افغان سندرغاړی فرهاد دریا وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د خپلو کنسرتونو لړۍ چې له استرالیا یې پیل کړې وه، په جرمني کې پای ته رسوي.هغه وویل د نوي زېږدیز کال په مناسبت کنسرت به یې د جنوري د لومړۍ نېټې په شپه په هامبورګ کې وي. دریا وايي، د نوي لمریز کال یا نوروز لپاره به هم ځانګړې سندرېزې ډالۍ ولري.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، د روان میلادي کال په ترڅ کې خپل هېواد ته له پاکستانه د ستنېدونکو افغانانو شمېر له یو میلیونو کسانو اوښتی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند د افغانستان او پاکستان تر مینځ سرحدي سیمو کې د ترکيې د استخباراتو لخوا د "مهمت ګورن" په نامه د داعش د خراسان ډلې د یوه لوی غړي د نیول کیدو د رپوټ په ارتباط محلي رسنیو ته ویلي دي چې یاد کس د ډیورند کرښې پورې غاړه نیول شوی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د امریکا په منځګړیتوب د سولې د تړون وروستۍ مسوده افشا کړه. واشنګتن دا مسوده له خپلو شریکانو سره تر خبرو وروسته د دې لپاره چمتو کړې ده چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسیږي او سوله ټینګه شي.
هند او په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي غواړي چې د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره ګډ کاري ګروپ رامنځته کړي.
په افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده کړو د طالبانو حکومت د بندیز درې کاله پوره شول. د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۱ لمریز کال د جدي په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې تر بل امر پورې نجونې پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري. له زده کړو پاتې محصلې نجونې وايي هیلې یې نیمګړې پاته دي.
نور راوښيه