د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام

رحیمي: هوايي ډزو په کابل، خوست او ننګرهار کې ۱۰ تنه ټپیان کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له پاکستانه د کرکټ د بریا د خوشحالیو په هوايي ډزو کې په کابل، خوست او ننګرهار کې لس تنه ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پېښې سره په تړاو یې یو شمېر کسان هم نیول شوي دي.

دی وایي:

"په کابل، خوست او جلال اباد کې د هوايي ډزو له امله لس کسان ټپیان شوي، د امنیتي ځواکونو له هدایت سره سم، په کابل کې ۴۳، په خوست کې ۱۴ او په جلال اباد کې ۳۱ کسان له وسلو او مهماتو سره نیولي شوي دي."

تېره شپه د نړیوال جام په تمریناتي پړاو لوبو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لومړنۍ تمریناتي لوبه وشوه چې افغان لوبډلې پاکستان ته ماته ورکړه او افغانستان به بله دېته ورته لوبه د دوشنبې په ورځ له انګلستان سره کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د کرکټ بریا یا د کومې بلې خوشحالۍ له امله هوايي ډزې کېږي، بلکې له دې وړاندې دېته په ورته هوايي ډزو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته ۲۶۳ منډې هدف وټاکه

ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلو لوبه د پاکستان په توپوهنې پیل شوه.

دغه لوبه نن جمعه په داسې حال کې پیل شوه چې د لوبې پچه پاکستان وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د پاکستان له خوا بابر اعظم ۱۱۲ منډې، شعیب ملک ۴۴ او امام الحق ۳۲ منډې جوړې کړې.

افغان بالران وتوانېدل چې د پاکستاني توپ وهونکو له خوا د منډو جوړولو تېز بهیر مهار کړي.

د افغانستان له خوا محمد نبي درې، راشد خان او دولت ځدراڼ دوه دوه او افتاب عالم او حمید حسن یوه یوه وایکټه واخيستې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ نننۍ یوه ورځنۍ مسابقه د نړیوال جام لپاره د تمریناتي سیالو په لړ کې ترسره کېږي.

افغان لوبډله د جون په لومړۍ نېټه د استرالیا له ځواکمن ټیم سره د لوبې ډګر ته له وتو مخکې راروانه اوونۍ د دوشنبې په ورځ د انګلستان له ملي ټیم سره هم یوه تمریناتي لوبه کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا پاکستان سره سیالي کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د جمعې په ورځ د پاکستان له ملي ټیم سره یوه ورځنۍ مسابقه وکړي.

دا لوبه د بریتانیا په بریسټول کې ترسره کېږي او د نړیوال جام لپاره د چمتووالي تمریناتي لوبه ده.

ټاکل شوې ده چې د کرکټ نړیوال جام راتلونکې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ پیل شي او دا یو ورځنی نړیوال جام لوبې به د جولای تر ۱۴مې په انګلستان او ولز کې ترسره شي.

د کرکټ افغان ملي لوبډله انګلستان ته ځي

ارشیف، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړو یو انځور
ارشیف، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړو یو انځور

افغان کرکټ بورډ وایي، نن به د کرکټ افغان ملي لوبډله د انګلستان هېواد ته ولاړه شي.

د دغه بورډ ویاند فرید هوتک نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ملي لوبډله به انګلستان کې د نړیوال جام سیالیو لپاره د چمتوالي تمریناتي لومړی لوبه د مې په ۲۴مه نېټه له پاکستان ملي لوبډلې سره وکړي.

دی وايي:

"نن به افغان کرکټ ملي لوبډله له اېرلنډ څخه د انګلستان په لور روانه شي او هلته به افغان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي."

ښاغلی هوتک وایي، همدا شان به د مې په ۲۷مه نېټه افغانستان له انګلستان سره کرکټ تمریناتي لوبه ولري.

د نوموړي په خبره، د مې میاشتې په ۳۰مه نېټه په رسمي ډول د نړیوال جام سیالۍ پیلېږي او افغان کرکټ ملي لوبډلې دغو سیالیو ته بشپړ چمتوالی نیولی دی.

ايرلنډ افغان کرکټ لوبډلې ته په ۵۰ اووره مسابقه کې ماتې ورکړه

د یو ورځنۍ کرکټ لوبو کپټان ګلبدین نائب په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال. April 05 2019
د یو ورځنۍ کرکټ لوبو کپټان ګلبدین نائب په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال. April 05 2019

د ايرلنډ د کرکټ ملي ټيم پرون د افغانستان ټيم ته په پنځوس اووره نړيواله مسابقه کې ماتې ورکړه.

لوبه ايرلنډ پيل کړله چې افغان ټيم يې ټول لوبغاړي په ۲۱۰ منډو وسوځول.

افغانستان ونه توانېد د ٢١١ منډو هدف پوره کړي او په ۱۳۸ منډو اوټ شول.

د افغان ټيم کپټان ګلبدین نایب تر لوبې وروسته وویل:

"زموږ بالرانو او فیلډرانو ډېره ښه لوبه وکړه، خو موږ وروسته بیا په توپ‌وهنه کې ژر ژر ویکټې له لاسه ورکړې. ایرلنډي لوبغاړو واقعاً ښه لوبه وکړه. موږ به د راتلونکې او وروستۍ لپاره پوره کوښښ وکړو."

د افغانستان او ایرلنډ تر منځ سبا سې شنبه یوه بله یو ورځنۍ لوبه هم د ایرلنډ په بلفاست ښار کې کیږي.

افغانستان به په را روانه یوه اوونۍ کې تر نړیوال جام مخکې له پاکستان او انګلستان سره هم یوه - یوه تمریناتي مسابقه وکړي.

افغان ټيم په نړیوال جام کې لومړۍ لوبه د جون پر لومړۍ له اسټرالیا سره کوي.

هوتک: افغانستان او ایرلنډ به سې شنبې ۵۰ اووره مسابقه وکړي

ارشیف، د کرکټ افغان لوبغاړی محمد نبي عیس خېل
ارشیف، د کرکټ افغان لوبغاړی محمد نبي عیس خېل

د ايرلنډ د کرکټ ملي ټيم په يو ورځنۍ نړيواله مسابقه کې افغانستان ته د ٢١١ منډو هدف وټاکه.

په بلفاست کې دغه مسابقه ايرلنډ پيل کړله چې په ٥٠ اوورنو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢١٠ منډې وکړې.

دولت ځدراڼ او افتاب عالم درې- درې، راشد خان دوې او ګلبدين نايب يوه ويکټه واخېسته.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پرون د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، دواړه هېوادونه به د سې شنبې په ورځ دوهمه پنځوس اووره مسابقه کوي:

"دوهمه لوبه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د مې مياشتې پر ٢١ مه وشي. مخکې تردې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ايرلنډ په وړاندې دغه لوبې ترسره کړي، د سکاټلنډ د ملي لوبډلې په وړاندې يې ٢ پنځوس اووره مسابقې درلودې، هلته يې په بېلابېلو برخو کې تمرينات هم ترسره کړل."

د افغانستان او سکاټلنډ ترمنځ يوه مسابقه افغانستان وګټله، دوهمه د د باران د ورېدو له کبله ونه‌شوه.

نن د افغانستان او اېرلنډ د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ پیلېږي

ارشیف، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړو یو انځور
ارشیف، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړو یو انځور

د افغانستان او اېرلنډ د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ نن یکشنبه پیلېږي.

دا سیالۍ به د اېرلنډ په وخت د ورځې په لس بجې او ۴۵ دقیقې په بلفاست کې وشي.

خو اټکل شوی چې ممکن د باران د ورېدو له کبله د لوبې د پیل په وخت کې بدلون راشي.

تر دې وړاندې د افغانستان او سکاټلنډ ترمنځ په دوو یو ورځنیو سیالیو کې یوه د باران د اورېدو له کبله ونه شوه.

XS
SM
MD
LG