پاکستاني پولیسو داسې یو افغان ځوان نیولی چې کورنۍ یې له ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي
په نیمروز کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان وايي، هره ورځ شاوخوا ۲۵۰۰ افغان کډوال له ایرانه دې ولایت ته اړول کېږي. یو شمېر دغو راستنو شویو کسانو ازادي راډيو ته وویل، په ایران کې د اوسېدو اسناد نهلري، په ځانګړې توګه د دغه هېواد د حکومت د استازو د چلند له امله له سختو فشارونو سره مخ دي.
د پاکستان د سند ایالت له زندانونو سلګونه افغان کډوال خوشي شوې. چارواکي وایي، دې کسانو قانوني اسناد نه لرل چې د زندان د مودې له تیریدو وروسته ازاد شول. سوال دا دی چې دې کسانو که اسناد نه لرل څرنګه تر کراچۍ ورسیدل. لاهم په سلګونو افغانان په پاکستان کې زنداني دي. په دې اړه دلته بحث لیدلی شئ
دا مهال سلګونه افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي. په دوی کې ځینو یې میاشتې په زندان کې تېرې کړي او محاکمې ته په تمه دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې نږدې دوه سوه زره افغانان په ناقانونه توګه له پولې ور اوښتي او پاکستان ته داخل شوي دي.
افغان هنرمند افغانستان ته د ستنېدو زیاتې هیلې نه لري
د بشري حقونو فعالان وايي د افغان کډوالو پر ضد د پاکستاني پولیسو د سختو اقداماتو په پایله کې دا مهال یوازې کراچۍ کې تر ۱۲۰۰ زیات افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور زندانونو کې دي. په دوی کې ماشومان، ښځې او ناروغان هم شامل دي.
افغانستان څخه د کډوالو نوې څپې ته انديښمن ایران او پاکستان