ويل کيږي چې د سوات په مينګوره کې د بڼ سيمه يا محلت ځانته يو ځانګړی تاريخي او کلتوري حيثيت لري.
د دې اونۍ د سندرو اميل کې د مشال همکار هارون باچا د خوندورو سندرو سره سره په سوات کې د آرټ او د کلتور د ودې په موخه جوړې د یوې ټولنې له مشر او په بڼ کې له اوسيدونکيو هنرمندانو سره د خبرو په ترڅ کې د دوی د ژوند او فن حال راوړی دی .