د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر به ژر د باچا خان د مزار نوې وداني پرانیزي: میاخېل


د باچا خان د مزار نوې وداني
د باچا خان د مزار نوې وداني

جلال اباد - د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي، د خدايي خدمتګار تحریک د باني او د عدم تشدد د فکر لاروي عبدالغفار خان (باچا خان) د مزار جوړېدو چارې شاوخوا ۹۹ فیصده بشپړې شوې دي چې په نېږدې راتلونکې کې به یې ولسمشر محمد اشرف غني رسماً پرانیزي.

نوموړی د جولای پر ۱۰مه د خپل کار په وروستۍ ورځ له کابله له ورغلي حکومتي پلاوي او مدني فعالانو سره د مزار ودانۍ ته ورغی او هلته یې دوعا وکړه.

میاخېل هلته خبریالانو ته وویل، کله چې والي شو نو د کار پر لومړۍ ورځ د افغانستان پخواني مشر غازي امان الله خان، باچا خان او بل لوی شخصیت د اډې اخونزاده په زیارتونو وګرځېد او اوس یې چې د کار اخري ورځ ده نو بیا د باچا خان مزار ته ورغلی.

مزار ته له حکومتي چارواکو سره ورغلیو مدني فعالانو د ودانۍ بشپړېدو هرکلی وکړ.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل او نور حکومتي چارواکي د باچا په مزار کې
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل او نور حکومتي چارواکي د باچا په مزار کې

باچا خان پر ۱۸۹۰ز کال د خیبر پښتونخوا په اشنغر کې زېږېدلی وو او د ۱۹۸۸ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه په پېښور کې ومړ او له وصیت سره یې سم، مړی په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو.

هماغه وخت د باچا خان پر مزار د ګنبد او ودانۍ جوړېدو چارې پیل شوې وې خو په افغانستان کې د کورنۍ جګړې له وجې یې کار وځنډېد.

تر ۲۰۰۱ز کال وروسته چې حامد کرزی د هېواد لنډمهاله او بیا پر ۲۰۰۴ز کال ولسمشر شو نو د مزار د ودانۍ چارې یې پیل کړې خو د هغه د واکمنۍ په ۱۰ کلونو کې د نامعلومه وجوهاتو له امله وځنډېدې.

ولسمشر اشرف غني په ۲۰۱۹ز کال کې د مزار د تعمیر چارې دولتي شرکت ته وسپارلې چې اوس تقریباً بشپړې شوې دي.

خو د ننګرهار تلونکي والي شاه محمود میاخېل دا و نه ویل چې کله به د مزار رسمي پرانیسته کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG