د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۸

افغانستان

تاجکستان هیلمن دی چې د کاسا زر ځنډیدلې پروژه پلې شي

په تاجکستان کې څلورو هیوادونو د یو میلیارډ په ارزښت د کاسا زر پروژې د پيلیدو پرانیستنه وکړه. ارشیف
په تاجکستان کې څلورو هیوادونو د یو میلیارډ په ارزښت د کاسا زر پروژې د پيلیدو پرانیستنه وکړه. ارشیف

د تاجکستان د اوبو او انرژۍ وزارت پرون هیله ښکاره کړه چې د کاسا زر پروژې چارې به د راتلونکي میلادي کال تر پایه بشپړې شي او پاکستان ته به زر میګاواټه بریښنا انتقال شي.

د کاسا زر پروژې چارې د افغانستان د جمهوري نظام پرمهال پيل شوې وې چې یو زر او ۳۰۰ میګاواټه برېښنا له قرغیزستان او تاجکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال شي. د شوي تړون له مخې د دې پروژې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا به په افغانستان کې لګول کېږي او ۱۰۰۰ میګاواټه به یې پاکستان ته ټرانزيټ شي.

جرمني نیت لري چې رد شوي کډوال دریم هیواد ته واستوي

افغان کډوال
افغان کډوال

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي، هیلمن دی چې اروپایي تولنه موافقه وکړي چې هغه رد شوي کډوال چې خپل هیواد ته نه شي تلی، اصلي هیواد ته څیرمه دریم هیواد ته واستول شي.

رویټرز اژانس پرون د جرمني د کورنیو چارو د وزیر الکساندر دوبریندت په وینا خبر ورکړ چې وایي، دریم هیواد ته د رد شویو کډوالو تګلاره هغه وخت اغیزمنه کیدای شي چې ټولې اروپا ته دا وړاندیز د منلو شي.

د جرمني صدراعظم فریدیښ میرز د فبروري تر انتخاباتو مخکې د انتخاباتي کمپاین پرمهال له خپل ولس سره ژمنه کړې وه چې له واک ته رسیدو سره سم به دا هڅه کوي چې د کډوالو کچه راټیټه کړي.

تر اوسه داسې دریم هیوادونه نه دې مشخص شوي چې دې ته چمتو وي چې کډوال ومني.

بینټ؛ د تیر پرتله د طالبانو له خوا د بدني سزاوو عملي کیدل زیات شوي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینټ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ یو ځل بیا د طالبانو له خوا د بدنۍ سزاوو پلي کیدل غندلي دي.

ښاغلي بینټ نن دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې/ پخواني ټویټر لیکلي، "طالبانو تیره اونۍ ۶۳ نارینه او څلور ښځې په عام محضر کې په درو وهلي دي".

بینټ له طالبانو غوښتي چې د دې سزاوو پلي کیدل په فوري ډول ودروي.

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي د طالبانو له خوا د بدني سزاوو عملي کیدل له نړیوالو قوانینو سرغړونه یاده کې او ویلي دي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې د دې سزاوو عملي کیدل د نورو کالونو پرتله زیات شوي دي.

بل پلو، په بدخشان کې د طالبانو سترې محکمې نن دوشنبې یو تن د الکولي مشروباتو په جرم په ۳۹درو او دوه کاله تنفیذي بند محکوم کړی دی.

د لوی اختر په مناسبت په ټول افغانستان کې څلور ورځې عمومي رخصت دی

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو وزارت د لوی اختر په مناسبت د راتلونکې اونۍ څلور ورځې عمومي رخصت اعلان کړی دی.

د هغه مکتوب پر بنسټ چې دې وزارت نن دوشنبې رسنیو ته استولی د روانې غبرګولي میاشتې له ۱۷مې تر ۲۰ مې په ټول افغانستان کې عمومي اعلان شوی دی.

د طالبانو حکومت د غبرګولي ۱۶مه عرفه او د شنبې ورځ د غبرګولي ۱۷مه لوی اختر اعلان کړی.

بل پلو، د عربستان په ګډون په ډیرو اسلامي هېوادونو کې پنجشنبې عرفه او جمعه د لوی اختر لومړی ورځ اعلان شوې ده.



هند کې سیلابونو ۳۴ تنه مړه کړي

آرشیف
آرشیف

په هند کې د سختو بارانونو او ځمکې ښویدونې له کبله ۳۴ کسان مړه شوي دي.

رویترز خبري اژانس نن دوشنبې د هندي چارواکو په حواله ویلي، د هند په شمال ختیځو سیمو کې د تیرو څو ورځو د سختو بارانونو او ځمکه ښویدلې له کبله ۳۴ کسان مړه او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په خبره، د هیمالیا په سیکیم ایالت او شاوخوا نورو سیمو کې زرګونه سیلانیان بند پاتې چې د ژغورنې هڅې يې روانې دي.

چارواکو په راتلونکو څو ورځو کې د هند په شمال ختیځو سیمو کې د بارانونو له امله د ناڅاپي سیلابونو د راوتو او ځمکې ښویدنې خبرداری ورکړی دی.

بل پلو، د هند په ګاونډ بنګله دیش کې هم د سختو بارانونو له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي دي.

روسیې د طالبانو د سفیر نوماندي منلې

متقي د روسیې له سفیر سره
متقي د روسیې له سفیر سره

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې روسیې په رسمي ډول په مسکو کې د دوی د نوي سفیر نوماندي منلې ده.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د یکشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته په دې اړه یو یادښت وسپاره.

دا روښانه نه ده چې څوک به په روسیه کې د طالبانو د سفیر په توګه وټاکل شي.

که څه هم روسیه د طالبانو له رژیم سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري، خو لا تر اوسه یې د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر په رسمیت نه دی پیژندلی.

اریانا سعید دوه جایزې ګټلي

آریانا سعید
آریانا سعید

د افغانستان مشهورې سندرغاړې او د ښځو د حقونو فعالې اریانا سعید د داف باما د موسیقۍ له نړیوال فستیوال څخه دوه جایزې ترلاسه کړې.

اریانا سعید پرون ناوخته په خپل انسټاګرام پاڼه کې د جایزو اعلان وکړ او لیکلي یې دي: "نه یوازې د 'افغانستان د غوره هنرمندې' د جایزې ترلاسه کول بلکې د باما بشردوستانه جایزه هم یو ویاړ دی چې زه به کلونه پرې ویاړم."

هغې زیاته کړه چې په یاد فستیوال کې یې د افغانستان استازیتوب وکړ.

دا فستیوال د شنبې په ورځ، د مې په ۳۱مه، د جرمني په اوبرهاوسن کې د نړۍ د ګڼو هنرمندانو په ګډون ترسره شو.

د داف باما فستیوال د موسیقۍ نړیوال مراسم دي چې د مختلفو ملیتونو، ژبو او د موسیقۍ د بیلابیلو سبکونو هنرمندان ستايي.

د طالبانو حکومت او پاکستان هوکړې ته رسېدلي چې د خپلو ډپلوماټیکو ماموریتونو کچه له شارژدافیره سفیر ته لوړه کړي

د طالبانو د حکومت او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران
د طالبانو د حکومت او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په همدې موضوع د پاکستان له مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر اسحق دار سره نن خبرې کړي.

متقي د دې پرېکړې هرکلی کړی او هیله یې ښوولې چې له شارژدافیره د سفیر کچې ته د ډپلوماټیک ماموریت د لوړولو کارونه ژر بشپړ شي.

که څه هم پاکستان له لومړنیو هېوادونو وو چې د طالبانو ډپلوماټ یې ومانه خو لا د سفیر په کچه استازي نه لري بلکې دواړه هېوادونه ډپلوماټیکې چارې د چارسمبالي او شارژدافیر په مټ مخته بیایي.

اسحق دار هم دا پرېکړه ستایلې او ویلي یې دي چې په دې سره به په اقتصاد، امنیت او سوداګرۍ کې د پاک – افغان همکارۍ زیاتې شي.

یوې زلزلې د تخار مرکز او شاوخوا سیمې لړزولي

یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه شپږ و، د تخار مرکز تالقان او شاوخوا سیمې لړزولي.

د ولکینو دیسکوري ویبپاڼې د راپور له مخې دغه زلزله تېره نیمه شپه ( د جوزا یولسمه) د تالقان ښار په ۴۴ کیلو متري واټن کې پیښه شوې.

تراوسه د زلزلې د احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو د حکومت اړوندو چارواکو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تاجکستان د افغان کډوالو جبري ستنول ګړندي کړي، تېره اونۍ یې پنځوس کندز ته را اړولي

د افغانستان په بدخشان کې د تاجکستان او افغانستان ګډ بازار، ارشیف
د افغانستان په بدخشان کې د تاجکستان او افغانستان ګډ بازار، ارشیف

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، تاجکستان په دې وروستیو کې له هغه هېواده د افغانانو د جبري ستنولو پروسه ګړندۍ کړې ده.

دغه وزارت پرون شنبه ( د جوزا لسمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تاجکستان یوازې د روانې میاشتې په ۷ او ۸ نیټې نژدې پنځوس افغانان پر شیرخان بندر کندز ولایت ته را اړولي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په را ایستل شویو کسانو کې ۳۶ یې د تاجکستان د اقامې پیژندپاڼې او ۱۲ نورو یې د تاجکستان قانوني ویزې درلودې.

طالب چارواکو ویلي چې د دغو افغانانو د اخراج لامل لا روښانه نه دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې خپرې شوي، شاوخوا لس زره افغان کډوال په تاجکستان کې اوسیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG