د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۹

افغانستان

ریچارډ بنیټ: د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورورکونکی ریچارډ بنیټ وايي، د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده.

هغه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په ۵۸مه ناسته کې، پنجشنبې ناوخته د(فبرورۍ۲۷مه) د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کاوه وویل،" که پر طالبانو نظارت ونه شي د دې امکان شته چې دا ډله د بشري حقونو ضد اقدامات نور هم پراخ او ژرو کړي، ښايي طالبان د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، مذهبي او قومي لږکیو پر وړاندې له تبعیض او ظلم څخه کار واخلي".

بینټ په خپلو خبرو کې وړاندې وویل، " د طالبانو د ظلمونو د دوامداره مخنيوي لپاره دې د نړیوالو اصولو سره سم د مدني ټولنو ملاتړ وشي".

د بنیټ په ټکو، نړیواله ټولنه دې داسې اصولو رامنځه کړي چې پر بنسټ يې له طالبانو سره د تعامل د عادي کیدو مخه، بشري حقونو او نړیوالو اصولو ته په پام وشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړی راپورورکونکي ټینګار وکړ، که چیرته د طالبانو پر ضد د نړیوالې ټولنې له خوا اقدام ونشي، او تیر تاریخ بیا تکرار شي، د هغه په ټکو چې پایلې به يې نه یوازې افغانستان بلکې نړۍ ته ویجاړونکي وي.

بینټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ناستې وړاندې ویلي و، "په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا کړکیچن او ژور شوی دی".

د بینټ په خبره، د طالبانو امربالعمروف وزارت د قانون د پلي کیدو له کبله د بشري حقونو پراخې سرغړونې کړي دي.

د نوموړي په خبره، دا وضعیت په نړۍ کې ساری نه لري او د بشري جنایتونو ترسره کولو ته زمینه برابروي.

برتانوي صدراعظم کیر سټارمر له ولسمشر ټرمپ سره واشنګټن ته تللی

ټاکل شوې د بریتانیا صدراعظم سټارمر د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره وګوري او هغه وهڅوي چې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې د بریتانیا صدراعظم سټارمر د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره وګوري او هغه وهڅوي چې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.

د برتانیا صدراعظم کیر سټارمر د چهارشنبې په ورځ (د فیبرورۍ ۲۶مه) د هېواد د دفاعي بودیجې د زیاتوالي له اعلان وروسته واشنګټن ته سفر وکړ.

د اسوشیټیډ پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، لکه څنګه چې واشنګټن هڅه کوي د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، ښاغلی سټارمر هیله لري چې دا سفر به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ قانع کولو کې مرسته وکړي، څو د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.

د سټارمر سفر د امریکا بهرنۍ پالیسي بدلون ته په کتو ترسره شوی

واشنګټن ته د برتانیا د صدراعظم سفر په داسې حال کې شوی چې ولسمشر ټرمپ د خپلې دویمې ولسمشرۍ په لومړیو اونیو کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په بدلون لاس پورې کړی دی.

په ورته وخت کې، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د دې اونۍ په پیل کې واشنګټن ته تللی و او هلته یې له ولسمشر ټرمپ سره لیدلي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې کییف به په خبرو اترو کې ونډه ولري او امریکا به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه د ( ناکامه) وتنې هر اړخ څیړو

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګست د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د کابینې په غونډه کې
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګست د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د کابینې په غونډه کې

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګست وایي، دوی له افغانستانه د خپلې " ناکامې" وتنې هر اړخ په بشپړ ډول څيړي.

نوموړي پرون د کابینې په غونډه کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په کې و وویل، پلان لري چې له افغانستانه د وتلو پوره حساب کتاب وکړي.

د دفاع د وزیر د خبرو پر مهال ډونالډ ټرمپ بیا وویل، د هغې ډلې په کارونو کې لوی پرمختګ نشته چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو بهیر ارزوي.

د ټرمپ ادارې د خپلو کمپاینونو پر مهال هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکې کړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه واک ته د طالبانو له بیا رسیدو وروسته امریکا خپل ټول ځواکونه د دوه اونیو په ترڅ کې له افغانستانه وایستل.

د تخلیې د همدې عملیاتو پر مهال داعش د کابل هوایي ډګر مخته یو برید وکړ چې د لسګونه افغانانو په ګډون یې ۱۳ امریکایي سرتیري ووژل او یوشمېر یې ټپیان کړل.

د بایډن ادارې بیا له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د وتلو ننګه کړې وه.

د بریتانیا پارلمان، له ښځو سره د طالبانو چلند وحشیانه وباله

د بریتانیا پارلمان په یوه غونډه کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند «وحشتناک» بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو فرمانونه «وحشیانه» دي او باید لغوه شي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د بریتانیا پارلمان په دې اړه د چهارشنبې په ورځ خپره کړې، راغلي دي: «موږ له خپلو نړیوالو شریکانو سره په جدي توګه کار کوو، چې پر طالبانو ګډ فشار وساتو. د طالبانو ظلم او غیر انساني چلند باید ټول موږ ته وحشتناک ښکاره شي، او بې له شکه، موږ ټول پر طبي زده کړو د طالبانو بندیز غندوو.»

د بریتانیا پارلمان زیاتوي چې د طالبانو چلند له ښځو او نجونو سره د کرکې وړ دی، او باید د دې چلند په وړاندې جدي فشار راوړل شي.

طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، د ښځو ډېری حقونه او ازادۍ محدودې یا منع کړې دي، او ښځې او نجونې یې د کار او زده کړو په شان له لومړنیو حقونو بې برخې کړي دي.

د کانګریس غړي: لا هم هره اوونۍ افغانستان ته ۴۰ میلیون ډالره مرسته استول کېږي

د امریکا د کانګریس دوه غړي، ټیم برچټ او مارجوري ټیلر ګرین، وايي چې لا هم هره اوونۍ ۴۰ میلیون ډالر افغانستان ته استول کېږي.

د تنسي ایالت استازي، ټیم برچټ، ادعا وکړه چې افغانستان ته په چارتر الوتکو کې وړل کېدونکې نغدې پیسې په نهایت کې د طالبانو او القاعده لاس ته لوېږي.

برچټ د امریکا د کانګریس د غړیو په منځ کې د طالبانو سخت منتقد دی.

له بلې خوا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا پخواني سرمفتش جان سوپکو د سې شنبې په ورځ د هسپانیا په مادرید کې د هرات په امنیتي کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو راوروسته متحدو ایالتونو پر افغانستان تر ۲۱ میلیارد ډالره زیاتې پیسې لګولي دي.

د جان سوپکو اشاره هغو پیسو ته هم ده چې له افغانستانه د لسګونو زره افغانانو په ایستلو او په متحدو ایالتونو کې د هغو پر ځای پر ځای کولو یې لګولي دي.

سوپکو په عین حال کې وویل، سره له دې چې د ولسمشر ټرمپ حکومت بهرنۍ مرستې ځنډولي، امریکا لا هم هره اوونۍ افغانستان ته مرستې لیږي.

پاکستاني چارواکی: د تورخم بندېدو سوداګرو ته ۱۲ میلیون ډالره زیان اړولی

د پاکستان ګمرکي چارواکو پرون (چهارشنبې) وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د یوه مهم مځکني بندر د بندېدو له کبله دوه اړخیز تجارت ته ۱۲ میلیوه ډالره زیان اوښتی دی.

د تورخم بندر، چې خیبر پښتونخوا ایالت له ننګرهار ولایت سره نښلوي، د شنبې له ورځې راهیسې تړل شوی دی. د دې لارې د بندېدو دلیل د افغان لوري له خوا د نوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر شخړه بلل شوې ده.

د دواړو خواوو ترمنځ د دې لارې د پرانیستلو پر سر خبرو تراوسه نتیجه نه ده لرلې.

په تورخم کې د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط جیونیوز تلویزیون ته وویل چې په تېرو پنځو ورځو کې د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته ۱۲ میلیون ډالره زیان اوښتی دی.

تورخم د دواړو ګاونډیو هېوادونو له ۱۸ سرحدي دروازو څخه یوه ده.

اتلانو جام، افغانستان انګلستان ته ۳۲۶ منډې هدف ورکړ

د انګلستان او افغانستان لوبه، ابراهیم ځدراڼ ۱۷۷ منډې وکړې
د انګلستان او افغانستان لوبه، ابراهیم ځدراڼ ۱۷۷ منډې وکړې

د چمپینز ترافۍ یا اتلانو جام د لوبو په دوام، افغانستان انګلستان ته د ۳۲۶ منډو هدف ورکړ.

افغان لوبډلۍ د نننۍ لوبې پچه وګټله او د بیټینګ یا توپ وهلو پریکړه یې وکړه.

که څه هم افغان لوبډله په لومړي سر کې یو څه تر فشار لاندې وه او درې ویکټې یې ژر ژر ولوېدې، خو وروسته بیا دوی لوبه کنټرول کړه او نسبتا ښه هدف یې سیالې لوبډلې ته ورکړ.

ابراهیم ځدراڼ ۱۷۷ منډې وکړې او د لوبې فشار یې تر ډيره پر خپله اوږه واخیسته.

لږه شیبه وروسته به انګلستان توپ وهنه پيلوي.
نننۍ لوبه د دواړو دغو لوبډلو لپاره مهمه ده او بریا یې په دغه جام کې د پاته کېدو لامل کیږي.

ډبلیو.ایف.پي: د مرستو کمښت تر ډيره افغان ښځې او ماشومان اغیزمن کړي

د افغانانو د ناچارۍ یوه څنډه، ارشیف
د افغانانو د ناچارۍ یوه څنډه، ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي، چې افغانستان ته د بشري مرستو کمښت تر ټولو زیاتې ښځې زیانمنوي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د سې شنبې په ورځ، د فبروري په ۲۵مه، ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید افغانستان هېر نه کړي.

د آسیا پاسفیک حوزې لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال سمیر وانملي په یوه ویډیویي پيغام کې ویلي، دوی باید ډاډ ترلاسه کړي چې نړۍ افغانان نه دي هیر کړي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا (OCHA) په خپل وروستي راپور کې ویلي ، چې د دوی ځینې بشري پروګرامونه د زده کړې، خوراکي مرستو، روغتیا، خوارځواکۍ او په افغانستان کې د اړمنو خلکو لپاره د سرپناه په برخو کې د ۲۰۲۵ کال د جنوري او مارچ ترمنځ د تمویل کمښت له خطر سره مخ دي.

یونسف: د روغتیایي‌سیستم د فعال ساتلو لپاره یې د ملاتړ یوه پروژه پيل کړې

د کندهار میرویس روغتون کې د یوه خوارځواکه ماشوم بستر ته ناسته مور، ارشیف
د کندهار میرویس روغتون کې د یوه خوارځواکه ماشوم بستر ته ناسته مور، ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي چې دوی او شریکان یې په افغانستان کې داسې یوه پروژه پر مخ بیایي چې د روغتیایي خدمتونو ۷۵ سلنه ملاتړ په کې کیږي.

دوی وایي چې د دغې پروژې ډير تمرکز پر ښځو او ماشومانو دی.

دې سازمان په یوه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ، د فبروري په ۲۵مه خپور شو، ویلي چې دا اقدام یې له بدلونونو په ډکو حالاتو کې یې د روغتیایي سیستم د ساتنې په هدف ترسره کړی دی.

د راپور له مخې، دا پروژه به په ټول افغانستان کې ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونه پرانیستي وساتي، چې په هغو کې ۹۶ هغه بشپړ مجهز روغتونونه شامل دي چې د ولایتونو په مرکزونو کې دي.

تر دې مخکې، د " هیلټ کلسټر" په نوم د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکي سازمان تېره اونۍ په یوه راپور کې وویل چې د امریکا د مرستو د ځنډېدو له امله ۲۰۴ میلیونه افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې شوي دي.

په اتلانو جام کې د افغانستان او انګلستان لوبه پیل شوه، افغان لوبډله بیټنګ کوي

د افغانستان-انګلستان د نننۍ لوبې نندارچیان
د افغانستان-انګلستان د نننۍ لوبې نندارچیان

د چمپینز ټرافي یا اتلانو جام د سیالیو په دوام، د افغانستان او انګلستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه نن پیل شوه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

دا لوبه د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې ترسره کیږي.

د نن ورځې لوبه د افغانستان او انګلستان لوبډلو لپاره مهمه ګڼل کېږي ځکه چې بایلونکې لوبډله به د چمپینز ټرافي څخه بهر شي.

تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې د ۱۰۷ منډو په توپیر وبایلله.

د انګلستان لوبډلې هم په دې جام کې په خپله لومړۍ لوبه کې د اسټرالیا په وړاندې ماتې وخوړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG