په داسې حال کې چې اسلام اباد په بنو کې د وروستي برید په تړاو اسلام اباد کې د طالبانو شارژدافیر احضار کړ،طالبان وايي پاکستان دې خپله خاوره کې د تحرکاتو مخه ونیسي او نور دې نه ملامتوي. بلخوا د تحریک طالبان پاکستان سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې د دوی مشرتابه او قوماندانانو ته امر شوی چې له کابله ووځي.
په افغانستان کې د روغتیايي برخې یو شمېر ښځینه محصلانې چې له زده کړو پاتې شوې دي، وايي د زده کړو له دوام او د ایګزیټ ازموینو څخه د هغوی محرومول د دوی د کلونو هڅې او هیلې نیمګړې او بې پایلې کړي دي.
د تاجکستان په خجند ښار کې د یوې تاجکۍ مېرمنې له وژل کېدو وروسته، د سلګونو افغان وګړو له ډيپورټ سره هم مهاله د تاجکستان په بېلابېلو سیمو کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي دي. یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډيو ته وویل دومره په وېره کې دي چې د نیولو او شړل کېدو له ډاره ان له خپلو کورونو نه وځي.
له اقلیمي بدلون سره مخامخ افغانستان کې ډیر خلک د ویجاړونکو او وژونکو طبیعي پیښو په اړه عامه پوهاوی نه لري. همدغه نه پوهاوی کله نا کله د دې لامل کیږي چې خلکو ته مرګ ژوبله واوړي.
له افغانستان سره پر پوله د خیبرپښتونخوا په بنو کې زورورې چاودنې ۱۵ پولیس وژلي دي.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې، په لوېدیځو هېوادونو کې د افغان ښځو بریاوې، د هغوی د وړتیا، مقاومت او په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د مهم رول نښه بولي وایي دا بریاوې، په ځانګړي ډول د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې، افغان نجونو او ښځو ته د هیلو پیغامونه لري.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان «امسو» او د شکنجې په وړاندې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې ته یو رسمي راپور وړاندې کړی، چې په کې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د سیستماتیک ناوړه چلند پېښې مستندې شوي دي.
یو شمېر افغانې کورنۍ وایي د خوړو د نه خوندیتوب دوام یې د ماشومانو پر روغتیایي وضعیت جدي اغېز کړی دی.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان «امسو» ویلي، د طالبانو حکومت په وروستیو کې په کابل کې د «پیگرد خبري اژانس» مسؤل احمد جاوید نیازی نیولی دی.
په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکو تایید کړې چې د دوی د ځواکونو او د سیمې د خلکو ترمنځ د کوکنارد د کښت پر سر په نښته کې دوه تنه، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي دي.
نور راوښيه