افغانستان
د روغتیا نړیوال سازمان د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته په افغانستان کې د ۴۲۰ روغتیايي مرکزونو د بندیدو خبر ورکوي
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې له دې سازمان سره د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته په افغانستان کې ۴۲۰ روغتیايي کلینیکونه بند شوي دي.
ډبلیو، ایچ، او پرون یکشنبې په یوه راپور کې وویل چې د دې روغتیايي مرکزونو د بندېدو په نتیجه کې د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې شاوخوا درې نیم میلیون خلک اغېزمن شوي دي.
په راپور کې راغلي دي چې د افغانستان په ختیځ کې د ۸۰، په جنوب ختیځ کې د ۷۰، په دایکندي او بامیان کې د ۶۷، په شمال ختیځو ولایتونو کې د ۶۲ او په کابل، لوګر او میدان وردګو کې د ۱۱ روغتیايي مرکزونه فعالیتونه درېدلي دي.
د ملګروملتونو د وګړو صندوق د پنجشنبې په ورځ وویل چې د بودیجې د کمښت له کبله به شاوخوا ۶،۳ میلیون افغانان چې اکثر ښځې او نجونې دي، روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي بې برخې شي. د دې ادارې د افغانستان څانګې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه او سیار کلینیکونه د خپل فعالیت بندیدو ته مجبور دي.
په ټول افغانستان کې د پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیلېږي
په پام کې ده چې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پرضد د واکسین کمپاین نن پیل شي.
له پولیو خلاص افغانستان بنسټ پر خپله ایکس په یو بیان کې وايي دا کمپاین به نن د افغانستان په ټولو سیمو کې پیل شي. دې بنسټ له خلکو غوښتي دي چې په افغانستان کې د پولیو د ناروغۍ په له منځه وړلو کې ونډه واخلي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې تراوسه پولیو پکې شته. د راپورونو له مخې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوې دي. په افغانستان کې له څه مودې راهیسې د پولیو واکسین کور په کور نه بلکې اکثرا په جوماتونو کې تطبیقېږي.
پولیو یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې علاج نه لري خو یوازې د واکسین په وسیله یې وقایه ممکنه ده.
په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو خبرداری
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې څانګې خبرداری ورکړی چې سبا (دوشنبه، د غبرګولي ۵مه) به د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې سخت باران وشي.
د دې ادارې په نننۍ مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې د دوشنبې په ورځ په بدخشان، تخار، نورستان، کنړ، ننګرهار، لوګر، خوست، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکندي، غور، بادغیس او میدان وردګو ولایتونو کې د درنو بارانونو، برېښنا او سیلابونو د راتلو احتمال شته.
په مختلفو ځایونو کې به د باران اندازه د ۱۰ او ۳۰ ملی مترو ترمنځ وي.
د اعلان له مخې، په ختیځو، شمالي، لویدیځو او مرکزي ولایتونو کې هم د ۵۰ څخه تر ۱۰۰ کیلومتره په ساعت کې د قوي بادونو تمه کیږي.
د هند حکومت د افغانانو لپاره د ویزو پروسه بیا پیل کړه
د هندو ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند حکومت د افغانانو لپاره د ویزو پروسه بیا پیل کړې ده.
دې هندۍ ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ د مې په ۲۵مه نېټه راپور ورکړی چې دغه هېواد افغانانو ته د سوداګرو او هنرمندانو په ګډون د څو ډوله ویزو ورکول بیا پیل کړي دي.
په اګست ۲۰۲۱ کې، هند په افغانستان کې خپل سفارت او قونسلګرۍ وتړلې او د طالبانو تر واک ته رسیدو وروسته یې د قونسلګرۍ خدمات وځنډول.
د هند حکومت تر اوسه په رسمي ډول افغانانو ته د ویزې ورکولو د بیا پیل په اړه څه نه دي ویلي؛ خو یوې حکومتي سرچینې هندو ورځپاڼې ته ویلي چې د اپریل په وروستۍ اونۍ کې، افغانانو ته د ویزو ورکولو لپاره یوه نوې انلاین طریقه پیل شوې ده.
طالبانو په کابل او لغمان کې یو ویشت تنه عام محضر کې په درو وهلې دي.
طالبانو یو ویشت تنه په عام محضر کې په کابل او لغمان کې په درو وهلې دي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې په دو خبرپاڼو کې د دغو کسانو د تورونو په اړه ویلي دي چې دوی د نامشروع جنسي اړیکو، غلا او د مخدر موادو د قاچاق په تور محکوم شوې دي.
په کابل کې یولس تنو ته او په لغمان کې لسو تنو ته دغه تعزیري سزاګانې پرون ورکړل شوې او دا تورن کسان هر یو د دوی د جرمونو له مخې له پنځو تر شپږو کلونو په بند محکوم شول.
د بشري حقونو ډلو د طالبانو له لورې په عام محضر کې تورنو کسانو ته له دغه ډول تعزیري سزاګانو سره تل مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې دا له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.
د سالنګ د لویې لارې اصلي سړک د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو پرمخ بند شو
د سالنګ د لویې لارې اصلي سړک نن د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو پرمخ بند شو. د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې پاتې چارې پیل شوې دي نو ځکه لوی مسافروړونکي بسونه دې د دې لویې لارې له فرعي سړک څخه چې شپه او ورځ خلاص دی، کار واخلي.
بیان زیاتوي چې باروړونکو موټرو ته په وار سره یوه شپه له شمال څخه جنوب ته او بله شپه له جنوب څخه شمال ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.
په بیان کې دا یادونه نه ده شوې چې د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې چارې به د څومره وخت لپاره دوام وکړي خو له خلکو څخه غوښتنه شوې چې د غبرګولي له دریمې څخه د دې پروژې تر پایه له زغم څخه کار واخلي.
سالنګ د هېواد د شمالي او جنوبي ولایتونو ترمنځ د تماس یوازینۍ لویه لاره ده.
د پاکستان له زندانونو ۲۸۷ تنه افغانان خوشې شول
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو څخه ۲۸۷ تنه بندیان خوشې شوي دي.
دې وزارت نن پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې، د تورخم او سپین بولدک له دروازو د ترلاسه شویو معلوماتو پربنسټ ویلي چې خوشې شوي کسان د روانې غبرګولي میاشتې په لومړۍ او دوهمه نېټه افغانستان ته ورسېدل.
په بیان کې راغلي دي چې دې کسانو له یوې ورځې نیولې تر لسو ورځو پورې د پاکستان په بېلابېلو بندخونو کې تېرې کړې وې.
پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې او په دې ترڅ کې داسې شکایتونه هم کېږي چې د پاکستان پولیس افغان کډوال له لارو او کوڅو نیسي او بیا یې په جبري ډول افغانستان ته ستنوي.
په تهران کې د افغانستان د سفارت قونسلي خدمات تر ناڅرګندې نېټې ځنډېدلي دي
په ایران کې د افغانستان سفارت د قونسلي خدماتو د ځنډولو خبر ورکړی.
دې سفارت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې له نن د غبرګولي له دریمې څخه د پاسپورټونو د تمدید، د پاسپورتونو د صدور او همداراز د واده، طلاق، د ماشوم د زېږېدو، وثیقو او د جرمي عدم مسوولیت په حقوقي برخو کې ټول قونسلي خدمات تر بلې خبرتیا پورې ځنډوي.
په بیان کې د دې پرېکړې علت نه دی ښودل شوی.
په داسې حال کې چې د ایران حکومت له دې هېواده د افغان کډوالو د جبري ستنولو پروسه چټکه کړې، اټکل کېږي چې په تهران کې د افغانستان د سفارت په قونسلي خدماتو کې ځنډ به د راستنېدونکو افغانانو ستونزې زیاتې کړي.
بریتانیايي پوځي تر ۱۵۰۰ د ډېرو افغان پوځیانو د پناه غوښتنلیکونه رد کړي
د بریتانیا دفاع وزارت داسې اسناد محکمې ته سپارلي چې پر اساس یې د دغه هیواد یوه پوځي افسر د ځانګړو ځواکونو له خوا د افغان ځواکونو د بیا میشتېدو ۱۵۸۵ غوښتنلیکونه رد کړي دي.
دغه افسر د تیر کال له دوبي راهیسې د خپلو پخوانیو افغان همکارانو هر هغه غوښتنلیک په چټکه رد کړی چې ورته سپارل شوی و.
رویټرز خبري اژانس پرون (جمعه) په یوه راپور کې وویل، د بریتانیا دفاع وزارت محکمې ته ویلي چې د دغه افسر کړنې ښايي له هغو څېړنو سره تړاو ولري چې د بریتانیا د ځانګړو هوایي ځواکونو له خوا په افغانستان کې د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه حاضردمه ترسره کېږي.
راپورونه وايي چې دغه افسر د هغو افغان پوځیانو غوښتنلیکونه رد کړي، چې له بریتانیايي ځواکونو سره د همکارۍ معتبر اسناد لري.
ناتالي مور، چې په بریتانیا کې د افغانانو د بیا مېشتولو د ډلې مشره ده، د افغانانو د غوښتنلیکونو د ډلهيیز رد له امله اندېښنه ښودلې او محکمې ته یې په یوه لیک کې ویلي، کېدای شي ځانګړو ځواکونو د خپلو پخوانیو افغان همکارانو د دوسیو د ارزونې پر مهال د «اتوماتیک رد» له تګلارې کار اخیستی وي.
هغې زیاته کړه، دا احتمال شته چې ځانګړو ځواکونو د غوښتنلیکونو د ډلهيیز رد یوه نهاعلان شوې تګلاره غوره کړې وي.
افغان کمانډو ځواکونه، چې د "ټریپلز" په نوم پېژندل کېږي، په کلونو د بریتانیا له ځانګړو هوایي ځواکونو او نورو پوځي ماموریتونو سره په افغانستان کې همکاري کړې وه.
دغه افغان ځواکونه له هغه وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د انتقاماخیستنې له جدي خطر سره مخامخ شول.
لا هم په افغانستان کې د پخواني شوروي ۴۷ پوځیان پاته دي
په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد په مهال د جنګېدلو روسي پوځیانو د اتحادیې مشر وايي، لا هم د پخواني شوروي ۴۷ جنګي اسیران په افغانستان کې پاتې دي.
فرانڅ کلینڅویچ وویل، د روسیې ځانګړي خدمات، په تېره د روسیې امنیتي اداره (FSB)، دا موضوع تعقیبوي او د دغو اسیرانو برخلیک څېړي.
خو کلینڅویچ «اې آی ایف» خبري آژانس ته په مرکه کې ویلي چې دا ټول کسان نه غواړي بېرته روسیې ته ستانه شي، ځکه هغوی اوس په افغانستان کې کورنۍ لري.
د کلینڅویچ په خبره، له دې مخکې یو تن پخوانی شوروي سرتېری چې په افغانستان کې پاتې و، بېرته مسکو ته تللی و، خو د خپلو اولادونو له امله بېرته افغانستان ته ستون شو.
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د پنجشنبې په ورځ، (د جوزا میاشتې په ۱مه) په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد یو پاته سرتېری، سرګي کراسنوپروف، له څلوېښتو کلونو وروسته له افغانستانه مسکو ته ولاړ. هغه اوس غواړي روسي اسناد تر لاسه کړي او خپله کورنۍ هم له افغانستانه روسیې ته بوځي.
د راشا ټوډې د راپور له مخې، سرګي کراسنوپروف پرون؛ جمعه (د جوزا ۲مه) له خپلې مور سره لیدلي. هغه ویلي چې طالبانو د ده پاسپورت لغوه کړی دی.