عبدالقادر مجرم ۴۸ کالن دی. ده په ۲۰۰۱ز کال کې تر یوې حادثې وروسته خپل لاسونه بایلل. اوس په سیف الله کلا کې ماشومانو ته سبق ښيي، کمپیوټري روزنې ورکوي، او شاعر او لیکوال هم دی. خپل کتابونه یې پخپله په کمپیوټر لیکلي.
څلور لاسی (مجرم)

۱
مجرم د پښو په ګوتو نه یواځې لیکل کوي، بلکې کمپیوټر هم کاروي.

۲
دی په یو زور او خراب حاله ښوونځي کې ماشومانو ته سبق ښيي.

۳
داسې واړه، واړه ماشومان هم سبق ته ورته راځي.

۴
مجرم څلور کتابونه هم لیکلي او د ده د دې ټولو کارونو له کبله ورته لیکوالان څلور لاسی مجرم وايي.