افغانستان
د بخښنې نړیوال سازمان: د انترنیټ بندېدا د افغانانو بشري کړکېج نور هم زیاتوي
د بخښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د انټرنټ عمومي بندیز وغانده او هغه یې «یو غیرمسئولانه اقدام» وباله چې د هېواد بشري کړکېچ نور هم ژوروي او د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
د بخښنې ړ نړیوال سازمان د جنوبي آسیا سیمهییزې مشرې، سمریتي سینګ، ویلي: «په ټول هېواد کې د طالبانو لهخوا د انټرنټ بندول یو غیرمسوولانه اقدام دی چې د بشري مرستو پر رسولو، روغتیایي خدمتونو او نورو حیاتي خدماتو پراخ منفي اغېز کوي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې افغانستان له څو بشري کړکېچونو سره مخامخ دی چې نژدې نیمایي وګړي یې اغېزمن کړي دي.»
هغې زیاته کړه چې اړیکې او معلوماتو ته لاسرسی د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره حیاتي ارزښت لري، او د طالبانو دا پرېکړه د معلوماتو پر ازاد بهیر فشار لا پسې زیاتوي، څو نړۍ د روانو سرغړونو څخه ناخبره پاتې شي.
سینګ خبرداری ورکړی چې دغه بندیز تر ټولو ډېر افغان ښځې او نجونې زیانمنوي؛ هغه کسان چې لا هم له شپږم ټولکي پورته زدهکړې محرومې دي او ډېرې یې یوازې د انلاین زدهکړو له لارې خپلو درسونو ته دوام ورکوي. هغې ټینګار وکړ: «دغه بندیز د هغوی د زدهکړې وړتیا ګډوډوي او په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی.»
د انترنیټ له پرچاوۍ وروسته د ګڼو تلویزیوني چاینلونو انلاین خپرونې درېدلې
د افغانستان د انټرنټ او مخابراتي خدمتونو له عمومي بندیز وروسته د ډېرو ټلویزیوني چینلونو انلاین خپرونې هم بندې شوې دي.
هغه شبکې چې پخوا یې خپرونې انلاین وړاندې کولې لکه طلوع، لمر، طلوع نیوز، شمشاد، او یو شمېر ولایتي چاینلونه، اوس د انلاین خپرونو له لارې نه لیدل کېږي. خو د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ لکه ملي رادیو ټلویزیون (RTA)، معارف او RTA سپورت لا هم په انترنیټ کې لیدل کېږي.
د انټرنټ او مخابراتي خدماتو بندیز د طالبانو د مخابراتو د تنظیم ادارې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پرېکړه وه.
ځینې سرچینې وایي، کېدای شي محدود خدمتونه وروسته بېرته فعال شي، خو د طالبانو د مشر په امر د چټک انټرنټ او نوري فایبر شبکې ټول فعالیتونه په بشپړ ډول ځنډول شوي دي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی: په افغانستان کې د انټرنیټ پرې کیدو ته ډیراندیښمن یم
په افغانستان کې د طالبانو له خوا د انټرنیټ د بندیدو په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړې استازي ریچارډ لینډسي په دې اړه جدي اندیښنه ښودلې. نوموړې د سې شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، په افغانستان کې د انټرنیټ بندیدو او د نړیوالو الوتنو د لغوه کیدو راپورونو ته دی ډیر اندیښمن دی. د هغه په وینا دا به د افغانستان د وګړو لپاره جدي او زیان رسونکې پایلې ولري. هغه هم له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې مخابراتي خدمات بیرته پیل کړي.
ریچارډ بینیټ: که د انټرنیټ پرې کیدل دوام وکړي، د بشري حقونو لپاره به پراخې پایلې ولري
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بینیټ وایي، که په افغانستان کې انټرنیټ سمدستي بیرته ونه نښلول شي نو هغه به نه یوازې، په تیره د ښځو او نجونو ورځنی ژوند زیانمن کړي بلکې ورسره به د سوداګرۍ زیانونه، کمزوری اقتصاد لا مخ په زوړاو د بشري حقونو لپاره به پراخې پایلې ولري. ښاغلي بینیټ د سې شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې په افغانستان کې د انټیرنیټي خدمتونو د بندیدو په اړه د ملګروملتونو د بشري حقونو د دفتر بیان بدرګه کړې. په هغه بیان کې ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا په ټول هیواد کې د انټرنیټ بندول په دې هیواد کې پربشري حقونو خورا جدي اغیزې کوي. د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر وایي، دغه اقدام له روغتیا او زده کړې څخه نیولې تربانکدارۍ پورې د ورځنیو فعالیتونو لپاره د مهمو معلوماتو وړیا جریان محدودوي. د دې دفتر په وینا دا په ځانګړې توګه هغه ښځې او نجونې چې له مخکې له عامه ژوند څخه ایستل شوي، لا اغیزمنوي. د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر د انټرنیټ د سمدستي بیرته نښلولو غوښتنه کوي. د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه رسمي څرګندونې ندي کړي خو له دې مخکې یې یوشمیرچارواکو د هیواد په یوشمیرولایتونو کې د نوري فایبرد شبکې د بندولو په اړه ویلي چې دا کار یې د منکراتو د مخنیوي لپاره کړی دی.
ایټالیا په بشري برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړه
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق اعلان کړی چې ایټالیا ورسره د دوه میلیونه یورو مرسته کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو دغهَ صندوق پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه مرسته د دوه اعشاریه درې میلیونه امریکایي ډالرو معادل ده.
په دې اړه په خپاره شوي بیان کې راغلې دي چې دا مرسته به په افغانستان کې په مخدر موادو د روږدو کسانو پر درمنلې ولګول شي.
د ملګرو ملتو د دوه زره پنځه ویشتم کال د راپور له مخې په افغانستان کې د دې سربیره چې د یوشمیر روږدو کسانو درملنه شوې ده لاهم شاوخوا اووه ویشت زره کسان په سخته او درنه نشه اخته دي.
ملګرو ملتو پر طالبانو غږ وکړ چې سمدستي د انټرنټ بندیز لرې کړي
په افغانستان کې د نوري فایبر انټرنټ له بندیدو وروسته ټیلفوني او مخابراتي اړیکي قطع شوې دي.
رویټرز اژانس څرګندوي چې طالبانو تر دې دمه هیڅ توضیح نه ده ورکړې خو تر دې مخکې یې انلاین فحشا ته اندیښنه ښکاره کړې وه.
یوناما نن په یوه بیان کې له طالبانو وغوښتل چې سمدستي د انټرنټ او ټیلفوني خدماتو بندیزونه لرې کړي.
د انټرنټ د څار یوې نړیوالې ادارې( نیټ بلاکس) ویلي دي چې انټرنټ په افغانستان کې د څو مرحلو په ترڅ کې قطع شوی او طالبان د خپل فکر د اخلاقي اقداماتو د پلي کیدو په لور روان دي.
بل لور ته په افغانستان کې د انټرنیټ له پرچاوۍ سره همهاله کابل ته د نړیوالو الوتکو پروازونه له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوي دي.
د هوایي ټرافیکو د څار یو نړیوال ویبسایټ ( فلایټ رادار ۲۴) ښيي چې نن سه شنبه کابل ته پنځه نړیوالې الوتنې لغو شوي چې درې یې له دوبۍ او دوه نورې له استانبول او مسکو څخه پلان شوې وې.
د دغه ویبسایټ د معلوماتو له مخې له کابل څخه هم نن دوبۍ ته دوه او ستانبول ته یوه پلان شوې الوتنه لغوه شوې ده.
د کابل هوایي ډګر ته نن اکثره نړیوالې الوتنې لغو شوي، کورني پروازونه بیا په خپل ځای دي
په افغانستان کې د انټرنیټ له پرچاوۍ سره همهاله کابل ته د نړیوالو الوتکو پروازونه له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوي دي.
د هوایي ټرافیکو د څار یو نړیوال ویبسایټ ( فلایټ رادار ۲۴) ښيي چې نن سه شنبه کابل ته پنځه نړیوالې الوتنې لغو شوي چې درې یې له دوبۍ او دوه نورې له ستانبول او مسکو څخه پلان شوې وې.
د دغه ویبسایټ معلومات ښيي چې له کابل څخه هم نن سه شنبه دوبۍ ته دوه او ستانبول ته یوه پلان شوې الوتنه لغو شوې ده.
لغو شوې الوتنې تر ډیره د نړیوالو شرکتونو له هغې ډلی ترکیش او فلای دبۍ پروازونه دي.
یوشمیر بهرنیو ښارونو له هغې ډلې نوي ډیلي، ستانبول، جدې او ریاض ته بیا نن پروازونه پلان شوي چې دا خدمتونه تر ډیره د کام ایر او اریانا هوایي شرکتونو له خوا ترسره کیږي.
د افغانستان لویو ښارونو ته هم د دغو کورنیو هوایي شرکتونو الوتنې پر خپل ځای دي او په ظاهره له کوم خنډ سره نه دي مخ شوي.
په بن کې د افغانستان د کونسلګرۍ ډيپلوماتانو ډله ییزه استعفا اعلان کړې
د جرمني په بن ښار کې د افغانستان د جنرال کونسلګرۍ ډيپلوماتانو نن دوشنبه ( د تلې ۷مه) ډله ییزه استعفا اعلان کړې ده.
د دغې کونسلګرۍ سرپرست حامد ننګیالي کبیري ازادۍ راډیو ته وویل چې د دغې استعفا لامل د دوی اډانې ته د کوربه هېواد له خوا د طالبانو د یوه ډيپلومات ور معرفي کول دي.
کبیري زیاته کړه چې له دې اعلان سره سم یې د کونسلګرۍ منقوله او غیر منقوله شتمني، وسایل او تجهیزات د جرمني بهرنیو چارو وزارت ته سپارلی دي.
د پخواني جمهوري نظام دغه ډيپلوماتان وایي، د طالبانو حکومت نړیوال مشروعیت نه لري، نو ځکه دوی ته یې په کونسلګرۍ کې د ډيپلومات مقررېدل هم د منلو نه دي.
طالبانو څه باندې دوه میاشتې وړاندې برلین ته دوه کونسلي ماموران د کوربه هېواد په خوښه ولېږل چې یو هغه یې په برلین کې په سفارت او بل هغه یې د بن په کونسلګرۍ کې کارکولو ته معرفي شوي دي.
د بن کونسلګرۍ د اروپا، استرالیا او کاناډا افغانانو ته کونسلي او تخنیکي مرستې برابرولې.
کابل او نورو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنیټ په پراخه کچه پرچاو شوی
د راپورونو له مخې په کابل او یوشمېر نورو سیمو کې له نن مازدیګر راهیسې د نوري فایبر انټرنیټ ته لاسرسی په پراخه توګه پرې شوی.
د نیټ بلاکس په نوم یوه ویبپاڼه چې نړۍ کې د انټرنیټ جریان څاري، راپور ورکوي چې دا مهال د نوري فایبر انټرنیټ ته لاسرسی ۷۰ فیصده محدود شوی او کابل کې یې اغیز ډېر محسوس دی.
بل لورته د افغانستان یوشمېر کورنیو رسنیو له هغې ډلې طلوع نیوز هم ورته راپورونه ورکړي دي.
طلوع نیوز لیکلي، د نوري فایبر د انټرنیټ له قطع کېدو سره به د موبي ګروپ د ټلویزیوني او راډیویي چینلونو خپرونې هم متاثره شي.
د انټرنیټ دا پرچاوي وروسته تر هغه راغلې چې د راپورونو له مخې د طالبانو د حکومت مشرتابه د انټرنیټ له وړاندې کوونکو څخه د دغه محدودیت غوښتنه وکړه.
سرچینې: د محمد رحیم الافغاني په نوم زنداني ژر له ګوانتانامو قطر ته لېږدول کیږي
د طالبانو د حکومت دوو باخبره سرچینو ازادي راډيو ته وویل چې د ګونتانامو ( وروستی افغان زنداني) محمد رحیم الافغاني به ژر قطر ته ولېږدول شي.
دغو سرچینو چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نومونه نه شو اخستلی ویلي، د الافغاني کورنۍ په قطر کې ورته په تمه ده.
له دوی څخه یوې سرچینې دا خبره هم وکړه چې د طالبانو حکومت به ژر په دې اړه یوه رسمي اعلامیه هم خپره کړي.
تراوسه معلومه نه ده چې هغه به دقیقا په کومه ورځ قطر ته ورسیږي.
د راپورونو له مخې نوموړی ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان لاهور ښار کې ونیول شو او لږ وروسته بیا د کیوبا ګوانتانامو زندان ته ولیږدول شو.
د امریکا د هغه وخت چارواکو ویلي و چې نوموړی القاعده شبکې ته یو نژدې کس دی.
دغه افغان داسې مهال له ګوانتانامو خوشې کیږي چې د طالبانو حکومت پرون یکشنبه امریکایي تبع امیر امیري له زندانه خوشې او قطر ته یې ولېږدوه.