د سندرو امېل پاڼې ته ښه راغلاست.
په دې خپرونه کې نن د ځوان سندر غاړي زیک اپریدي پر فن له نوموړي سره خبرې کوو.
زیک اپریدی وايي، دی د تیرا د میدان دی خو نیکه یې کواټ ته تللی وو او هلته په ژواکۍ کې اوسېدلی دی.
نوموړی وايي، له استاد احسان یې زده کړې تر لاسه کړې دې چې د ستار ښه استاد دی.
زیک اپریدی وايي، کله یې چې سندرې پیلې کړې نو د کورنۍ غړي او خپل خپلوان یې خپه ول.
نوموړي د سندرو امېل په دې خپرونه کې ویلي، د (بي بي شیرینې) په نوم فوکلوري سندرې ده ته پېژندګلوي ورکړه.
دی وايي، د (ښایسته افغانستان) په نوم سندره یې پر یوټیوب ووبپاڼې خپره کړې ده او دی هیله من دی چې مشهوره به شي.
د سندرو امېل خپرونه هره اوونۍ هارون باچا جوړوي. په خپرونه کې د زیک اپریدي نوې سندرې هم شاملې دي.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.