د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اپوزیشن سېنېټران: حکومت پارلېمان له مهمو موضوعاتو او پرېکړو نه خبروي


د اپوزیشن سېنېټرانو په بحث کې پر حکومت انتقاد وکړ چې ولې مهمې مسلې په پارلېمان کې نه شریکوي - انځور له ارشیفه
د اپوزیشن سېنېټرانو په بحث کې پر حکومت انتقاد وکړ چې ولې مهمې مسلې په پارلېمان کې نه شریکوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان په سېنېټ کې د اپوزیشن سیاستوالو د پاکستان تحريک انصاف پر حکومت نيوکې کړي چې د امنيتي مسایلو په اړه یې نه خبروي.

د پيپلز پارټۍ سېنېټر رضا رباني د ډېسېمبر پر ۲۲مه غونډې ته وويل چې حکومت کوښښ کوي د افغانستان، وسله والو ډلو او په ټوله کې د امنيت په اړه پرېکړې پټ په پټه وکړي چې ورته د منلو نه دي.

رباني زیاته کړه چې باید د پارلېمان عزت وشي. "د هېڅ پاليسۍ پرېکړه پارلېمان ته نه راوړل کېږي. له تحريک لبیک پاکستان سره معاهده وشوه، خو تر اوسه پورې خلک نه دې خبر چې په دې لوظنامه کې څه دي؟ له تحريک طالبان پاکستان سره د معاهدې په اړه حکومت ويلي ول چې دا مسله به د مذاکراتو وروسته پارلېمان ته وړل کېږي خو لا هم د ولس استازي خبر نه دي چې په دې خبرو اترو کې څه وشول؟ همداسې د افغانستان مسله هم ده. حکومت د ملي‌ امنيت او ملي اقتصاد اړونده يوه مسله هم نه يوازې پارلېمان ته د بحث لپاره نه ده راوړې بلکې پارلېمان یې پرې خبر هم نه دی ساتلی."

د پاکستان حکومت له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د نومبر پر نهمه د يوې مياشتې لپاره اوربند کړی او ورسره یې خبرې پټې ساتلې وې.

کله چې مشال راډيو په دې لړ کې له شویو مذاکراتو پرده پورته کړه نو بيا حکومت ومنله چې له هغې ترهګرې ګرځول شوې ډلې سره یې خبرې روانې دي. خو ټي ټي پي د ډېسېمبر پر ۱۰مه وويل چې اوربند نور نه غځوي.

همداراز، د پاکستان حکومت له بلې ناقانونه ډلې تحريک لبیک پاکستان سره د مظاهرو ختمولو لپاره د اکتوبر په اخره کې معاهده وکړه. د دې موافقې تفصيل نه دی په ډاګه شوی خو تر لاسليکولو وروسته یې پر دې ډلې بنديز ختم شوی او مشر یې سعد حسین رضوي له جېله خوشې شوی دی.

په سېنېټ کې پر افغانستان بحث

په سېنېټ کې تر بحث لاندې راغلې بله موضوع د افغانستان وه. پاکستان د ډېسېمبر پر ۱۹مه د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان کوربه وو چې ګډونوالو یې افغانانو د بشري مرستو غږ وکړ. په مالي چارو کې د وزيراعظم سلاکار رزاق داود سېنېټ ته وويل چې له افغانانو سره پاکستان هم خپله مرسته کوي.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د اګست تر ۱۵مې درې اوونۍ وروسته د طالبانو اعلان کړی حکومت لا هم نړيوالې ټولنې په رسميت نه دی پېژندلی نو ځکه هلته له نړيوالو سره سوداګري نشته چې له کبله یې اقتصادي بحران پیدا شوی.

د افغانستان پر مسله ولې د پارلېمان غونډه نه راغواړئ؟
طاهر بزنجو

داود زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان سره د مرستې کولو لپاره ځینې تجارتي ټيکسونه بښلي دي. "له کله راهیسې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت راغلی دی او دوی په بد اقتصادي حالت کې دي نو موږ ورسره دا مدد کړی چې په رضاکارانه ډول مو ډيوټي ټيکسونه کم کړي دي."

خو په غونډه کې د اپوزیشن سیاستوالانو ته د حکومتي غړو دريځ د منلو نه وو. د نیشنل پارټۍ سیاستوال او له بلوچستانه سېنېټر طاهر بزنجو وويل چې پاکستان دې لومړی د خپلو خلکو غربت ختم کړي او بیا که د بل هېواد لپاره څه کوي، د هغې تاييد دې له پارلېمانه واخلي. ده وویل، "په بلوچستان کې هم ۶۰ فېصده ابادي د لوږې ښکار ده. تاسو که د افغانستان پر مسله پام کوئ نو خپل غربت ته هم باید توجه وکړئ. د افغانستان پر مسله ولې د پارلېمان غونډه نه راغواړئ؟ په دې کې څه راز دی؟ که له پارلېمانه بهر له هرې ډلې سره معاهدې کوئ، نو دا لږترلږه اپوزیشن ته د منلو نه دي."

د اپوزیشن د دې تنقيد په ځواب کې چې د تحريک انصاف حکومت مهمې ملي امنيتي مسلې پارلېمان ته د بحث لپاره نه وروړي، په سېنېټ‌ کې د حکومتي خوا مشر (لیډر اف ده هاوس) شهزاد وسيم په لنډ ډول وويل چې پر کومو مسلو چې په کابینه کې خبرې نه وي شوې، هغه پارلېمان ته نه وړل کيږي.

البته تر دې يوه ورځ مخکې، د پاکستان بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشي د خپلې سيمه يیزې سیاسي پاليسي دفاع کړې وه او په اسلام اباد کې یې يوې خبري غونډې ته ويلي‌ ول چې اپوزیشن یې هم بايد ښه کارونه وستايي.

XS
SM
MD
LG