د بخښنې نړیوال سازمان چې مرکز یې په لندن کې دی، د روغتیایي کارکوونکو او د روغتیایي بنسټونو د پاککارانو د ساتنې لپاره د نړیوالې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
تر اوسه څه باندې ۲۵ میلیونه کسان په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس اخته شوي او له اته نیم لکو زیات کسان مړه شوي.
د روغتیا پر نړیوال سازمان د مالي مرستو د بندولو وروستی اقدام د ولسمشر ټرمپ د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي له دغه سازمانه د کرونا ویروس په وړاندې د اقداماتو په خاطر ووځي. ټرمپ دغه سازمان تورن کړی چې ډېر د چین تر نفوذ لاندې دی.
خو په روسیه کې به ۱۷ میلیونه زدهکوونکي پرته له دې چې د ماسک اغوستل حتمي وي ښوونځيو ته ځي، خو نور صحي تدابیر ورته نیول شوي دي.
که څه هم امریکا کې اکثره ښوونځي او نور تحصیلي بنسټونه له انلاین لارې خپلې زدهکړې مخته وړي، خو ځیني محصلان بیا هم مجبور شوي چې پوهنتونونو کې فزیکي حضور ولري.
که څه هم په امریکا کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر په عمومي ډول کم شوی خو چارواکي وېره لري چې د تعلیمي مرکزونو له پرانیستلو سره به دا ویروس نور هم خپور شي.
امریکا په نږدې شپږ میلیونه ناروغانو سره د 'کووېډ-۱۹' تر ټولو زیاتې پېښې لري چې له ډلې یې څه باندې ۱۸۲ زره کسان مړه شوي.
نور راوښيه