د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ولسي جرګې په انتخاباتو کې له رای ورکولو وروسته له خلکو وغوښتل چې رایې ورکړي. ده همداراز وویل، د انتخاباتو کمیسیون چمتو دی چې یوه اوونۍ وروسته په کندهار کې انتخابات ترسره کړي.
د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له امنیتي تدابیرو او د ټاکنو له بهیره راضي دي، خو د کار له سستوالي شکایت لري. نور جزئیات د شریفالله شرافت په وېډیويي راپور کې ووینئ. اېډېټ: تمیم اخګر
په کابل کې د ستارې ښوونځي کې په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون چې تر څنګیې د دفاع وزارت پخوانی ویاند دولت وزیري هم خپله رأیه وکاروله.
د ازادي اډیو خبریال روحالله انواري وایي په دغه ولایت کې د ټاکنو پروسه ښه روانه ده. اېډېټ: ابراهیم صافی
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي تر دې دمهیې د شعارونو له مخې څوک نهدي انتخاب کړي چې رأیه ورکړي. ځکه د دوی په خبره ټولې هسې بېځایه ژمنې دي. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي په همدې هکله د کابل یو شمېر ښاریانو سره خبرې کړي چې دلتهیې کتلی شئ.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې ولسي جرګې ته یو شمېر نوماندانو د دوی له اجازې پرته د دوی په شخصي ملکیتونو انتخاباتي پوسټرونه لګولي دي. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي په دغه راپور کې موندلې چې له هغو کاندیدانو سره به قانوني چلند وشي چې دغه کار کوي.
۵۲ کلن اوتار سنګهـ د افغانستان ولسي جرګې ته د اهل هنود او سیکهـکانو لهمنځه لومړنی کاندید دی. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي د اوتار سنګهـ خالصه په اړه وېډیویي راپور چمتو کړی چې دلتهیې کتلی شئ.
فغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د ولایتي شوراګانو او ولسي جرګې انتخابات به په خپل وخت تر سره شي. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي، په لومړۍ مرحله کې ۱۵۰۰ مرکزونه پرانیستل شوي دي. ویډیو او ايډېټ: ابراهیم صافی