د لاسرسي ځای

تازه خبر

اقتصادي نړۍ (له افغانستانه دوبۍ ته د کاروبار انتقال)


پامیر ساحل

تر ۲۰۱۴ز کاله وروسته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په دې هیواد کې غیر یقیني سیاسي او امنیتي حالاتو د هیواد ډېر کاروباریان اړ کړي دي چې خپله سرمایه او کاروبار متحده عرب اماراتو ته انتقال کړي.


په دوبۍ کې مېشت کاروباریان وايي، په خپل هیواد کې یې د کاروبار موقعې ډېرې دي او دا چې د دوبۍ او نورو عرب اماراتو پرتله یې مصارف هم کم او ګټه یې زیاته ده.

په متحده عرب اماراتو کې ډېر داسې افغانان دي چې په دې وروستیو کې یې د موټرو او ځمکې کاروبارونه پیل کړي دي.

په دوی کې یو کاروباري حاجي عبدالوافي دی چې په متحده عرب اماراتو کې د امریکايي ګاډو د سوداګر په توګه کار کوي.

دی وايي، په افغانستان کې یې تعمیراتي شرکت درلود. د ده په خبره، دې شرکت په اتو ولایتونو کې کار کاوه خو د امنیتي حالاتو خرابوالي له کبله دی اړ شو چې په افغانستان کې کاروبار ختم کړي.

پوره خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.


حاجي وافي وايي، په افغانستان کې هره ورځ د مرګ له ګواښ سره مخامخ وو.

د ده په خبره، ده چې کاروبار پرېښود نو ۸۵ کسان یې بې روزګاره کړل.

دی وايي په افغانستان کې یې له ۳۰ میلیونه ډالرو زیات کاروبار وو او دا چې حکومت هم د دوی د امنیت له پاره سم ګامونه نه ول اخیستي.

عبدالله شاه ژوندون هم په دوبۍ کې د ګاډو کاروبار لري.

دی وايي، ده څلور کاله مخکې په متحده عرب اماراتو کې کار پیل کړ.

ژوندون وايي، داسې ډېر کسان پېژني چې د افغانستان د خرابې سیاسي وضعې له کبله یې خپله سرمایه دوبۍ ته انتقال کړې ده.

له ژوندونه مې پوښتنه وکړه چې له افغانستانه راغلي کاروباریان عموماً کوم کارونه کوي؟

دی وايي، زیاتره لوی کاروباریان د متحده عرب اماراتو د ځمکې او جایداد په برخه کې پانګونه کوي.

په کابل کې د سوداګرۍ خونو معاون او د اقتصادي چارو کار پوه خانجان الکوزی هم دا تاییدوي چې په دې وروستیو کې د خرابې وضعې له کبله په افغانستان کې بې اعتمادي راغلې ده نو د هیواد دننه یې هم پانګونه اغېزمنه کړې ده.

د ګاډو سوداګر حاجي عبدالوافي وايي، په دوبۍ کې یې کاروبار ښه دی، خو خپل وطن مور و پلار دی.

دی وايي، په دوبۍ کې قانون شته دی او د هر کاروبار له پاره خپل لایسنس یا اجازت نامه وي.

عبد الله شاه ژوندون هم وايي چې د اروپايي هیوادونو او نورو عربي هیوادونو پرتله په متحده عرب اماراتو کې کاري اسانتیاوې او شرایط ښه دي.

عبد الله شاه ژوندون زیاتوي، د دوبۍ د کاروبارونو بریا یو لامل هم دا دی چې له سوداګرانو مالیه نه اخیستل کېږي او که ترې واخیستل هم شي نو ډېره کمه ده.

خو حاجي عبدالوافي وايي، د افغانستان پرتله په دوبۍ کې مصارف زیات دي او همدا لامل دی چې په افغانستان کې د دوی ګټه زیاته وه.

په متحده عرب اماراتو کې مېشت سوداګران او کاروباریان وايي که په هیواد کې یې حالات ښه شي نو دوی به سمدستي خپل کاروبار بیرته افغانستان ته یوسي.

خانجان الکوزی وايي، له افغانستانه د پانګې او کاروبار د فرار مخنیوي یوازینې لار د امنیتي او سیاسي حالاتو ښه کول دي.

تاسې په خپرونه کې د هغو افغانانو خبرې واورېدې چې په دې وروستیو کې یې له افغانستانه خپل کاروبار د غیر یقیني امنیتي وضعې له کبله دوبۍ ته انتقال کړی دی.

خپرونه دلته واورئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG