د پښتنو تر ټولو هر دلعزيز او لوی شاعر رحمان بابا يادېږي.
دی چې يو صوفي او عالم وو، محققين وايي چې، کلام يي آفاقي بڼه لري.
د رحمان بابا په شاعرۍ کې که يوې خوا ته مذهبي او اخلاقي موضوعات میندل کېږي، نو بلې خوا ته نوموړي د دنيا نزاکتونو، حسن او رښتې هم د شعر په ژبه ستايلې دي.
د سندرو اميل د دې اوونۍ خپرونه هم د رحمان بابا د کلام خوږو ته ځانګړې شوې ده. هغه داسې چې د پيښور د اسلاميه کالج پوهنتون د يو استاد له خولې به د بابا د شاعرۍ د اهمو خاصيتونو په اړه واورﺉ او ورسره به د پښتنو سندرغاړو ويلې د نوموړي له څو غزلونو خوند هم واخلئ.
د سندرو اميل خپرونه هارون باچا جوړوي.