د افغانستان د تېکواډو لوبغاړي روح الله نېکپا نن د لندن په اولمپيکس لوبو کې خپل پولېنډي سيال مايکل ته ماتې ورکړه.
نوموړې لوبه د پنځه په مقابل کې په ۱۲ نمبره وګټله. دی به همدا نن د زيارت په ورځ ناوخته له ايراني سیال سره لوبيږي.
تر دې وړاندې روح الله نېکپا په ۲۰۰۸م کال کې د بېجینګ په اولمپک لوبو کې د برونز مېډل ګټلی و. په دوو نورو لوبو ګټلو سره به هغه د سرو زرو مډال ته ورسېږي.