سرچینه: واشنګټن پوسټ
ژباړه: فرخنده وزیر
په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې ډیوډ ایګنیشس لیکي، د امریکا ولسمشر باراک اوباما پر دې لوظ سره د امریکا ولسمشر منتخب شوی وو ، چې د پخواني ولسمشر جارج بش بهرنۍ تګلاره به بدلوي.
د امریکا د پخواني ولسمشر بش تګلاره په نړی کې ناخوښه ګرزول شوې وه، چې له دغې له عمله د امریکا د یو شمیر ملکونو سره اړیکي هم تر ډیر حده خرابې شوې وې، چې د ایران لخوا ورته یو پر مخ روان چیلنج او د القاعده خطر هم وو.
لیکوال وایې، باید دې ته وکتل شي، چې په دې تیرو ۳۲ میاشتو کې داسې څه وشو، د نړۍ په اقتصاد کې مهم بدلونونه راغلل، د امریکا اتحادیان هم مضبوط ښکاري، ایران کمزررې دې، عربي نړۍ کمه مخالفه ښکاري، او القاعده هم په تښتیدو ده.
د ولسمشر اوباما قامي امنیت صلا کار ټام ډانیلان وایې، دا هر څه اتفاقي نه دي، او کامیابي یې اوباما ته ځي، ځکه چې ولسمشر هغه هر څه وکړ ، چې په ۲۰۰۹ کال کې یې ژمنه کړي وه.
لیکوال وایې ، ټام ډانیلان به حتمن داسې بیان ورکوي، خو دا خبره هم په خپل ځایې سمه ده، چې اوباما د هغې ایجنډې زیاتې بریاوې ترلاسه کړي دي، چې د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ په میاشت کې یې اعلان کړي وه.
ورځپاڼه دا هم وایې، ددې هر څه باوجود بیا ولې د امریکا د بهرنیو چارو پالیسي په ځینو ځایونو کې ناکامه ښکاري، چې په نړې کې خلک د امریکا د طاقت د کمي خبري کوي.
ډیوډ ایګنیشس وایې، په دې کې د ټولو مهمه خبره دا هم ده، چې ، امریکایان د باراک اوباما انتظامیا لخوا د مقاصدو په تر لاسه کولو کې د حقیقتونو په کتو سره خپلې تمې او امیدونه کم کړي.
لیکوال وایې، د امریکا د بهرنۍ پالیسي تازه مثال لیبیا ده ، دغلته اوباما دا فیصله وکړه، چې په بن غازي کې دې پوځی عملیات وکړل شي، چې دا شان د خلکو وژنه ودرول شي. او دا د امریکا او د نیټو ځواکونو فیصله وه، چې یاغیانو په طرابلس کنټرول تر لاسه کړو.
ورځپاڼه وایې، د داسې ګامونو سره امریکا په عربي نړۍ کې خوښي پیدا کوي، خو زیاتوی دا به وخت اخلي ، چې د امریکا مشرتابه زیاته خوښي ولري. خو امریکا اوس هم مشري پر غاړه لري.