یوه مشهوره خبره ده چې یو کډوال یوازې یو بل ملک ته خپل سر نه وړي، خپل هنرونه هم له ځانه سره لیږدوي. پښتانه له کلونو راهیسې د روزګار، ښه ژوند، او د سر د پنا په تکل کې د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو ته سفر کوي.
پښتانه که د لرې پښتونخوا، دي که د برې پښتونخوا ، حالاتو په یو ډول ځپلي او هجرتونو ته یې اړ کړي دي. دغو هجرتونو ددوی کولتور باندې څه ډول اغیز کړی ؟ ایا دوی په بهرنیو هیوادونو کې هم خپل کولتور ژوندی ساتلی ؟ او د وطن او خاورې سره یې تړون هماغسې قایم دی او که نه ؟ نن په دې موضوع په تاتره خپرونه کې بحث کوو ، دوه تنه میلمانه راسره دلته د پراګ په سټوډیو کې دي.
ذاکر برمیال ، افغان لیکوال ، شاعر ، کولتوري مبارز او یو ښه لوبغاړی. دوی په ویانا اتریش کې ژوند کوي .
دویم میلمه راسره ریحان ستوری دی چې خبریال، لیکوال، د ویډیو او اډیو پروډکشن مسوول او کولتوري مبارز دی. دی په فن لینډ کې استوګنه لري.
دابحث لاندې اوریدلی شئ.
نښلول
شریک کړئ
کولتوري هلې ځلې په یورپ کې
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:46:03
0:00
د ډاېرېکټ لېنک