اخترمحمد تازه له پاکستانه افغانستان ته ستون کړای شوی دی. په دې راپور کې له پاکستانه افغانستان د هغه د ننوتو، ننګرهار کې کډوالو کمپ ته د رسېدو او په لاره کې د هغه د ستونزو په اړه خبرېږئ.
په بغلان کې تراوسه د ستنو شویو افغان کډوالو نږدې ۱۵۰۰ کورنۍ ثبت شوي دي. په دې ولایت کې مسوولان وايي، ټولې دغه کورنۍ له پاکستانه ایستل شوي دي. د سیمهییزو مسوولانو په وینا، په وروستیو میاشتو کې دې ولایت ته شاوخوا د کډوالو شپږ زره کورنۍ ستنې شوې دي.
په پاکستان کې یو شمېر بېاسناده افغانان د پولیسو له وېرې په پټه توګه ژوند کوي. یو له دغو افغانانو چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، رویټرز خبري اژانس ته وویل چې افغانستان ته په لېږلو به یې ژوند له خطر سره مخ شي. پاکستان د نومبر له لومړۍ نېټې د ۱.۷ میلیونه بېاسناده افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړې.
له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده. په تېرو څو ورځو کې په زرګونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
هغه افغانان چې پاکستان کې زېږېدلي اوس د شړل کېدونکو کډوالو په ډله کې دي. یو شمېر هغه افغانان هم د شړل کېدونکو کډوالو په ډله کې راغلي چې پاکستان کې زېږېدلي دي. مینهګل یوه دغې ډلې ده چې په وینا یې پاکستان کې یې سترګې غړولي او اوس نه پوهېږي چې افغانستان کې به یې اوس ژوند له څه ډول برخلیک سره مخ شي؟
د پاکستان لهخوا د بې اسنادو کډوالو د راټولو او ایستلو د لومړي پړاو په پیلېدو په سلهاوو افغانان په پاکستان کې د ساتنې موقتي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، دا افغانان به د نوملیکنې له پروسې وروسته افغانستان ته واستول شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مرستیال روزونکی رییس احمدزی وايي، په اوسنیو شرایطو کې له پاکستانه د افغان پناه غوښتونکو ایستل مناسبه نه دي. د کرکټ په نړیوالو جام سیالیو کې له پاکستانه د افغانستان تر بریا وروسته د لوبې غوره افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ خپله جایزه په پاکستان کې افغان کډوالو ته ډالۍ کړه.
په دې وروستیو ورځو کې د پېښور ښار د پراختیا ادارې په بورډ بازار کې د یو شمېر پلورونکو غرفې او کراچۍ ویجاړې کړي چې اکثره د افغانانو اړوندې وې. یو شمېر افغانان په دې باور دي چې دغه اقدام له پاکستانه د سلګونه زره افغانانو د ایستلو پورې تړاو لري، خو پاکستاني چارواکي وايي، دا یو معمولي کار دی.
په اسلام اباد کې د پلازمېنې د پرمختیا ادارې د یوشمېر افغان کډوالو کورونه وران کړي دي
تاجکستان ته کډوال شوي افغانان د بې کارۍ او بې سرنوشتۍ له ستونزو شکایت لري، خو د دغه هېواد چارواکي وایي چې تر ډېره یې افغان وګړو ته د خپلو خلکو په شان حقونه تامین کړي. په دې راپور کې به د دغو افغان پناه غوښتونکو له حاله خبر شئ.
مثلث: په لکونو افغان کډوال د اسلام اباد له ګواښ سره مخامخ دي
پاکستاني پولیسو داسې یو افغان ځوان نیولی چې کورنۍ یې له ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي
نور راوښيه