عبدالحسیب ارین د عبدالهادي زوی او د ملک قادر لمسۍ دی د کابل په عاشقانو او عارفانو کې زیږدلی دی. ښاغلی ارین د هغو یو څلويښت کاندیدانو له ډلې څخه دی چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته يې ځانونه کاندید کړي .
هدایت امین ارسلا په کابل کې زیږیدلی دی . ښاغلی ارسلا وايي چې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په کابل کې کړي او بیا د لوړو زده کړو لپاره امریکا ته تللی او لیسانس او ماسټري يې په اقتصاد کې اخیستې .
عبدالجبار ثابت په ۱۳۲۴ لمريز کال كې د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ د ككړك په سيمه كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې د سره رود ولسوالۍ د بالا باغ په ښوونځې كې پيل كړې او منځنۍ زده كړې يې د كابل د نادريې په ليسې كې ترسره كړي.
عبدالسلام راكټي چې د محمد اياز زوى دى په كال ۱۳۳۷ لمريز كې د زابل ولايت په نوبهار ولسوالۍ كې زېږېدلى دى او تر كال ۱۳۵۷ پورې يې ديني زده كړې كړي دي.
شاهنواز تڼی په ۱۳۲۸ هجري کال کې د خوست د تڼیو ولسوالۍ په درګي کلي کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړي د خپل کلي په ښونځي کې کړي بیا وروسته په کابل کې حربي ښوونځي ته تللی دی.
حیبب منګل وايي چې د طب ډاکتر دی او په اجتماعي علومو کې هم لاس رسی لري، د افغانستان د خلق د ډیموکراتیک ګوند او وطن ګوند غړی وو، او د وطن ګوند د مرکزي شورا غړیتوب يې هم درلود .
حاجي عبدالغفور زوري د حاجي فقیر احمد زوی د نیمروز ولایت اوسیدونکی دی ، نوموړي هم د هغو یو څلویښت کسانو په ډله کې دی چې هر یو يې هېلمن دې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به وټاکل شي .
د افغانستان د ولسمشرۍ د څوکۍ له یو څلوېښتو کاندیانو څخه یو هم بشیر احمد بیژن دې چې د سلطان احمد خان زوی دی. او په کابل کې زیږدیلی دی .
ميرويس ياسيني چې د عبدالستار زوى دى په كال ۱۳۴۲ كې دننګرهار ولايت په كامه ولسوالۍ كې زېږېدلى دى.
ر مظان بشر دوست چې ۴۷ كلن دى وايي د حقوقو او سياسي علومو په برخه كې يې د فرانسې له هېواد څخه دكتورا ترلاسه كړې.
د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کاندید معتصم بالله مذهبي د مولانامحمد عطاوالله صاحب فيضاني زوی او د مياه عبد الحكيم صاحب كاكړ لمسى دی.