د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

د ۱۳۹۸ کال انتخابات

یوناما: افغان ځواکونه بشپړ مسؤل دي چې د انتخاباتو امنیت وساتي

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د ډېرو امنیتي ستونزو سره سره افغان امنیتي ځواکونو د ولسي جرګې د راروانو انتخاباتو لپاره داسې شرایط رامنځته کړي چې د دې هېواد ډېر وګړي کولای شي د رأی ورکولو له حق څخه کار واخلي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما له‌خوا نن پنجشنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه بشپړ مسؤل دي چې د انتخاباتو لپاره امنیت برابر کړي، څو ډېر خلک چې د رأی ورکولو مستحق دي په دغه ملي پروسه کې ګډون وکړي.

یاماموتو دغه‌راز وویل چې افغانان باید ونه‌ګواښل شي چې د خپلو استازو د غوره کولو او د خپل هېواد د راتلونکي د جوړولو لپاره له دغې پروسې څخه بې‌برخې کړای شي.

یوناما ټینګار وکړ چې افغان امنیتي ځواکونه چې د لومړي ځل لپاره د انتخاباتو بشپړې امنیتي چارې سمبالوي ورته په‌کار ده چې خپل سیاسي بې‌پرې والی وساتي.

صیاد: انتخاباتي مرکزونو ته تر سبا د بایومټریک وسایل انتقالېږي

تمه ده چې د افغانستان انتخاباتي مرکزونو ته تر سبا پورې د بایو مټریک د سیستم ټول وسایل انتقال شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد ازادي راډیو ته وویل:

"ان‌شاءالله ځیني د هوا او ځیني هم د ځمکې له لارې انتقالېږي او د جمعې په ورځ به د افغانستان ټولو ولایتونو ته زموږ انتقالات بشپړ شي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا د بایو مټریک د ستګاوو د استعمالولو لپاره دوه زره تنه روزل شوي او د ولسي جرګې د انتخاباتو تر ورځې به شااوخوا ۲۰ زره کسان وروزي.

ټاکل شوې ده چې د تلې په ۲۸مه د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات ترسره شي.

فیفا د انتخاباتو د امنیت پر وړاندې ګواښونه د اندیښنې وړ بولي

یوسف رشید
یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا د انتخاباتو د امنیت پر وړاندې ګواښونه د اندېښنې وړ بولي.

د دغې ادارې اجرائیوي مشر یوسف رشید د ولسي جرګې پر نوماندانو وروستیو بریدونو ته په اشارې وایي چې دا بریدونه د انتخاباتو د امنیت په برخه کې د جدي نیمګړتیاوو ښکارندویي کوي او زیاتوي که دا لړۍ دوام وکړي، نو د انتخاباتو پر بهیر به ناوړه اغېز ولري.

ښاغلي رشید ازادي راډیو ته وویل:

"د کاندیدانو د امنیت په برخه یا سمې برنامې نه‎دي ترتیب شوي او یا د امنیتي ارګانونو او کاندیدانو ترمنځ همغږي نه‌شته چې دا تشه کولای شي په نورو ورځو کې یا د ټاکنو بهیر کې دا مسئله ستونزمنه کړي او حتی خلک له رواني لحاظه کولای شي په انتخاباتو کې له ګډونه یا منع کړي یا یې ډېر کمرنګ کړي."

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسؤلینو نن ازادي راډیو ته ویلي چې تر خپله وسه‌یې د انتخاباتو د امنیت په برخه کې پروګرامونه او پلانونه پلي کړي، خو په عین حال کې یې پر خلکو غږ کړی چې په‎دې برخه کې له امنیتي ارګانونو سره همکاري وکړي.

دا اندېښنې داسې مهال راپورته شوي چې په‎دې وروستیو کې د ولسي جرګې پر نوماندانو او د هغوی پر انتخاباتي کمپاینرانو بریدونه ډېر شوي دي.

په وروستۍ بېلګه کې یې پرون سې شنبه د هلمند ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماند صالح محمد اڅکزی او اووه تنه نور ملګري یې په یوې انتحاري حملې کې ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

یوناما له افغانانو غوښتي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما له افغانانو غواړي چې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د خپل حق دفاع وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په یوه بیان کې چې نن د یوناما دفتر خپور کړ ویلي، دا د افغانستان د ښځو او نارینه‌وو اساسي بشري حق دی چې خپل حکومت او مشران د ازادو انتخاباتو له لارې غوره کړي.

هغه ټینګار کوي چې افغان فعالان باید د دې اساسي حق ساتنه وکړي تر څو خلک وکولای شي له ګواښ، ډار، خنډ او ځنډ پرته خپله رأیه وکاروي.

ښاغلی یاماموتو وايي، ډېره مهمه ده چې انتخابات په ټاکلي وخت یعنې د میزان په ۲۸مه وشي.

د یوناما مشر دا وینا وروسته له هغه کوي چې وسله‌والو طالبانو تېره ورځ پر انتخاباتو د برید ګواښ وکړ.

XS
SM
MD
LG