د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

نړۍ

پرون لبنان او غزه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي

پر غزه د اسراييلو بريد
پر غزه د اسراييلو بريد

د ماشومانو او ښځو په ګډون لسګونه تنه پرون یک‌شنبه په لبنان او غزه کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونه کې ووژل شول.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، لبنان کې د ۷ ماشومانو په ګډون ۲۳ تنه او د غزې په شمال کې د نهو مېرمنو په ګډون ۱۷ کسان وژل شوي دي.

راپور کې راغلي چې د اسراییل پوځ د سوریې د پلازمېنې دمشق په څنډه کې هم د هوایي برید له کبله د سوریې د دفاع وزارت په وینا ۷ ملکیان وژلي دي.

دا بریدونه داسې مهال کېږي چې، نړۍ دې ته سترګې په لاره ده چې د امریکا ټاکنې به د اسراییلو او د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو ترمنځ پر جګړې څه اغېز وکړي.

بل لور ته د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي، د امریکا د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته یې تر اوسه درې ځله له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې کړي او په وینا یې دوی دواړه د ایران او د هغوی د عناصرو ګواښونو ته په یوه نظر ګوري.

ډونالډټرمپ پوتين ته: د اوکراين جګړه مه سختوئ

ولادمیرپوتین او ډونالډټرمپ
ولادمیرپوتین او ډونالډټرمپ

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین ته په ټیليفوني خبرو کې ویلي، د اوکراین جګړه دې نه شدیدوي.

واشنګټن پوست پرون یک‌شنبه د یوشمېر سرچینو پر بنسټ، چې نومونه یې نه‌دي یاد شوي، راپور ورکړی چې ټرمپ او پوتین د نومبر په ۷مه دغه خبرې سره کړې دي.

ټرمپ د نومبر په شپږمه، په ټاکنو کې له بریا وروسته د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زيلينسکي سره هم ټیليفوني خبرې کړې وې.

د راپور له‌مخې، ټرمپ پوتین ته ویلي، لېواله دی چې "د اوکراین د جګړې د ژر پای ته رسېدو" په اړه له هغه سره نورې خبرې وکړي.

وړاندې راغلي، پوتین د امریکا منتخب ولسمشر ته په سړه سینه ځواب ورکړی دی.

د امریکا او روسیې رسمي سرچینو په‌‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ډونالډټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي، که ولسمشر شي په ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین جګړه پای ته رسوي، خو دا چې څنګه، جزیات یې لا معلوم نه‌دي.

د امریکا د الاباما ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو له کبله یو تن وژل شوی او ۱۶ ټپيان دي

د امريکا پوليس
د امريکا پوليس

د امریکا د الاباما ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو له کبله یو تن وژل شوی او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي چې په توسکیگي (Tuskegee) پوهنتون کې د ډزو دغه پېښه په ځایي وخت د یک‌شنبې ورځ سهار وختي رامنځته شوې ده.

د الاباما پولیسو ویلي، دوی په دې تور یو پنځه‌ویشت کلن کس چې جاکویز میریک نومیږي نیولی او توقیف کړی یې دی.

د پولیسو د خبرپاڼې له‌مخې له تورن کس څخه چې د ډزو له صحنې څخه د وتلو په حال کې نیول شوی، یوه تفنګچه ترلاسه شوې ده.

معلومه نه‌‌‌ده چې بریدکوونکی د همدې پوهنتون محصل دی او که نه؟

د برید انګېزه لا روښانه نه‌‌‌ده، خو په امریکا کې په ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو کې د ډزو دغه ډول پیښې نوې نه‌دي.

د ايران په سيستان-بلوچستان ولايت کې پنځه ايراني پوځيان وژل شوي

د ايران يو نظامي
د ايران يو نظامي

پنځه ایراني پوځیان پرون د سیستان-بلوچستان ولایت په سراوان سیمه کې وژل شوي.

د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ته نږدې تسنیم خبري اژانس یک‌شنبه ناوخته خبر ورکړ، چې دا پوځیان په یوه "ترهګریزه پېښه" کې وژل شوي.

د سپاه ځمکنیو ځواکونو هم اعلان کړی چې، سیمې ته يې تازه ځواکونه استولي ترڅو بریدګر ونیسي.

د دې برید مسوولیت لا کومې ډلې په غاړه نه‌‌دی اخیستی.

دوه ورځې مخکې هم د سیستان-بلوچستان په راسک ولسوالۍ کې پر ایراني پوځیانو بریدونه شوي وو چې، په‌کې یوشمېر پوځیان مړه او ټپيان شوي.

د ایران په سیستان-بلوچستان ولایت کې تر دې مخکې هم پر ایراني ځواکونه ګڼ بریدونه شوي دي.

اسراييل په لبنان کې د سپټمبر مياشتې د پيجرونو د چاودنو مسووليت منلی

د پیجر دستګاو په چاودنو کې لږ تر لږه ۳۵۰۰ کسان ټپیان شول.
د پیجر دستګاو په چاودنو کې لږ تر لږه ۳۵۰۰ کسان ټپیان شول.

اسراییل د لومړي ځل لپاره په لبنان کې د سپټمبر میاشتې د پیجرونو یا پیغام لېږدوونکو وسیلو د چاودنو مسوولیت په غاړه واخیست.

د اسراییلو د صدراعظم ویاند عمر دوستری د فرانسې خبري اژانس ته د یک‌شنبې په ورځ ویلي: "بنیامین نتنیاهو د یک‌شنبې په ورځ تایید کړه چې هغه په لبنان کې د پیجر دستګاو د عملیاتو د ترسراوي امر ورکړی."

تر دې مخکې د اسراییل تایمز ورځپاڼې هم راپور ورکړی و، چې نتنیاهو د خپلې کابینې په ناسته کې ویلي وو چې د پیجر بریدونه او هم د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله وژل د لوړپوړو امنیتي چارواکو په مخالفت سربېره ترسره شول.

د سپټمبر په اوولسمه او اتلسمه د لبنان په بېلابېلو برخو کې د پیجر دستګاو په چاودنو کې لږ تر لږه ۳۵۰۰ کسان ټپیان شول.

د وژل شویو کسانو په اړه بېلابېل ارقام خپاره شوي چې، لږ تر لږه په یوه کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د وژل شویو کسانو شمېر ۳۲ یاد کړی، که څه هم د لبنان ځینې سیمه‌ییز چارواکو د وژل شویو رقم ۴۵ تنه یاد کړی دی.

د فلسطين روغتيايي چارواکي: د اسراييل تازه په بريدونو کې ۱۷ کسان وژل شوي

پر غزه د اسراييل بريد
پر غزه د اسراييل بريد

د فلسطین روغتیايي چارواکي وایي چې، په شمالي غزه کې د اسراییل په برید کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.

د هغه روغتون چارواکي، چې د وژل شویو کسانو جسدونه ورته انتقال شوي، اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دغه برید نن سهار (یک‌شنبه) پر یوې کورنۍ چې بې‌ځایه شويو خلکو په‌کې پناه اخیستې وه، شوی دی.

برید د جبالیا په کډوالو کمپ کې شوی، چې پر دغه کمپ اسراییل له یوې میاشتې راهیسې بریدونه کوي.

د اسراییل پوځ تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

اسراییلي ځواکونو په تېرو اوونیو کې جبالیا، د بیت لاهیه او بیت حانون شاوخوا ښارونه محاصره کړي دي او یوازې بشري مرستو ورپرېږدي.

په‌دې سيمو کې، چې د روان کال د اکتوبر په ۶مه بريدونه پیل شوي، سلګونه کسان وژل شوي او لسګونه زره کسانو د غزې ښار ته پناه وړې ده.

امريکا يمن کې د حوثي ياغانو د وسلو پر ګودامونو د بريدونو خبر ورکړی

پر يمن د امريکا د هوايي بريد يو انځور
پر يمن د امريکا د هوايي بريد يو انځور

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون اعلان کړی چې، د دغه هېواد جنګي الوتکو د شنبې په شپه په یمن کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو د پرمختللو وسلو پر ګودامونو څو بریدونه کړي دي.

د راپورونو له‌مخې، د بریتانیا پوځي الوتکو هم په‌دې عملیاتو کې ګډون کړی دی.

په‌‌دې سلاکوټونو کې راز راز وسلې ساتل کېدې او له هغو څخه په سور سمندرګي او عدن خلیج کې د پوځي او ملکي بېړیو د ویشتلو لپاره کار اخیستل کېده.

دا معلومات پینتاګون د فرانسې خبري اژانس ته ورکړي دي.

المسیره تلوېزیوني چاینل چې د حوثیانو له‌خوا اداره کېږي، راپور ورکړی چې درې هوايي بریدونه د امریکایي او بریتانیايي ځواکونو له‌‌خوا د یمن د پلازمېنې صنعا په جنوب کې د السبعین په سیمه کې شوي دي.

المسیره ته شاهدانو ویلي، د پلازمېنې صنعا په بېلابېلو برخو کې یې د الوتکو او چاودنو غږونه اورېدلي دي.

امریکا او بریتانیا په سور سمندرګي او عدن خلیج کې پر بېړیو د یاغیانو د بریدونو په غبرګون کې له جنورۍ راهیسې څو ځله په یمن کې د حوثیانو په هدفونو بریدونه کړي دي.

قطري چارواکي: د حماس او اسراييلو ترمنځ خبرو کې منځ‌ګړيتوب مو موقت ځنډولی

د قطر بيرغ
د قطر بيرغ

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې، پر اساس یې ویل شوي وو چې د غزې په جګړه کې د ښکېلو خواو ترمنځ یې منځ‌ګړتوب پای ته رسولی، خو ویلي یې دي چې په خبرو کې په موقتي ډول ځنډ راوستل شوی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري تېره شپه د (عقرب په ۱۹مه) نېټه، د دې هېواد دولتي خبري اژانس ته وویل چې قطر لس ورځې وړاندې دا موضوع ښکېلو خواو ته اعلان کړې وه.

د الانصاري په وینا، قطر څرګنده کړې چې تر هغه وخته به منځ‌ګړتوب وځنډوي چې اسراییل او افراطي ډله حماس د خبرو د بیا پیل لپاره "اراده او جديت" ونه ښيي.

امریکا او اروپایي اتحادیه حماس یوه تروریستي ډله ګڼي.

قطر له امریکا او مصر سره یوځای د اسراییل او د افراطي ډلې حماس ترمنځ د اوربند او د اسراییلي یرغملو د خلاصون لپاره اصلي منځ‌ګړي دي.

بېلابېلو رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړی و، چې متحدایالتونو له قطر څخه غوښتي چې په‌دې هېواد کې د حماس د سیاسي دفتر فعالیت پای ته ورسوي او قطر تېره اوونۍ دا خبره د حماس مشرانو ته رسولې ده.

پر لبنان د اسراييل بريدونو کې ۳۳ کسان وژل شوي

پر لبنان د اسراييل د بريد يو انځور
پر لبنان د اسراييل د بريد يو انځور

د لبنان پر جنوب د اسرايیل د شنبې ورځې په یو لړ حملو کې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي دي.

دا خبره د لبنان روغتیا وزارت کړې ده.

اسرايیل د ایران له ملاتړه د برخمنې حزب‌الله ډلې خلاف خپله هوايي مبارزه سخته کړې ده.

د لبنان روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د اسرايیل له‌خوا پر بعلبك-الهرمل ساحه په هوايي حملو کې ۲۰ کسان وژل شوې، په‌‌دې ډله کې هغه ۱۱ کسان شامل دي، چې په الكنيسه سیمه کې وژل شوي دي.

۱۳ نور کسان د لبنان په جنوب کې چې حزب‌الله ډله په کې زیات حضور لري، د اسرايیل په نورو حملو کې وژل شوي، چې په هغوی کې ۷ تنه ژغورونکي شامل دي.

د وزارت په وینا ۱۴ نور کسان ټپیان شوي دي.

د لبنان حزب‌الله یوه پوځي سیاسي ډله ده چې د امریکا متحدایالتونه یې د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده، نه سیاسي برخه.

حزب‌الله د جنوبي لبنان پر پراخې برخې کنټرول لري، چې سیاسي برخې استازي یې د لبنان په پارلمان کې هم څوکۍ لري.

اوکرايني چارواکي: د شمالي کوریا ځواکونه له روسي ځواکونو سره يوځای جګړه کې برخه اخلي

د شمالي کوريا پوځيان
د شمالي کوريا پوځيان

د اوکراین یوه لوړ رتبه قوماندان، اولیکساندر سیرسکي پرون ویلي، داسې راپورونه شته چې د شمالي کوریا ځواکونه د روسیې له ځواکونو سره یوځای د جګړې لپاره چمتووالی نیسي.

سیرسکي د امریکا له جګپوړي قوماندان جنرال کریسټورفر کاولي سره د فېس‌بوک په یوه بحث کې دا خبره کړې ده.

هغه ویلي: "موږ ډېر راپورونه لرو چې د شمالي کوریا سرتېري چمتو دي چې د روسیې د ځواکونو تر څنګ په جګړه کې برخه واخلي."

جنرال کریسټوفر کاولي د متحدایالاتو د اروپایي قوماندې مشري کوي.

سیرسکي ویلي، چې د روسیې سره د نږدې ۱۰۰۰ ورځنۍ جګړې په لومړۍ کرښه کې وضعیت "سخت پاتې دی او د زیاتوالي نښې یې تر سترګو کېږي."

د امریکا د متحدهایالتونو دفاع وزارت لس ورځې مخکې ویلي وو، د شمالي کوریا د سرتېرو یوه کوچنۍ قطعه د روسیې په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوې ده.

پنټاګون اندېښنه ښودلې وه چې، ښايي له‌‌دې سرتېرو څخه د اوکرایني ځواکونو پر ضد کار واخیستل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG