د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۸

نړۍ

افغانه فرشته جامي د داعش سره د یوځای کېدو هڅې په تور مجرمه وپېژندل شوه

د فرشته جامي دا عکس د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو خپور کړی دی
د فرشته جامي دا عکس د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو خپور کړی دی

د بریتانیايي چارواکو په وینا، فرشته جامي، چې غوښتل یې له بریتانیا څخه افغانستان ته لاړه شي او د داعش ډلې سره یوځای شي، د محکمې له‌خوا مجرمه وپېژندل شوه.

د بریتانیا پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د لیسټر ښار محکمې پرون (پنجشنبه) فرشته جامي مجرمه وبلله. د پولیسو په وینا، دغه ۳۶ کلنه ښځه د ترهګریزو فعالیتونو په ترسره کولو مجرمه پېژندل شوې ده.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، فرشتې جامي د ځان او خپلو ماشومانو لپاره افغانستان ته د یو طرفه سفر ټکټونه اخیستي وو او غوښتل یې د داعش خراسان څانګې سره یوځای شي.

د پولیسو له قوله، د هغې له کور څخه نغدې پیسې هم ترلاسه شوې دي.

همداراز، د بریتانیا پولیسو په اعلامیه کې راغلي، چې نوموړې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ پر ټولنیزو شبکو سخت‌دریځه او تاوتریخوالي ته هڅونکي مواد خپاره کړي دي.

فرانسې د سوریې په اړه لا زیاتو اقداماتو ته چمتووالی اعلان کړ

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) په پاریس کې د سوریې نړیوال کنفرانس ته په وینا کې وویل چې فرانسه چمتو ده چې د سوریې په جګړه کې د سختدریځو ډلو پر ضد لا زیات اقدامات وکړي.

هغه ټینګار وکړ:«سوریې ته باید ایران پلوه ملېشې بیا را نه شي.»

مکرون وړاندیز وکړ چې د لویدیځ تر ملاتړ لاندې د «سوریې دیموکراتیک ځواکونه» دې د سوریې له ملي ځواکونو سره یو ځای شي.

ده همداراز د سوریې له موقت حکومت څخه وغوښتل چې د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف سره د سختدریځو ډلو پر ضد همکاري وکړي.

یاد کنفرانس، چې د اروپايي او عربي چارواکو په ګډون جوړ شوی و، د بشار اسد د حکومت له پرزېدو وروسته د سوریې په اړه درېیمه نړیواله ناسته وه.

په دې غونډه کې د سوریې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر، اسعد الشیباني، هم ګډون درلود.

ولسمشر ټرمپ د تعروفو او مالیو فرمان لاسلیک کړ

د امریکا ولسمشر د «متقابل تجارت او تعرفو» فرمان لاسلیک کړ.

د دې فرمان پر اساس به امریکا ته د هغو هیوادونو پر وارداتي توکو مالیې او تعرفې لګول کېږي چې د امریکا پر صادراتو تعرفې لګوي.

دونالډ ټرمپ د پنجشنبې (د سلواغې ۲۵مه) په ماښام، د دې فرمان د لاسلیک پر مهال خبریالانو ته وویل:

«د انصاف د تامین لپاره» یې دا پرېکړه کړې.

ده همداراز وویل، دا د ټولو لپاره عادلانه ده، هېڅ هېواد شکایت نه شي کولای.

ټرمپ زیاته کړه:

«نور هېوادونه زموږ څخه مالیې اخلي، نو زه غواړم همدومره مالیې له دوی واخلم.»

دونالډ ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو کې ومنله چې دا پالیسي کېدای شي لنډمهاله انفلاسیون رامنځته کړي، خو په پایله کې به یې د امریکا د سوداګرۍ بازار ته وده ورکړي او هر ډول تجارتي ناانډولي به له منځه یوسي.

حماس وايي، د پلان سره سم د شنبې په ورځ درې برمته اسراییلیان راخوشي کوي

حماس وسله والې ډلې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پلان سره سم درې برمته اسراییلیان به راخوشي کړي.

د دې ډلې ویاند عبدالطیف القانوع اسوشيټدپرس خبري اژانس ته ویلي، دا برمته کسان به د شنبې په ورځ ازاد شي.

حماس ډلې د تیرې دوشنبې په ورځ ویلي و، اسراییلو په غزه کې اوربند نقض کړی نو ځکه د برمته وو، ازادیدل ځنډوي.

د اسراییلي برمته وو په راخوشي کیدو کې رامنځته شوي ځنډ ته په ځواب کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړی و، که چیرته ټول اسراییلي برمته کسان د راتلونکې اونۍ د شنبې تر ورځي راخوشي نشي، د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند شوی توافق به لغوه کړي.

حماس وسله واله ډله د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګریز سازمان په توګه پیژندل کیږي.

پاکستان او ترکیې په خپل منځ کې د همکارۍ ۲۴ موافقې لاسلیک کړې

پاکستان ته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر په لړ کې د دوو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ۲۴ موافقې او د تفاهم یادښتونه لاسلیک شول.

دواړو هیوادونو نن (پنشجنبې) په خپل منځ کې د ستراتیژیکو اړیکو د لا پیاوړتیا اعلامیه هم لاسلیک کړه.

د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمنځ په لاسلیک شویو موافقو او یادښتونو کې د پوځي او ملکي هیتونو تبادله، د هوايي ځواکونو د الیکترونیکي جګړې همکاري، د پوځي روغتیا په برخه کې روزنه او همکاري، د هایډروکاربن په برخه کې د همکارۍ په تړون کې بدلون، کان‌کيندنه، د انرژۍ انتقال، د اوبو سکتور، کرنیز تخمونه، صنعت، روغتیا، درمل جوړونه او ګڼ شمېر نورې برخې شاملې دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته په دوه ورځیني سفر لاړ.

ده د دې سفر په لړ کې د پاکستان له ولسمشر او صدراعظم سره جلا جلا ولیدل.

د اسراییل پوځ د حماس د ګواښ په غبرګون کې احتیاطي سرتېري وروبلل

د اسراییل پوځ د دې لپاره احتیاطي سرتېري وروبلل، چې که د حماس افراطي ډله د اسراییلي یرغمل شوو د خوشي کولو بهیر ودروي، دوی د جګړې بیا بیلولو ته چمتو وي.

اسراییل خبرداری ورکړی، که نوې جګړه پیل شي، «سخته» به وي.

له تېرو ۳ اوونیو راهیسې د اوربند دوام ته د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي.

اسراییل د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د احتیاطي سرتېرو د وربللو پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې حماس اعلان وکړ، دوی به د اسراییل او امریکا «ګواښونو» ته تسلیم نه شي. د اوربند د موافقې له مخې به د اسراییلي یرغمل شوو د خوشې کولو پر سر فشار ونه مني.

امریکا او ډېری لوېدیځ هېوادونه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې ټول اسراییلي یرغمل شوي باید د شنبې تر غرمې خوشي شي، کنه نو د غزې د اوربند تړون باید لغوه شي.

په جرمني کې په موټر ۲۸ تنه لارویان ټپیان کړل

د پېښې ځای
د پېښې ځای

د جرمني په مونشن ښار کې یوه موټر چلوونکي خپل موټر پر لارویانو وروستی دی چې له کبله یې لږ تر لږه ۲۸ تنه ژوبل شوي دي.

اسوشیتید پریس د جرمنی پولیسو له قوله لیکلي چې پیښه نن سهار شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې مونشن ښار کې د خدماتي کارګرانو د اتحادیې له خوا د لاریون پر مهال شوې ده.

د جرمني پولیسو پر ایکس/ پخوانی ټویټر کی لیکلي چې موټر چلوونکی یې نیولی او د پیښې په اړه پلټنې کوي.

د جرمني پولیسو په وینا نیول شوی شکمن کس یو ۲۴ کلن دی او اصلاً افغان پناه غوښتونکی دی.

د مونشن ښاروال ډیتر ریټر رسنیو ته وویل چې هغه د پیښې له امله اندیښمن دی. د هغه په وینا ماشومان هم د ټپیانو په ډله کې شامل دي.

دا پیښه په جرمني کې په داسی حال کې کیږیي چې ټاکل شوې ده د مونشن امنیتي کنفرانس د جمعې په ورځ پیل شي او د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي وینس او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي به په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره نن ناوخته دې هیواد ته ورسیږي.

ټرمپ: د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره مې له پوتین سره خبرې کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر پوتین د یوې پخوانۍ لیدنې پر مهال- عکس له ارشیف اخیستل شوی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر پوتین د یوې پخوانۍ لیدنې پر مهال- عکس له ارشیف اخیستل شوی.

امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د دلوې ۲۴مه اعلان وکړ چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې له د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ کې په یو پوست کې لیکلي: "موږ موافقه وکړه چې زموږ ټیمونه به سمدستي خبرې اترې پیل کړي، او زه به د اوکراین له ولسمشر زیلیسکي سره اړیکه ونیسم څو هغه د دې خبرو له جریان څخه خبر کړم. دا هغه کار دی چې زه یې همدا اوس ترسره کوم."

کرملین ویلي چې پوتین او ټرمپ نږدې یو نیم ساعت د تلیفون له لارې خبرې کړې دي.

د کرملین د معلوماتو له مخې، دواړو مشرانو موافقه کړې چې سره وویني.

د کرملین د اعلامیې له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې د ورځې په تلیفوني خبرو کې ټرمپ ته ویلي چې د "سوله‌ییزو مذاکراتو" له لارې د اوکراین جګړه پای ته رسېدای شي.

د کرملین په وینا، دواړو لوریو موافقه وکړه چې د اوږدمهاله هوکړې لپاره سوله‌ییز مذاکرات ترسره شي.

د عرب لیگ مشر: د فلسطینیانو بې‌ځایه کول د منلو نه دي

د عرب لیگ مشر، احمد ابوالغیط، وايي چې د فلسطینیانو بې‌ځایه کول، که له غزې تړانګې وي او که له لویدیځه غاړې، د منلو وړ نه دي.

د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، ابوالغیط دغه څرګندونې نن، د چهارشنبې په ورځ، د سلواغې ۲۴مه، د عرب لیګ په غونډه کې وکړې، چې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې جوړه شوې وه.

هغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز په اړه، چې فلسطینیان له غزې څخه انتقال او دغه سیمه د بیا رغونې لپاره تر کنټرول لاندې روالي، وویل چې دا وړاندیز د عربي نړۍ لپاره، چې له سلو کلونو راهیسې له دې نظر سره مبارزه کوي، د منلو وړ نه دی.

ټرمپ د سلواغې پر ۱۷مه، د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په ګډه خبري ناسته کې وړاندیز وکړ چې امریکا دې د غزې تړانګه تر کنټرول لاندې راولي او هلته دې بیا رغونه وکړي.

اسرائیل د دې وړاندیز هرکلی وکړ، خو ګڼو هېوادونو دا وړاندیز رد کړ او ویې ویل چې دا اقدام به د منځني ختیځ د شخړې لمنه پراخه کړي.

د امریکا نوی دفاع وزیر: د نړیوال نظامي وضیعت بیا کتنه د شاتګ په معنا نه ده

د امریکا د دفاع وزیر، پیت هګست، وايي که که د نړۍ مشران دا انګیري چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د امریکا د نړیوال نظامي وضعیت د بیا کتنې هڅه د واشنګټن د شاتګ په معنا ده، نو هغوی تېروتنه کوي.

ښاغلي هګست دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ، د سلواغې ۲۳مه، د امریکا د دفاع وزیر په توګه د لوړې مراسمو وروسته د خپلې لومړۍ بهرنۍ سفر پر مهال، د جرمني په اشتوتګارت ښار کې خبریالانو ته وکړې.

دا څرګندونې د ناټو د دفاع وزیرانو او د اوکراین د دفاعي تماس ډلې له دوه ورځني غونډې وړاندې شوې دي.

د امریکا دفاعي چارواکي وايي، تمه کېږي چې هګست به د ناتو پر متحدینو فشار راولي ترڅو په اروپا کې له موجودو ننګونو سره د مقابله کولو لپاره د رهبرۍ رول زیات کړي او همداراز خپل دفاعي لګښتونه لوړ کړي.

تمه کېږي چې هګست به نن، چهارشنبه، او سبا، پنجشنبه، د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناتو په مرکزي دفتر کې په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG