د پاکستان د لاریونونو تازه وضعیت
نړیوالې جنايي محکمې تېره اوونۍ د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو، د اسراییلو د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت او د حماس د قومندان محمد ضیف د نیولو جلب صادر کړ. دا حکمونه په غزه کې د «جنګي جنایتونو» او د «بشر ضد جنایتونو» د تورونو او په اسراییلو کې د حماس افراطي ډلې د عملیاتو په خاطر صادر شوي.
کتاب پلورونکي وايي چې، د طالبانو غړي یې دوکانونو ته ورځي او هغه کتابونه ترې ټولوي چې دوی یې د دین، کلتور او د دوی د نظام خلاف بولي. ځینې کتاب چاپونکي وایي، په ګمرکونو کې د کتابونو پلټنه کېږي او طالبان هغو کتابونو ته د واردېدو اجازه نه ورکوي چې په وینا یې د دوی د اصولو خلاف دي.
د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان پلویان د سختو امنیتي تدابیرو سره سره په اسلاماباد کې راغونډ شول. د پاکستان حکومت د کانتينرونو په ایښودلو سره پلازمېنې اسلاماباد ته ننوتل منع کړي دي.
نړۍ بدله شوې ده خو د ملیونونو ښځو د بنسټیزو حقونو لپاره مبارزه د تل په څیر یوه بیړنۍ موضوع ده. د افغانستان، ایران او بالکان په څیر ځایونو کې، ښځې له بیلابیلو ننګونو سره مخامخ دي، خو د دوی مبارزه د نړۍ پر کچه یوه ده. راپور: ملالۍ بشیر، اونا چیلیچ، اییلا اوبرادوویچ او کنعان چریماګیچ
نالوستي ځوانان که څه هم خط نهشي لوستی، خو داسې لارې چارې يې موندلي چې پوهېږي ټولنیزې رسنۍ څرنګه وکاروي. دا نالوستي ځوانان وايي، ډېر کله وټساپ او فېسبوک کاروي او هغه کسان چې زدهکړې يې کړي، د پیسو په بدل کې ورسره مرسته کوي چې انټرنېټ فعاله او په ټولنیزو رسنیو کې اکونټونه جوړ کړي.
په آیرلنډ کې یوې محکمې د ازادو مبارزو پخوانی اتل کانر مکګریګور په نیکیتا هند باندې د جنسي تیري په تور رسماً ګناهکاره وباله. کانر د جنسي تیري تورونه رد کړل او ویې ویل چې، هغه د نیکیتا د ارادې خلاف هیڅ نهدي کړي.
اوومه ورځ، له سعید شینواري سره
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې د بغلان په نهرین کې پر یوې خانقا په برید سره لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي. خانقاوې او تکیه خانې مخکې هم د خونړیو بریدونو هدف ګرځېدلي. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
د دولتي پوهنتون یوه مخکېنۍ محصله نسترن محمودي پر زدهکړو د طالبانو د محدودیتونو تر لګولو وروسته، د ښځو لپاره یوه ځانګړې عکاسخانه جوړه کړې ده. هغه وايي، له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښت او ښځو لپاره امن او ارامه محیط برابروي.
پاکستان او چین ګډ نظامي تمرینات کوي
صوفي امین د هرات یو اوسېدونکی دی. هغه او د کورنۍ نهه غړي یې له ۱۵ کالو راهیسې د زعفرانو پر کښت او پلور بوخت دي. هرات د افغانستان تر ټولو زیات زعفران تولیدوي. امین او د زعفرانو نور کاروباریان وايي، زعفران د کوکنارو د کښت بدیل دی.
نور راوښيه