چارواکي وايي د مې پر ۲۱مه د بلوچستان په خضدار کې په ځانمرګې بريد کې د مکتب د درو ماشومانو په ګډون پينځه کسان وژل شوي او ۳۸ نور ژوبل شوي دي. د بريد مسولیت لا چا نه ده منلې خو د پاکستان پوځ هند د بريد په پلانولو تورن کړی دی.
د شمالي وزيرستان په میرلي کې ځايي ولس په ډرون برید کې د څلورو ماشومانو تر وژل کېدو وروسته احتجاجي پرلت پیل کړی دی. .
د پاکستان او هند ترمنځ د کنټرول کرښې ته نږدې اوسېدونکي وايي دواړو خواو ته په وژل شوو کې يوشمېر مسلمانان او بې وزله خلک دي.
په کراچۍ کې پخوا د افغان کډوالو په کمپ کې د قالينو جوړولو ۴ کارخانې وې خو اوس یوه پاتې ده. هغه يوه هم قالينې نه اوبدوي بلکې يوازې د مېږو او پسونو له وړيوو تارونه جوړوي.
د عیني شاهدانو په اخیستې ویډیو کې هغه شیبه ثبت شوې چې د شنبې په ورځ د مکسیکو د سمندري ځواکونو یوه بېړۍ د نیویارک له بروکلین پله سره ټکر شوه. په دې پېښه کې دوه کسان ووژل شول او ۱۹ نور ټپیان شول. د نیویارک ښاروال ایریک اډمز د یکشنبې په ورځ، د می په ۱۸مه، دا پیښه اعلان کړه. ویډیو دلته وګورئ
د افغانستان او نړۍ د خبرونو لنډیز
له پاکستانه هره ورځ په زرګونو افغان کډوال افغانستان ته روان دي. په دوی کې يې اکثره سرپناه نه لري او حیران دي چې روزګار به پيدا کړي او کنه.
هایلایټ - د نن ورځې مهم خبرونه
د صربیا محصلان چې له خپل هیواد څخه تر بروکسل پورې یې لاریون کړی، وايي: «زموږ هدف د اروپا راویښوول دي.»
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د سفر په دوهمه ورځ د سوریې له نوي واکمن احمد الشرع سره ولیدل. د امریکا ولسمشر د سوریې له نوي مشر سره، په کتنه کې له هغه وغوښتل چې له اسراییل سره د سولې له تړون سره یو ځای شي.
نور راوښيه