپک د ګولۍ خوړلو له امله.

د ورځپاڼې په ليکنه، د بی نظير بټو د جسد طبي معاينات تر نن ورځې پورې نه دي شوي.

بلخوا امريکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په يوه مقاله کې ليکي، امريکايي او افغان چارواکو تېره مياشت په کابل کې د افغانستان او امريکا تر مينځ پر امنيتي تړون او په دغه هېواد کې د امريکايي پوځيانو د اوږد مهاله شتون د څرنګوالي په اړه مختصر خبرې وکړې.

د مقالې په ليکنه، د روانې مياشت په پای کې چې کله دواړه خواوې بيا د خبرو دغه لړۍ پيلوي نو هر يو به هڅه وکړي چې د دغه معاملې سياسي، پوځي او قانوني اړخونه وڅېړي.

ورځپاڼه د واشنګټن د چارواکو په حواله وايي، دا مهال له ۵۰۰۰ واخلې تر ۱۰۰۰۰ امريکايي سرتېرو پورې په افغانستان کې د پاتې کولو په خبره غور روان دی. د ورځپاڼې په خبره، په کابل کې امريکايي چارواکو هيله ښودلې چې د عراق په پرتله، له افغانستان سره پيل شوې امنيتي خبرې به يې په ارامه پر مخ لاړې شي.

XS
SM
MD
LG