د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د جوماتونو د پرانیستې پرېکړه، د دې هېواد د روغتیا وزارت سره په سلا مشوره شوې ده.
یو شمېر هېوادونو د دې اوونۍ په اوږدو کې محدودیتونه کم کړي، خو د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي وايي، دې اقداماتو د کرونا ویروس پېښې زیاتې کړې دي.
په داسې حال کې چې میلیونونه کسان بې دندې شوي او اقتصاد له رکود سره مخامخ دی، په ټوله نړۍ کې حکومتونه غواړي چې خپل اقتصاد بېرته پر پښو ودروي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د کرونا ویروس په نویو ثبت شویو کې ډېری پېښې بیا هم په کابل کې دي.
د افغانستان د عامې روغیتا وزارت وايي، تر دا مهاله د دې ویروس له کبله ۱۲۰ کسه مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د یادونې په اړه مخالفت، د کرونا ویروس په اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک د تصویب په وړاندې لوی خنډ بلل شوی دی.
ډاکتر نصیر محمد جاله خپلې لوړې زدهکړې په کاناډا کې د ناروغیو د عمومي معالجې په برخه کې کړي.
دغه مراسم داسې مهال ترسره شول چې په ټوله نړۍ کې له خلکو سره د کرونا وبا د خپرېدو جدي وېره شته او په اکثرو هېوادونو کې د خلکو په را ټولېدو بندیز لګېدلی دی.
د امریکا ولسمشر وايي، د بې مخینې بې روزګارۍ ستونزه، چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله رامنځته شوې، په حل کېدو ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه۳۹۲ روغتیايي کارکونکي په کرونا ويروس اخته شوي دي.
د تدبیر په نوم تحقیقاتي مرکز څېړونکی مسعود ایمان وايي چې په افغانستان کې د هغو خلکو شمېر په زیاتېدو دی چې نهیوازې د جګړې، بلکې د اقلیمي بدلون د اغېزو له کبله بېځایه شوي.
په پاکستان کې ځیني خلک له دې کبله خوشحاله دي چې حکومت د کرونا ویروس د وبا د مخنیوي په مقصد لګېدلي محدودیتونه لهمنځه وړي، خو یو شمېر نور اندېښنه لري ځکه چې په دې هېواد کې تر اوسه د دې ناروغۍ سرایت مخ په ځوړ نهدی.
نور راوښيه