د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن پر تحریک انصاف د ضوابطو سرغړونو تورونو په اړه غونډه کوي


کمېشن ویلي دي چې تحریک انصاف ګوند د انتخاباتي جلسو لپاره د خیبر پښتونخوا حکومتي سرچینې کاروي - پخوانی انځور.
کمېشن ویلي دي چې تحریک انصاف ګوند د انتخاباتي جلسو لپاره د خیبر پښتونخوا حکومتي سرچینې کاروي - پخوانی انځور.

ټاکل شوې چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د قامي اسمبلۍ د یوشمېر څوکیو د ضمني انتخاباتو کیمپېن پر مهال د ضوابطو د سرغړونې پر سر غونډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې کمېشن ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر او د کابینې غړي په "دوامداره ډول" د ضابطو او قوانینو سرغړونې کوي.

کمېشن د سېپټېمبر پر ۱۷مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې د دې خلاف ورزیو "سخت نوټس" یې اخیستی دی.

کمېشن وايي، د قامي اسمبلۍ د څوکیو لپاره د ضمني انتخاباتو کیمپېني جلسو لپاره د سرکاري مشېنرۍ او هېلېکاپټرو بې درېغه استعمال روان دی چې په اړه یې د سېپټېمبر پر ۱۹مه په غونډه کې پر "مناسبې کارروایۍ غور" کوي.

کمېشن دا نه دي ویلي چې د تورونو په ثابتېدو د هغه ګوند ضد څه ډول اقدامات کوي.

بیان زیاتوي چې د ضابطه اخلاق د سرغړونو په اړه یې د خیبر پښتونخوا مشر سېکرټر (چیف سېکرټري) هم غونډې ته وربللی دی.

په پاکستان کې له انتخاباتي قانون او ضابطو سره سم، هېڅ ګوند یا نوماند د کیمپېن پر مهال حکومتي سرچینې نه شي کارولای.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د سېپټېمبر پر ۱۵مه د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان، د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر محمود خان او د صوبايي کابینې یوشمېر غړي جرمانه کړل.

کمېشن پر هغوی تور پورې کړی چې د سېپټېمبر پر شپږمه یې په پېښور کې د جلسې پر مهال د قوانینو او مقررارتو سرغړونې کړې دي نو ځکه ورباندې ۵۰، ۵۰ زره روپۍ جرمانه لګوي.

تحریک انصاف ګوند او د خیبر پښتونخوا حکومت د کمېشن د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا تور پورې کړی چې الېکشن کمېشن بې طرفه نه دی او دا چې نوی مشر یې باید وټاکل شي.

د خیبر پښتونخوا د پېښور، چارسدې، مردان او کورمې په ګډون د پاکستان د قامي اسمبلۍ پر اتو حلقو ضمني انتخابات د اکتوبر پر ۱۶مه کېږي.

تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې پر نهو حلقو ضمني انتخابات د سېپټېمبر پر ۲۵مه وشي خو کمېشن د سېپټېمبر پر اتمه تر غونډې وروسته په بیان کې وویل چې د بارانونو او لویو سېلابونو له وجې لارې او سړکونه او انفراسټرکچر ته خورا زیات تاوان رسېدلی او پولیس، پوځ، د رېنجرز ځواک، کانسټیبلري ځواک او انتظامي چارواکي د بحالۍ، مرستو او ناروغیو مخنیوي په چارو کې مصروف دي نو ځکه په سېپټېمبر کې پر ټاکلې نېټه انتخابات نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG