د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې زرګونه کسان "جبري بې درکه" دي


خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې زرګونه کسان "جبري بې درکه" دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:53:33 0:00

په داسې حال کې چې د اګست پر ۳۰مه په نړۍ کې د جبري لادرکۍ د قربانیانو ورځ لمانځل کېږي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په زرګونو کسان لادرکه دي. حکومت ادعا کوي چې په دغه اړه یې کمېشن جوړ کړی او تر اوسه یې یو شمیر مقدمې هوارې کړې دي خو د لادرکه کسانو کورنۍ پر کمېشن بې باوري څرګنده کوي.

په داسې حال کې چې د اګست په ۳۰ مه په نړۍ کې د جبري لادرکۍ د قربانیانو ورځ نمانځل کیږي، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې په زرګونو کسان لادرکه دي. د پاکستان امنیتي او حکومتي چارواکي ادعا کوي چې په دغه اړه یې کمیشن جوړ کړی او تر اوسه یې یو شمیر مقدمې هواری کړي دي خو د لادرکه کسانو کورنۍ په کمیشن خپله بې باوري څرګنده کړی او غوښتنه کوي چې لادرکه کسان دې وموندل شي او عدالتونو ته دې وړاندی کړل شي. نن د کرښې په غاړه کې په دغه موضوع بحث کوو. کوربه شاهین بونیری دی

ــــــــــــــــ

XS
SM
MD
LG