د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې هند ته ماتې ورکړه


پاکستاني لوبغاړي بابر اعظم او محمد رضوان تر سیالۍ وروسته له هندیو لوبغاړو سره ګوري - د ۲۰۲۱ز د اکتوبر ۲۴مې انځور.
پاکستاني لوبغاړي بابر اعظم او محمد رضوان تر سیالۍ وروسته له هندیو لوبغاړو سره ګوري - د ۲۰۲۱ز د اکتوبر ۲۴مې انځور.

د پاکستان ملي لوبډلې د ۲۰ اوریز کرکټ د نړیوال جام په سیالۍ کې د هند لوبډلې ته په ۱۰ وکټو په ماتې ورکولو خپله لومړۍ لوبه وګټله.

د پاکستانۍ لوبډلې مشر بابر اعظم او محمد رضوان په خپل بیټېنګ بریا ته لار هواره کړه.

په هند او پاکستان کې میلیونونه خلک د پخوانیو سیالانو ترمنځ د اکتوبر پر ۲۴مه د لوبې په ننداره ول.

د پاکستان اوپنرانو یا د بیټېنګ پیلوونکو په ۱۸م اور کې د ۱۵۲ منډو هدف پوره کړ. تر دې مخکې هندۍ لوبډلې په ۲۰ اورونو کې ۱۵۱ منډې جوړې کړې وې.

شاهین اپرېدي هندی لوبغاړی کې اېل راهول بولډ کړ - د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر ۲۴مې انځور.
شاهین اپرېدي هندی لوبغاړی کې اېل راهول بولډ کړ - د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر ۲۴مې انځور.

هندۍ لوبډله چې تر پاکستانۍ هغې پیاوړې بلل کېږي، د پاکستانیو بالرانو (توپ ویشتونکو) مخې ته و نه درېدای شوه او کپتان وېرات کوهلي یوازینی لوبغاړی وو چې ۵۷ منډې یې جوړې کړای شوې. د پاکستان شاهین اپرېدي نوموړی وسوځاوه.

د کرکټ د ۲۰ اوریزه نړیوال جام په سیالیو کې ۱۶ لوبډلې برخه اخلي چې ورڅخه یې ۴ لوبډلې په لومړي پړاو کې له سیالۍ ووتې.

هند او پاکستان دواړه پیاوړې لوبډلې بلل کېږي او همدا لامل دی چې د اتلولۍ د ګټلو امکان یې هم لیدل کېږي.

هندی لوبغاړی رېشب پنت د توپ وهنې پر مهال - د ۲۰۲۱ز د اکتوبر ۲۴مې انځور.
هندی لوبغاړی رېشب پنت د توپ وهنې پر مهال - د ۲۰۲۱ز د اکتوبر ۲۴مې انځور.

په نورو لوبډلو کې د تېر نړیوال جام ګټونکی وېسټ انډیز، افغانستان، سري لنکا، بنګلا دېش، جنوبي افریقا، نیو زيلینډ، اسټرالیا، انګلینډ، نامېبیا او سکاټلینډ شامل دي.

د افغانستان لوبډله د اکتوبر پر ۲۵مه خپله لومړۍ سیالي له سکاټلینډ سره کوي.

د ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ په متحده عربي اماراتو او عمان کې روانې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۱۴مه وشي.

XS
SM
MD
LG