د کورمې، چمن او خوست په سيمو کې يو ځلې بیا د پاکستانيو او د افغان طالبانو د ځواکونو ترمينځ په تازه نښتو کې دواړو غاړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د افغانستان په خوست ولايت کې د کرکټ لوبغاړي وايي چې دوی ته دې په هغه ولایت کې د کرکټ د معیاري او مسلکي زدکړو زمینې برابرې شي. دوی زیاتوي، ځايي ځوانان کرکټ ډېر خوښوي، خو د کرکټ شته اکاډمۍ او د لوبو میدانونه تر اړتیا لږ دي.
په سپین بولدک کې نښتې؛ طالبان او د پاکستان پوځ یو بل د جګړې په پیلولو تورنوي
روسیې په خارکییف کې پر یوه روغتون برید کړی دی
هایلایټ، لنډ او مهم خبرونه
شریف ټرمپ ته په خطاب وویل: تاسو داسې څوک یاست چې نړۍ ورته اړتیا درلوده
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې غونډه کې په خپل انداز د نړۍ د هر مشر قدرداني وکړه چې د غزې د سولې په تړاو سرمشریزې ته ورغلي وو. د ایټالیا صدراعظمه جورجیا میلوني یواځینۍ ښځه مشره وه چې دې غونډې ته ورغلې وه. صفي الله ستانکزی یو لنډ رپوټ لري
اسدالله لودین په دغې خبري ټولګه کې د نن ورځې مهمو خبري پیښو ته کتنه کړې
له څه باندې دوه کاله زندان او برمته نیونې وروسته نن سلګونه فلسطیني زندانیان او اسراییلي برمته شوي ازاد او خپلو کورنیو ته وسپارل شول. دا وروسته تر دې چې دا مریکا ولسمشر منځني ختیځ ته د سفر پر مهال د غزې جګړه پای ته رسیدلې وبلله. نور په دې ویډيو کې وګوری:
د پاکستان او افغان طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمينځ د اکتوبر پر ۱۱مه ناوخته تر نښتو وروسته تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو د تیرې شپې له جګړو وروسته دواړو خواوو ته لا هم حالات پوځي دي. د پاکستان پوځ تایید کړې چې ۲۳ پوځیان یې وژل شوي او ۲۹ نور ټپيان دي. طالبان ادعا کړې چې د پاکستان ۵۸ پوځیان یې وژلي او د دوی ۹ ځواکونه وژل شوي دي. ډیورند کرښې ته نژدې وضعیت په دې ویډیو کې انځور شوی دی
اسدالله لودین په دغې خبري ټولګه کې د نن ورځې مهمو پیښو ته کتنه کړې
نور راوښيه