د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزیشن سیاستوالو د قبايلي سیمو د ورکو ۴۳ اربه روپیو ځواب غوښتی


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې اپوزیشن سیاستوال وايي، د قبايلي ضلعو لپاره د تېر کال په اعلانو شوو ۱۰۰ اربه روپيو کې ۴۳ اربه روپۍ ورکې دي چې حکومت یې بايد ځواب ووايي.

د جنورۍ پر ۱۱مه شوې بحث کې اپوزیشن سیاستوالو د تحريک انصاف له صوبايي حکومته وغوښتل چې له وفاقي حکومته پوښتنه وکړي چې دا پیسې څه شوې؟ د عوامي نیشنل ګوند غړي، نثار مومند په خپلو خبرو کې وويل چې دوی د خيبر پښتونخوا په صوبه کې د قبايلي سیمو د شاملولو لپاره له دې وجې کمپاين کړی وو چې غوښتل یې هلته ترقياتي کار وشي. د هغه په خبره د پرمختيايي‌کار د کېدو پرځای یې حق خوړل شوی دی.

نثار مومند زیاته کړه: "له موږ سره دا لوبه وشوه چې ۴۳ اربه روپۍ مو لادرکه شوې. هغه سیاسي ګوندونه چې په خیبر پښتونخوا کې یې د قبايلو د ورګډېدو مخالفت کاوه، موږ ته ويل چې دا صوبه به تاسو وخوري. همداسې وشول. اوس دوی موږ ته پيغور راکوي چې موږ درته نه ويل چې تاسو سره به دغه عمل کېږي؟"

قبايلي سیمې په ۲۰۱۸ز کال کې په خيبر پښتونخوا کې شاملې شوې. هغه مهال د مسلم ليګ (ن) حکومت وو چې د اعلان کړي پلان ترمخه به یې د لسو کلونو لپاره هر کال قبايلي سيمو ته ۱۰۰ اربه روپۍ ورکول کېږي چې د خيبر پښتونخوا د ځينو نورو ضلعو په شان د ژوند بنيادي سهولتونه ولري. تېره مياشت مخکې د پاکستان په پارلېمان کې د سرحدي چارو کمېټې يو راپور په ډاګه کړي چې د ۲۰۲۱ز کال په دغو پیسو کې ۴۳ اربه روپيو هېڅ حساب معلوم نه دی چې څه شوې.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د پيپلز ګوند غړې، نګهت اورکزۍ د جنورۍ پر۱۱مه وويل، تر هغې به خاموشه نه شي چې تر څو یې د دې پیسو درک نه وي لګولی."دا ۴۳ اربه روپۍ یې وخوړي که د چا جيب ته لاړې؟ دفن شوې که والوتلې؟ دا پیسې څه شوې؟ تر دې خو ښه ده چې د فاټا خلک راپاڅي او د جلا صوبې غوښتنه وکړي چې خپل یې وزیراعلی وي او خپل یې وزیران وي چې لږ تر لږه پوښتنې ترې کولای شي او د پیسو درک یې معلوم وي. ۴۳ اربه روپۍ لږې نه دي. زه به یې هېچا ته پرېنږدم. هېڅوک نه بخښم."

د پاکستان حکومت وخت په وخت، په قبايلي ضلعو کې د عدالتونو جوړولو، پوليس نظام بحالولو، سړکونو جوړولو، ښوونځيو ودانولو او روغتونو رغولو وعدې او اعلانونه کړي دي.‌ خو د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د بحث په مهال د اپوزیشن عوامي‌نیشنل پارټۍ مشر، سردار حسین بابک ادعا وکړه چې په قبايلي سیمو کې اکثره دغه کارونه د پاکستان پوځ کوي چې هېڅوک ترې د لګښتونو پوښتنه نه شي کولای.

خو حکومتي غړو دا ادعا رد کړه. د خيبر پښتونخوا د لوړو زده کړو وزیر کامران بنګښ وويل چې د امنيتي ځواکونو کار او حساب معلوم دی. هغه د ۴۳ اربه روپيو د ورکېدو په اړه وويل چې د تحريک انصاف صوبايي حکومت له وفاقي حکومت سره خبرې کړې دي:

"موږ د خپلو امنيتي ادارو مننه کوو چې له موږ سره په قبايلي ضلعو کې کار کوي. د هغوی کار څرګند دی. هېڅ شی له چا پټ نه دی. صوبايي حکومت د دې پیسو په اړه په وفاق کې سېفران وزارت ته درې خطونه ليږلي او غوښتنه مو کړې چې موږ ته په دې اړه تفصيل راکړي. زه په ټينګار سره وايم چې ۴۳ اربه روپۍ څه مونګ پلي نه دي چې څوک دې یې په جيب کې واچوي او پټ دې شي. دا خو ۴۳ اربه روپۍ دي چې ۴۳ ټکې هم وي، په اړه به یې عمل کوو."

کامران بنګښ زیاته کړه چې اډيټر جنرل يا عمومي تفتیش کوونکي دفتر سره په رابطه کې دي او غوښتنه یې کړې چې د دې ۴۳ اربه روپيو حساب دې معلوم کړي.

XS
SM
MD
LG