د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د چادریو د پلور بازار تود شوی دی. د طالبانو د سختو قوانینو له کبله دا رنګه پوښښ ته تقاضا زیاته شوې او پلورونکي هم د مشتریانو له ډېروالي او بیو لوړوالي سره مخامخ دي.
راحله سروري په کابل کې هغه نجونو ته د رسامۍ او انځورګرۍ تدریس کوي، چې د طالبانو په واکمنېدو سره له زدهکړو بېبرخې شوې دي. هغه چې له نهم ټولګي فارغه ده وايي، طب لوستل یې غوښتل، خو دا چې د زدهکړو زمینه برابره نهده، هنر ته یې مخه کړې ده.
د طالبانو له لوري د کورنو د تلاشۍ په غبرګون کې د غور ځايي اوسېدونکو اعتراض کړی او د طالبانو لهدې کار سره يې مخالفت ښودلی. نور پهدې ويډيو کې وګورئ چې د سيمې اوسېدونکو ازادي راډيو ته را استولې ده.
ايران څه ډول د امريکا په ټاکنو کې لاسوهنه کوي؟
د اوونۍ پېښې له متفاوتې زاوایې
دغه قطار شاوخوا ۵۰ کانټینره دی چې د قرغزستان او ازبکستان له لارې افغانستان ته سوداګریز توکي لېږدوي. د طالبانو په بیا واکمنېدو سره چین له افغانستان سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او یو له هغو محدودو هېوادونو دی چې په پېکېنګ کې یې د طالبانو ډیپلوماتان منلي دي.
جرمني په فرانکفورټ،مونیخ او هامبورګ کې د ایران قنسولګرۍ تړي. جرمن چارواکو دا پرېکړه د ایران له خوا د یوه ایراني – جرمني تبع د اعدام په غبرګون کړې ده. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
په لومړي ځل له يو روبوټ سره د موسيقۍ د يوې ډلې ارکسټر جوړيږي، چې دې چارې د هنرمندانو اندېښنې هم راپارولي دي. دا ننداره پهدې وروستیو کې د سوېډن په مالمو کې ترسره شو.
د امريکا د ولسمشرۍ د ټاکنو ځانګړی پوښښ شېبه په شېبه له ازادي راډيو
د دې نندارتون جوړونکې مېرمنې وايي، هدف یې دا دی چې طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانو مېرمنو محدود شوی ژوند نړۍ ته وښيي. کیانا هایري او میلیسا کورنېټ په افغانستان کې ۷ میاشتې تېرې کړي او په ۷ ولایتونو کې یې نږدې ۱۰۰ افغانو مېرمنو سره خبرې کړي او د هغوی انځورونه یې اخیستي دي.
محمدحسن له ۳۳ کلونو راهيسې له اوسپنې د بخاريو او سماوارونو په جوړېدو سره د خپلې ګورنۍ لګښتونه پوره کوي. دا حلبي ساز وايي، کابل کې د ژمي په رانږدې کېدو سره که څه هم د پخوا په پرتله يې پېر او پلور ډېر شوی، خو يوشمېر کورنۍ د بېوزلۍ له امله د بخاريو د اخيستو وس نهلري.
د نجونو پر زده کړو د بندیز لیري کېدو په برخه کې د دیني عالمانو څه مسئولیت دی؟ د دې پوښتنې ځواب دا ځل په پوښتنه خپرونه کې اورئ. ملالۍ بشیر له دیني عالم مولانا خان زېب سره خبرې کړي دي.
نور راوښيه