د هرې جمعې په شپه د کابل له مضروفه ژونده خلک د نيزدې قرغې پر لور ځي او هلته د خپلو کورنيوو سره مېلې کوي. دلته د ګالف لوبې ميدان هم شته او ښایسته شنه باغونه هم لري. دلته راتلونکې ډېری سیلانیان د قرغې اسماني رنګه پاکو اوبو د ډنډ او پرې جوړ سپوږمۍ ریسټورنت ليواله دي.
د مشال خبریال بشیر ګواښ قرغې ته په سیل تللی او دا یوڅو تصویرونه یې کښلي.
د کابل قرغه یو زړه کښونکې منظره

۵
د لمر وړانګو د قرغې پر پاکو اوبو رنګپاشي کړې

۶
د قرغې اوبښتو هم د ډنډ ښکلا زیاته کړې

۷
په قرغه کې د لمرخاته او ډوبېده ځانته خوندنه لري