د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماسټر علي حیدر مو دا اونۍ میلمه دی


ماسټر علي حیدر نه یوازې دا چې د نورو سندرغاړو لپاره ښایسته طرزونه جوړ کړي ، موسیقي یې برابره کړې ده ، بلکه پخپله یې هم په خپل خوږ اواز او په خپلو ګل ورینو سندرو د پښتنو زړونه خوشاله کړي دي.

ماسټر وايي تر څه وخته پورې یې چې سندرې وویلې نو مرۍ یې خرابه شوه ، او د سندرو نه پاتې شو او یوازې به یې نورو سندر غاړو ته سندرې جوړولې ، خو بیا وروسته بیرته د هنرمندې نغمې په ډاډګیرنې او تشویق یې بیا سندرې پیل کړې .

ماسټر وايي چې ده ډیر ښاغلي شاګردان روزلي چې ورکې لطیف ننګرهاری او فرزانه ناز هم شامل دي.
ددې پروګرام جوړونکی نجيب عامر دی.
XS
SM
MD
LG