د خيبر پښتونخوا د جنوبي ضلعو، په تيره بيا د بنو او د شاوخوا کليو او ښارګوټو د شاعرانو او هنرمندانو په اړه ويل کيږي چې د پښتني ادب او موسيقۍ په ودې او پراختیا کې يي مهمه ونډه درلودلې ده-
د سندرو اميل د دې اونۍ خپرونه د يادو سيمو ادبي او کلتوري خوندونو ته ځانګړې شوې چې پکې د سيمې د وتليو سندرغاړو په اوازونو خوږې سندرې هم ځاۍ کړل شوي دي-
راځۍ چې د سندرو اميل ته غوږ شوو چې د مشال راډيو همکار هارون باچا يي درته جوړوي-