د ایران ستر مشر ایات الله علي خامنه یي وایي، هېواد یې د کرونا وژونکي ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره بې ساري قرباني ورکوي.
امریکا په نهو شرکتونو او درېیو کسانو د دې لپاره بندیز ولګاوه چې د ایران له پترو کیمیایي صنعت سره د کاروبار شک پرې کېده.
پاکستان د تورخم او چمن دروازې د دې لپاره بندې کړي چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.
په ایران کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ۸۵۰ اوښتی او دا مهال شااوخوا ۱۵ زره کسان په دې هېواد کې پر دې ویروس اخته پېژندل شوي دي.
د دغو رسنیو د راپور له مخې، په بهرنیو چارو کې د دې هېواد د ستر مشر علي خامنهيي یو لوړپوړي سلاکار علي اکبر ولایتي، په (کووایډ-۱۹) وایروس د اخته کېدو نښې نښانې ښودلې دي او د ۱۴ ورځو لپاره په خپل کور کې قرنطین شوی دی.
د ايران لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي، له تهرانه غوښتنه وکړه، چې د کرونا وايروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره ټول زندانيان د لنډ وخت لپاره خوشې کړي.
په ایران کې د کرونا وایروس له امله د مړو شمېر په چټکۍ د زیاتېدو په حال کې دی.
ایران کې د کرونا پېښې له هغه څه ډېري دي چې رسمي اعلان یې کېږي او د ده په ټکو ایران اوس په منځني ختیځ کې د کرونا ویروس د خپرېدو په مرکز بدل شوی.
ایران د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستو وړانديز رد کړی دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د لاسلیک کېدو د نېټې له رارسېدو سره، د چارو ځیني پوهان د افغانستان د سولې د پروسې په چټکتیا کې د ګاونډیو او په تېره د ایران او پاکستان نقش مهم ګڼي.
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیناوش جهانپور پرون د دغه هېواد دولتي ټلوېزیون ته وویل چې په کرونا وایروس باندې د اخته خلکو شمېر په ایران کې ۴۳ ته رسېدلی او په ۷۹۰ تنو نورو کسانو شک دی چې وایروس به نیولي وي.
د ایران د روغتیا وزارت پرون، د فبرورۍ په ۲۲مه د کرونا ویروس له امله د شپږو کسانو د مړیني خبر خپور کړ.
نور راوښيه