ټرمپ ، په داسې حال کې چې دایران لخوا د تیلو په بیړیو بریدونه دوام لري وايي "چې مونږ بریالي یو خو جنګ به دوام وکړي،" امریکا او د د نړۍ اوه پرمختللي صنعتي هیوادونه(G7) په خلیج کې او هرمز تنګي کې د بیړیو د بدرګه کولو په اقداماتو غور کوي. لویدیځ هیوادونه هڅه کوي چې دتیلو دبیو د لوړوالي مخه ونیسي.
د ننګرهار ولایت شینوارو ولسوالي او دغه شان تورخم کې تېره شپه بیا د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ نښتې شوي. د دې سیمو اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم اوس جګړه درېدلې خو اکثره خلک له خپلو کورنو وتلي دي. د ډیورند کرښې هاغاړه اوسېدونکي هم وايي، دې نښتو په تکلیف کړي.
ملګرو ملتونو په تیرو دریو میاشتو کې په افغانستان کې ۲،۶۶۰ امنیتي پیښې ثبت کړې دي. د دې سازمان سر منشي په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې دا پیښې د تیر کال له نومبر څخه د روان کال د جنوري تر ۳۱ پورې ثبت شوي دي.
نرګس یوه بې دندې شوې ښوونکې ده چې اوس په کور ناسته ده. دی وايي نن، سبا ګڼو ستونزو سره مخ ده، خو بیا هم هیله یې نه ده بایللې.
ملګري ملتونه وایي، زرګونه افغانان داسې مهال هره ورځ له ایرانه راستنېږي چې افغانستان د بشري حقونو او بشري وضعیت له ناسم وضعیت سره مخامخ دی. دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ ویاند په اسلام کلا بندر کې وکړې.
داختر په رانېږدې او په افغانستان کې د نارینه خیاطانو کار ډیر ښه روان دی. دوی وايي، په ورځني ډول په لسګونه جوړه جامې ګندي. یو شمیر دوی ازادي راډیو ته دا هم وویل، هغوی چې وس یې نه لري د ګڼډلو کمې پیسې ترې اخلي. خو ښځینه خیاطانې وايي، د دوی کار دومره نه دی دېر شوی.
دماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف وایي، په منځني ختیځ کې د جګړو زیاتېدو، افغان ماشومانو ته بېړني خطرونه رامنځته کړي دي. دغه سازمان خبرداری ورکوي که له ایرانه افغانستان ته د خلکو ستنېدل زیات شي نو هغه خطرونه به هم ډېر شي چې افغان ماشومان وار له مخه ورسره مخ دي.
د امریکا ولسمشر وايي په ایران کې روان پوځي عملیات به ډیر ژر پای ته ورسیږي او ګواښ یې وکړ که چیرې تهران د نړۍ د تیلو د اکمالاتو د بندولو هڅه وکړي نور ډیر سخت ګزارونه به ورکړل شي. دونالد ټرمپ دا څرګندونې ددوشنبې په ورځ وروسته لدې وکړې چې ایران په اسراییلو او د خلیج په عربي هیوادونو نوي بریدونه وکړل.
نور راوښيه