نړۍ
ولسمشر ټرمپ وايي: پوتین یو مخ لېونی شوی

د روسیې لهخوا د اوکراین پر ښارونو له پراخو او وژونکو بریدونو وروسته، د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر، په خپله تر ټولو توندو څرګندونو کې، د کرملېن پر مشر ولادیمیر پوتین انتقاد وکړ او ویې ویل: «پوتین پوره لیونی شوی دی!» هغه خبرداری ورکړ چې که پوتین هڅه وکړي ټول اوکراین ونیسي، دا به د روسیې «سقوط» ته لاره هواره کړي.
دونالد ټرمپ د دوشنبې په سهار (د غبرګولي پنځمه) په خپله ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «ما تل له ولادیمیر پوتین (د روسیې ولسمشر) سره ډېرې ښې اړیکې لرلي، خو څه ورپېښ شوی؛ پوره لیونی شوی دی!»
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: «هغه بېځایه ډېر خلک وژني، او زه یوازې د سرتېرو خبره نه کوم. توغندي او بې پېلوټه الوتکې بې له کوم دلیل څخه د اوکراین پر ښارونو توغول کېږي.»
د امریکا ولسمشر په دوام کې لیکلي: «ما تل ویلي چې هغه ټول اوکراین غواړي، نه یوازې یوه برخه، او ښايي دا خبره سمه وي، خو که هغه دا کار وکړي، نو دا به د روسیې د سقوط سبب شي!»
ولسمشر ډونالډټرمپ پر اوکراین د روسیې د حملو پر دوام سخته غوسه څرګنده کړه

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ پر خپل روس سیال ولادیمیرپوتین سخت انتقاد کړی او ویلی دي دي چې دی پر مسکو د نورو مالي اقداماتو په اړه غور کوي.
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې روسیې د اوکراین پر خاوره د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د خونړیو حملو لړۍ پیل کړې ده. ټرمپ پرون په نیوجرسي کې خبریالانو ته وویل چې دی د پوتین له اقداماتو خوشاله نه دی، ځکه د ده په وینا پوتین ډېر خلک وژني او دی نه پوهېږي چې په هغه څه شوي دي.
ټرمپ وویل، دی پوتین له اوږدې مودې راهیسې پېژني خو اوس هغه پر ښارونو توغندي اوروي او خلک وژني.
له دې څرګندونو وروسته ټرمپ وویل چې قطعا به پر مسکو د نورو بندیزونو د لګولو په اړه غور وکړي څو د سولې خبرو ته یې اړ کړي خو هغه کوم مشخص اقدام یاد نه کړ.
ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر خپل اصلي متحد د بیساري انتقاد په ترڅ کې هغه څه چې نوموړي د روسیې د حملو پر وړاندې د متحدوایالتونو چوپتیا وبلله وغندل.
د اوکراین پر بیلابېلو ښارونو د روسیې د تېرو دوو ورځو حملو ۱۳ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.
اسراییلو ۱۰۷ لاریو ته اجازه ورکړه چې غزې ته ورسېږي

اسراییلي چارواکي وايي په بشري مرستو بار ۱۰۷ لارۍ پرون غزې ته ورسېدې.
د فلسطین په چارو کې د اسراییل د حکومت ځانګړې ادارې پرون خبر ورکړ چې په دې مرستو کې اوړه او نور غذایي مواد شامل دي. دې ادارې په یوه بیان کې دا هم ویلي دي چې د اسراییل دفاعي ځواکونه به د غزې په تړانګه کې خلکو ته د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکړي خو په عین حال کې به تر وسې وسې هڅه وکړي چې دا مرستې د حماس تروریستي ډلې ته ونه رسېږي.
په تېرو دریو میاشتو کې د لومړي ځل لپاره تېره اونۍ جګړه ځپلې غزې ته بشري مرستې ورسېدې. اسراییلو د مارچ میاشتې له پیله دې تړانګې ته د بشري مرستو پر رسولو بندیز ولګاوه او تور یې ولګاوه چې حماس ډله دا بشري مرستې پلوري څو وسلې وپېري او خپلو جنګیالیو ته پیسې ورکړي.
د ملګروملتونو مرستندویو موسسو خبرداری ورکړ چې که پر بشري مرستو دا محدودیت دوام وکړي نو ښايي غزه له قحطۍ سره مخامخ شي.
د غزې روغتیا وزارت: په یوه ورځ کې ۳۷ کسان وژل شوي دي

په غزه کې د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ (د مې په ۲۵مه) اعلان وکړ چې په یوه ورځ کې په سیمه کې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي دي.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.
یاد وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۴ نور کسان ټپیان شوي دي.
د اسراییلو پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، پدې شمېر کې هغه قربانیان شامل ندي چې د سیمې په شمال کې په روغتونونو کې ثبت شوي دي ځکه اوس مهال هلته لاسرسی خورا ستونزمن دی.
د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د راپور له مخې، له تېرې اونۍ راهیسې چې اسراییلو نوي بریدونه پیل کړي، په غزه کې هره ورځ د لسګونو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.
د فرانسې په دیجون ښار کې یو کس په ډزو ووژل شو

د ډیجون ښار د څارنوالۍ دفتر ویلي چې تیره شپه په ښار کې یو ۲۹ کلن سړی په ډزو ووژل شو.
دا پېښه د شينوو په جنوبي ولسوالۍ کې رامنځته شوه، چې د مخدره توکو د قاچاق لپاره مشهوره ده.
د څارنوال اولیور کاراکوش په وینا، "د وژنې په ځای کې د اتوماتیکو وسلو شاوخوا دوولس تشې مرمۍ موندل شوي".
ځینې مرمۍ په نژدې موټرونو او د دریم پوړ اپارتمان کې ولګېدې، خو بل څوک ټپي نه شو.
د جنايي پولیسو د څېړنو له مخې، بریدګر د شپې په نیمایي کې د خلکو هغې ډلې ته نژدې شو چې قرباني ورسره روان و، پر هغوی یې ډزې وکړې او بیا په موټر کې وتښتېد.
قرباني د دیجون اوسیدونکی و او د مخدره توکو اړوند هیڅ جرمي ریکارډ یې نه درلود.
له دې پيښې اړوند د "منظم قتل او په جرمي فعالیتونو کې د ګډون" په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
ایر انډیا په انګلستان کې د الوتنو د ځنډ له امله تر ټولو بد هوايي شرکت بلل شوی دی

اېر انډیا په انګلستان کې د الوتنو د ځنډ له امله تر ټولو بد هوايي شرکت بلل شوی دی.
د انګلستان د ملکي هوايي چلن ادارې د معلوماتو له مخې، د دې شرکت الوتنې په ۲۰۲۴ کال کې په اوسط ډول ۴۵ دقیقې او ۴۸ ثانیې په ځنډ شوې وې.
تر ټولو اوږد ځنډ د ګیټوک څخه بنګلور ته پر لاره کې و، چې په اوسط ډول د ۵۰ الوتنو لپاره یو ساعت او ۲۳ دقیقې ځنډ راپور شوی و.
اېر انډیا ویلي: د ځنډ لامل "هغه عوامل دي چې د دوی له کنټروله دباندي دي".
په دې سروې کې د انګلستان له هوايي ډګرونو څخه د هغو هوايي شرکتونو الوتنې شاملې وې چې تیر کال یې تر ۲۵۰۰ زیاتې الوتنې ترسره کړې وې.
ټاټا ګروپ، اېر انډیا شرکت، د ۲۰۲۲ کال په جنوري کې د هند له حکومته واخیست.
ایراني فلم جوړونکي د کن د ۷۸م نړیوال فلم فستیوال د سرو زرو نخل جایزه وګټله

د ایران د معترض فلم جوړونکي جعفر پناهي لخوا جوړ شوی فلم "یوه ساده حادثه د کن د ۷۸م نړیوال فلم فستیوال د سرو زرو نخل جایزه وګټله؛ دا یوه معتبره جایزه ده، هغه فلم جوړونکي ته چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې له ایران څخه د وتلو اجازه نه درلوده.
د شنبې په ورځ، مشهورې اداکارې کیټ بلانشټ پناهي ته جایزه ورکړه، او د هغه د نوم له اعلان وروسته لیدونکو د ولاړو ستاینو سره د هغه هرکلی وکړ.
"یوه ساده حادثه" فلم د وحید په نوم د یو سړي کیسه بیانوي (د وحید مبصري لخوا لوبول شوی) چې یو سړی چې مصنوعي پښه لري تښتوي، په دې باور چې دا هماغه کس دی چې هغه یې په زندان کې شکنجه کړی او ژوند یې ویجاړ کړی دی. هغه بیا هڅه کوي چې د نورو ژوندي پاتې شویو کسانو سره تایید کړي چې دا هماغه پخوانی شکنجه کوونکی دی او پریکړه کوي چې د هغه سره څه وکړي.
د سې شنبې په ماښام، د غویي په ۳۰مه، ښاغلی پناهي له دوو لسیزو څخه راپدیخوا د لومړي ځل لپاره د کن فلم فستیوال په سره فرش کې راڅرګند شو.
ترکیې ولسمشر استانبول کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره د کتنې په ترڅ کې د سوریې پر وړاندې د بندیزونو د لرې کولو هر کلی کړی

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ په استانبول کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره د کتنې په ترڅ کې د سوریې پر وړاندې د بندیزونو د لرې کولو په اړه د متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې د پریکړې هرکلی وکړ.
دا غونډه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې د ټرمپ ادارې پر سوریې د بندیزونو د یویې برخې د لرې کولو امر وکړ. اروپايي ټولنې هم تېره اونۍ موافقه وکړه چې په تدریجي ډول به د دمشق پر وړاندې بندیزونه لرې کړي.
په دې غونډه کې د ترکیې او سوریې د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو او همدارنګه د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو مشرانو ګډون کړی و. د ترکیې او سوریې رسنیو راپور ورکړی چې خبرې اترې په عمده توګه په سوریه کې د بیارغونې پروسې او د امنیتي همکارۍ راتلونکي باندې متمرکزې وې.
بریتانیا کې د یوه کال په ترڅ کې پاکستانیانو تر افغانانو د مهاجرت لپاره ډیر درخواستونه ورکړې دي

د بریتانیا د کورنیو چارو د وزارت د راپور له مخې د روان کال د مارچ تر میاشتې پورې په یوه کال کې یولس زره اته څلویښت پاکستانیانو په بریتانیا کې د پناه غوښتنه کړې ده.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د دې راپور له مخې چې پرون له رسنیو سره شریک شو، تر پاکستانیانو وروسته د افغانانو شمیر زیات دی چې په دغه هیواد کې یې د یوه کال په ترڅ کې د مهاجرت غوښتنلیکونه سپارلې دي، د دغو افغانانو شمیر د راپور له مخې اته زره نهه شپیتو ته رسیږي.
په مجموع کې په تیر یوه کال څه باندې یولک او نهه زره کسانو په بریتانیا کې د پناهندګي درخواستونه ورکړې دي.
سوریې د امریکا د حکومت د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې پر دې هېواد ځینې بندیزونه یې لیرې کړل

د سوریې حکومت د امریکا د یوې برخې بندیزونو د لیرې کېدو او په دې هېواد کې د پانګونو د جواز د صادرېدو هرکلی کړی دی.
د امریکا د خزانې وزارت پرون د یوه جواز په صادرولو سره اعلان وکړ چې د احمدالشرع په مشرۍ د سوریې له موقت حکومت، مرکزي بانک، هوايي شرکت، دولتي شرکتونو او نورو مهمو بنسټونو سره مالي مبادلات جواز لري.
د سوریې د بهرنیوچارو وزارت نن (د غبرګولي ۳مه) په یو بیان کې دا اقدام د دې هېواد د بشري او اقتصادي ستونزو د کمولو په برخه کې مثبت ګام وباله.
د امریکا حکومت اعلان کړی چې دا اقدام یې له څو کاله کورنۍ جګړې وروسته د سوریې د بیارغونې له بهیر سره د مرستې په هدف کړی دی. سپینې ماڼۍ په عین حال کې له دمشق څخه غوښتي دي چې له سوریې څخه د بهرنیو جنګیالیو د ایستلو په ګډون یولړ مشخص اقدامات وکړي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت هم د شپږو میاشتو په مخه پر سوریې د بندیزونو معافیت اعلان کړ. د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو وايي، دا معافیت به سوریې ته د بریښنا، انرژۍ او نورو خدماتو د برابرولو فرصت په لاس ورکړي.
امریکا له ۲۰۱۱ کال راهیسې پر بشاراسد او د هغه پر نژدې خپلوانو بندیزونه لګولي وو، خو په تیره ډسمبر میاشت کې د احمدالشرع په مشرۍ د وسله والو په لاس د اسد د واکمنۍ له پرځېدو وروسته هرڅه بدل شول.
پر سوریې د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه د سعودي ولیعهد محمدبن سلمان د امریکا له ولسمشر ډونالډټرمپ څخه کړې وه.