نجیب عامر :
ــــــــــــــــــــــ
عثمان بنګش ، ځوان پښتون سندرغاړی دی چې دامهال په متحده عرب اماراتو کې وسیږي، خو پلرنۍ سیمه یې د پښتونخوا ټل ده. دی په دوبۍ کې زیږیدلی، لوی شوی او تعلیم یې حاصل کړی خو ددې باوجود هم پکې د خپلې ژبې او خاورې خواږه له ورایه لیدل کیږي.
عثمان بنګش د متحده عرب اماراتو د العین یونیورسټۍ نه د تجارت په څانګه کې لوړې ذدکړې کړي دي.
عثمان بنګش ته خدای پاک ښایسته اواز ورکړی ، او ده په دوه زره یوولسم کال کې پر سندرو ویلو پیل کړی.
دده په مشهورو سندرو کې ( زما ښکلی جانانه .... ) او ( وریخې راوله باران راوله ) شاملې دي، چې تر ده وړاندې هم نورو ویلي خو ، ده ورته په نوي موسیقۍ کې نوی رنګ ورکړی دی.
دده سندرې د پښتو ژبې په بریښنايي رسنیو کې خپریږي، چې ډیر مینه وال لري. نوموړي د مشرف بنګش سره هم په ګډه سندرې ویلي دي.
د عثمان بنګش د سندرو کیسټ ( پښتون ) مارکیټ ته راغلی چې ورکې خوږې سندرې او غزلې راټولې شوي دي.
عثمان بنګش وايي چې استاذ خیال محمد ، ګل زار عالم ، رحیم شا او هارون باچا یې د خوښې سندر غاړي دي.
نوموړی لا ځوان دی، د موسیقۍ په دنیا کې یې د کم ریاضت باوجود لوی نوم ګټلی دی، که خپل کار ته دوام ورکړي، د موسیقۍ په رموزو نور هم ځان پوه کړي، نو لرې نه ده چې دهغو سترو هنرمندانو په لیکه کې ودریږي چې دده ډیر خوښیږي.
دا خوږ ژبی سندرغاړی نن د مشال راډیو د تاترې خپرونې میلمه دی نو د نن تاتره د عثمان بنګش په نوم .....