افغانستان
راشد خان په تیرو ۲۵ کلونو کې د شل اووریزو سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی وبلل شو

د افغانستان د شل اووریزو سیالیو کپتان راشد خان په تیرو 25 کلونو کې د لنډ فارمیټ په غوره 25 لوبغاړو کې لومړی مقام خپل کړ.
د کریک انفو ویب پاڼې د مفصلې څیړنې له مخې، له 2000 م کاله تر 2025 م کال پوري د T20 غوره 25 لوبغاړو د لیست په سر کې راشید خان راغلی دی.
د کریک انفو د تحلیلي راپور له مخې د لوبو پر پایلو د هغه اغېز، په بېلابیلو لیګونو کې د هغه فعالیت او توپوهنه یې د کرکټ په تاریخ کې له پنځه ویشتو نورو غوره لوبغاړو سره پرتله کړې ده.
په دې لیست کې یوازي پنځه یې متخصص توپ اچوونکي دي. راشد خان د خپل مهارت او ریکارډ ماتونکو لاسته راوړنو له امله د دوی په منځ کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
په هلمند کې یوې مور پنځه ماشومان زیږولې دي

دا ماشومان د یکشنبې په ورځ د لښکرګاه ښار په ولایتي روغتون کې زیږېدلې، چې درې هلکان او دوه نجونې په کې شاملې دي،
د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي خبري اژانس د هلمند د عامې روغتیا چارواکو په حواله ویلي چې د مور او څلورو ماشومانو روغتیايي وضعیت قناعتبښونکی دی، خو د یوه ماشوم وضعیت یې نازک ښودل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې افغانستان د میندو لپاره یو له تر ټولو مرګونو هېوادونو څخه ګڼل کېږي او دلته په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د زیږون او د میندوارۍ پر مهال د داسې روغتیايي ستونزو له کبله مري چې د مخنیوي وړ وي.
روسي رسنۍ : د طالبانو د حکومت استازي مسکو کې نړیواله امنیتي غونډه کې ګډون کوي

ټاکل شوې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت استازي به په لومړي ځل د روسیې په مسکو کې د امنیتي مسایلو په اړه په ۱۳مه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د دغه هېواد د ملي امنیت شورا په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو د حکومت غړي به د لومړي ځل لپاره د امنیتي مسایلو د لوړپوړو استازو په غونډه کې ګډون وکړي.
دا غونډه د مې میاشتې له ۲۷مې تر ۲۹مې نېټې پورې په مسکو کې جوړېږي، چې په کې به د جنوب ختیځې اسیا د ټولنې غړي هېوادونه، بریکس هېوادونه، د شانګهای د همکارۍ سازمان او د خپلواکو، هم ګټو هېوادونو د سازمان استازي ګډون کوي او د سېمې او نړۍ پر وضیعت به غیر رسمي څو اړخیزې خبرې اترې او بحثونه کوي.
د طالبانو حکومت تر دې دمه په رسمي توګه په دې غونډه کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.
روسیې په وروستیو کې د طالبان د ممنوعه ډلو له لیست ایستلي او په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ راهېسې د طالبانو حکومت یې که څه هم په رسمیت نه دی پیژندلی خو ورسره نژدې اړیکې پالي.
د افغانستان د ملي ډيالوګ څلورم پړاو د بېلابیلو سکتورونو د استازو په ګډون پیل شو

"د افغانستان په اړه د جینیوا ملي ډیالوګ او پراختیا" څلورم پړاو د دوشنبې په ورځ د ترکیې په انتالیا کې د سیاسي، مدني، رسنیو د فعالانو او د ښځو او ځوانانو د استازو په ګډون پیل شو.
دا غونډه د ټولنې د مختلفو برخو ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا، د اوسنیو ننګونو د څیړلو او د ملي حل لارو د لټولو په هدف جوړه شوه. په جنیوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان سفیر او دایمي استازي نصیر احمد اندیشه دا پروسه د بحران د مخنیوي او د ملي باور د بیا رغولو لپاره خورا مهمه وبلله.
د دې غونډې په جریان کې، د "موزایک" یا "د افغانستان لپاره جامع سړک نقشه" په نوم د یو پلان په اړه هم خبرې وشوې. یو نوښت چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په غوښتنه په فبرورۍ میاشت کې چمتو شو او له طالبانو او اړوندو هیوادونو سره شریک شو.
د پاکستان له زندانونو ۲۳۰ تنه نور بندیان خوشې شول

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو نور ۲۳۰ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي.
دې وزارت پرون پر خپله ایکس پاڼه د یوه بیان خپرولو سره ویلي دا بندیان چې د پاکستان په بندخونو کې ساتل کېدل د غبرګولي په دریمه نېټه خوشې شول.
په خبرپاڼه کې د کندهار د سپین بولدک دروازې د چارواکو له قوله ویل شوي دي چې دې کسانو د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې یوازې یا دوه ورځې تېرې کړې دي او له راستنېدو سره سم خپلو مېنو ته لېږل شوي دي.
پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې او په دې ترڅ کې داسې شکایتونه هم کېږي چې پولیس افغان کډوال له لارو او کوڅو نیسي او بیا یې په جبري ډول افغانستان ته ستنوي.
په افغانستان کې د یونسکو مشرې د بامیان ولایت د لرغونو ودانیو په رغونه کې د مرستې ژمنه کړې

په افغانستان کې د ملګروملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې یونسکو مشرې ویلي دي چې دا سازمان غواړي په بامیان ولایت کې د غلغله او ضحاک د لرغونو ښارونو د ترمیم، بیارغونې او ساتنې په برخو کې همکاري وکړي.
ملي راډیو ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي، پرون خبر ورکړ چې پاتریشیا مک فلیپس دا څرګندونې د بامیان له والي عبدالله سرحدي سره د کتنې پرمهال کړې دي. د خبر له مخې په دې کتنه کې دواړو خواوو د بامیان ولایت د لرغونو آبدو د ترمیم او بیارغونې په تړاو خبرې کړې دي.
طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې د ۲۰۰۱ کال په مارچ میاشت کې په بامیان ولایت کې د بودا لویه مجسمه په بمونو والوزوله، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له بیاواکمنېدو وروسته یې په وار وار ویلي دي چې د لرغونو تاریخي آثارو ساتنه کوي.
د پاکستان او ازبکستان د بهرنیوچارو وزیرانو د افغان ترانس د رېللارې په اړه خبرې کړي

د پاکستان او ازبکستان د بهرنیوچارو وزیرانو پرون د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د رېللارې د پروژې په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه دا خبر ورکړی او لیکي چې مرستیال صدراعظم او د بهرنیوچارو وزیر محمداسحق ډار او د ازبکستان د بهرنیوچارو وزیر بختیار سعیدوف د ټلفوني خبرو پرمهال هیله څرګنده کړه چې د سیمه ایز اتصال د دې پروژې د موافقې طرح به ژرترژه بشپړه شي.
بیان زیاتوي چې دواړو جګپوړو ډیپلوماتانو د سیمې پر روان وضعیت هم خبرې وکړې.
د ترانس افغانستان د رېللارې د پروژې د تطبیق درې اړخیز توافق د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې د سیمه ایز تجارت د پیاوړتیا او د پاکستان له بندرونو سره د منځنۍ آسیا د وصلولو په هدف لاسلیک شو.
د اورګاډي دا پروژه چې د ازبکستان له ترمذ ښاره پیلېږي ۷۶۰ کیلومتره اږدوالی لري، له مزارشریف او لوګر ولایتونو څخه تېرېږي او د خرلاڅۍ بندر له لارې د خیبرپښتونخوا کرمې سیمې ته ننوځي.
د روغتیا نړیوال سازمان د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته په افغانستان کې د ۴۲۰ روغتیايي مرکزونو د بندیدو خبر ورکوي

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې له دې سازمان سره د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته په افغانستان کې ۴۲۰ روغتیايي کلینیکونه بند شوي دي.
ډبلیو، ایچ، او پرون یکشنبې په یوه راپور کې وویل چې د دې روغتیايي مرکزونو د بندېدو په نتیجه کې د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې شاوخوا درې نیم میلیون خلک اغېزمن شوي دي.
په راپور کې راغلي دي چې د افغانستان په ختیځ کې د ۸۰، په جنوب ختیځ کې د ۷۰، په دایکندي او بامیان کې د ۶۷، په شمال ختیځو ولایتونو کې د ۶۲ او په کابل، لوګر او میدان وردګو کې د ۱۱ روغتیايي مرکزونه فعالیتونه درېدلي دي.
د ملګروملتونو د وګړو صندوق د پنجشنبې په ورځ وویل چې د بودیجې د کمښت له کبله به شاوخوا ۶،۳ میلیون افغانان چې اکثر ښځې او نجونې دي، روغتیايي خدماتو ته له لاسرسي بې برخې شي. د دې ادارې د افغانستان څانګې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې سلګونه روغتیايي مرکزونه او سیار کلینیکونه د خپل فعالیت بندیدو ته مجبور دي.
په ټول افغانستان کې د پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیلېږي

په پام کې ده چې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پرضد د واکسین کمپاین نن پیل شي.
له پولیو خلاص افغانستان بنسټ پر خپله ایکس په یو بیان کې وايي دا کمپاین به نن د افغانستان په ټولو سیمو کې پیل شي. دې بنسټ له خلکو غوښتي دي چې په افغانستان کې د پولیو د ناروغۍ په له منځه وړلو کې ونډه واخلي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې تراوسه پولیو پکې شته. د راپورونو له مخې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوې دي. په افغانستان کې له څه مودې راهیسې د پولیو واکسین کور په کور نه بلکې اکثرا په جوماتونو کې تطبیقېږي.
پولیو یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې علاج نه لري خو یوازې د واکسین په وسیله یې وقایه ممکنه ده.
په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو خبرداری

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې څانګې خبرداری ورکړی چې سبا (دوشنبه، د غبرګولي ۵مه) به د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې سخت باران وشي.
د دې ادارې په نننۍ مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې د دوشنبې په ورځ په بدخشان، تخار، نورستان، کنړ، ننګرهار، لوګر، خوست، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکندي، غور، بادغیس او میدان وردګو ولایتونو کې د درنو بارانونو، برېښنا او سیلابونو د راتلو احتمال شته.
په مختلفو ځایونو کې به د باران اندازه د ۱۰ او ۳۰ ملی مترو ترمنځ وي.
د اعلان له مخې، په ختیځو، شمالي، لویدیځو او مرکزي ولایتونو کې هم د ۵۰ څخه تر ۱۰۰ کیلومتره په ساعت کې د قوي بادونو تمه کیږي.