افغانستان
سیګار وايي، امریکا د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې ۳،۷۱ میلیارد ډالر لګولي دي
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش اداره یا سیګار وايي چې متحدوایالتونو له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته په دې هېواد کې ۳،۷۱ میلیارد ډالر لګولي دي.
سیګار په خپل درې میاشتنې راپور کې چې د جنوري په ۳۰مه نېټه یې کانګرس ته وړاندې کړ او پرون د جنوري په ۳۱مه یې خپور کړ، ویلي دي چې دا پیسې د ملګروملتونو د هغو ادارو له لارې چې په افغانستان کې فعالیت کوي او د نړیوال بانک له خوا چې د افغانستان امانت صندوق اداره کوي، لګول شوې دي.
په راپور کې راغلي دي چې دې مرستو که څه هم ښايي د قحطۍ یا د افغانستان د اقتصادي سقوط له مخنیوي سره مرسته کړې وي، خو په عین حال کې یې طالبان د امریکايي وګړو له یرغمل کولو، د ښځو او نجونو پر حقونو له تېري، د تروریستانو لپاره په خوندي ځاله د افغانستان له بدلولو، د رسنیو له سانسور او د تېر نظام د سرتېرو له په نښه کولو نه دي راګرځولي.
راپور زیاتوي چې د امریکا حکومت او کانګرس ښايي په دې اړه هم غور وکړي چې د افغانستان د امانت صندوق د نژدې ۴ میلیارډ ډالر کنټرول متحدایالات په لاس کې واخلي.
متحدوایالاتو په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان بانک درې نیم میلیارد ډالر شتمني چې په دې هېواد کې کنګل شوې وې آزادې کړې او په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق ته یې ولېږدولې. د سیګار په راپور کې د دې پیسو اندازه د هغو له سود سره نژدې ۴ میلیارد ډالره ښودل شوې ده.
سیګار وايي، طالبان غواړي دا پیسې دوی ته ورکړل شي خو زیاتوي چې طالبان د دې کار قانوني حق نه لري ځکه متحدایالات یې حکومت په رسمیت نه پېژني او د دې ترڅنګ چې امریکا د تروریستانو په نړیوال لیست کې شامل کړي دوی د ملګروملتونو د بندیزونو په فهرست کې هم دي.
د طالبانو حکومت د سیګار د راپور په تراوسه اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د لغمان علیشنګ ولسوالۍ کې یوې چاودنې درې ماشومان وژلي
په لغمان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلې چې د جمعې ورځ ۱۱ بجې د علیشنګ ولسوالۍ اړوند اړېنې کلي سره نږدې په دریو ماشومانو ناچاودې مرمۍ انفجار کړی او پکې دریواړو ژوند بایللی دی.
په خبره پاڼه کې وړاندې راغلي چې یاده مرمۍ ماشومانو د غره په څنډه کې موندلې وه او لوبېر یې پرې کولې.
د مسولینو په وینا چې د وژل شویو ماشومانو عمرونه ،لس ،یوولس او دولس کاله وو.
د افغانستان بیلابیلو برخو کې له تیرو جګړو ډیر ناوچاودي توکي پاتې دي او ډیری وختونه يي د چاودیدو له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
د کام ایر یوې الوتکې خوست ته لومړنۍ مستقیمه الوتنه وکړه
د افغانستان کام ایر هوایي خصوصي شرکت د پنجشنبې په ورخ له کابل څخه د خوست نړیوال هوایي ډګرته لومړنۍ مستقیمه الوتنه ترسره کړه.
د باخترخبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، د راپورله مخې کام ایر هوایي شرکت څو ورځې وړاندې ویلي و چې د داخلي پروازونو په ترڅ کې به هره اونۍ دوه الوتنې د کابل او خوست ترمنځ ترسره کوي.
کام ایربه د پنجشنبې او یکشنبې په ورځ له کابل څخه خوست او د جمعې او دوشنبې په ورځ له خوست څخه کابل ته الوتنې ترسره کوي.
کام ایر شرکت د کابل او خوست ترمنځ د یوه ټکټ بیه ۵۰ ډالره ټاکلې ده.
ریچارډ بنېټ وايي افغان ښځینه کرکټرانو پرون وښوده چې دوی به خاموشه پاتې نه شي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورورکونکی ریچارډ بینیټ وایي، افغان ښځینه لوبغاړې په کوردننه او ټوله نړۍ کې په سپورټ پورې تړلې دي.
ښاغلي بینیټ دغه څرګندونې نن جمعه په خپله ایکس پاڼه کې د استرالیا په میلبورن کې د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې وروستۍ لوبې ته په اشاره کړي.
هغه زیاته کړې چې افغان لوبډلې په میلبورن کې په هرې منډې سره ښکاره پیغام ورکړ چې دوی به غلې نشي.
هغه زیاته کړه، په داسې حال چې افغان ښځې په جلاوطنۍ کې لوبې کوي، په افغانستان کې ښځې په بشپړدول له سپورټ څخه منع دي.
افغان ښځینه لوبډلې د پنجشنبې په ورځ په میلبورن کې د اسټرالیا د بې پولې ښځینه کرکټ لوبډلې په وړاندې د دوو منډو په توپیر لوبه وبایلله.
لغمان کې ترافیکې پېښې مرګژوبله اړولې ده
په لغمان کې په یوې ترافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د لغمان د امنیې قومندانۍ ویاند یونس یوسفزي په حواله پر ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، " پېښه د پنجشنبې په ورځ د لغمان په قرغه ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو موټر له سړک وواښت او د برق پر یوې پایې وربرابر شو ".
یوسفزي ویلي، په پېښه کې یوه ښځه او دوه ماشومان ټپیان دي.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي.
د طالبانو د ترافیکو ریاست د معلوماتو له مخې په روان کال کې څلور زره ترافیکي پېښې ثبت شوي دي.
ایران په روانه میاشت کې لس افغانان اعدام کړي دي
ایران په تیره نژدې یوه میاشت کې لس افغانان اعدام کړي دي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم د پنجشنبې په ماښام ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل ، " د هغوو شمیرو له مخې چې موږ یې لرو، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې لس افغانان، شپږ یې د قتل او څلور یې د مخدره مواد قاچاق په تور اعدام شوي دي ".
د مقدم په خبره، ایران په ۲۰۲۴ کال کې په بیلابیلو تورونو ۵۳ افغانان اعدام کړي دي.
د طالبانو د سترې محکمې یوه پلاوي په تیرې جدي میاشت کې تهران ته د یو سفر په ترڅ کې له ایرانه غوښتي وو چې د افغان بندیانو لیست، په ځانګړې توګه د هغو بندیانو چې په اعدام محکوم شوي له دوی سره شریک کړي.
بل پلو، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په عقرب میاشت کې ویلي و "د پام وړ" شمیر افغانان په ایران کې زندانیان دي.
ایراني چارواکو هم تایید کړې چې د بیلابیلو جرمونو له کبله په ایران کې ډیر شمیر افغانان بندیان دي.
د طالبانو په بند کې د دیني عالم کورنۍ: حسن د زړه ناروغي لري او طالبان یې شکنجه کوي
د طالبانو په بند کې د ملا محمود حسن ورور وايي، "حسن شکنجه کیږي او روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی ".
هغه د پنجشبې په ورځ ازادي راډیو ته په رالیږي غږیز پیغام کې د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې د حسن د راخوشي کولو لپاره اقدام وکړي.
" هغه (محمود حسن) تر شکنجې لاندې دی، فزیکي حالت یې ښه نه دی ځکه د زړه ناروغي لري. د بشري حقونو، د بښنې نړیوالو سازمانونو او ټولو نورو هغوو سازمانونو چې په دې برخه کې کار کوي غواړم چې د حسن د راخوشي کیدو لپاره عاجل اقدام وکړي ".
د حسن د کورنۍ دا غړی وايي، هغه د بیان ازادۍ، ټولګډونه حکومت او د نجونو پر مخ د پوهنتونو او ښوونځیو د بیا پرانیستو د غوښتونو له کبله د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
د چهارشنبې په ورځ محمود حسن او عبدالقادر قانت ته نژدو سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړه، چې دغه دوه دیني عالمان په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شول.
د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغو دوو دیني عالمانو د سه شنبې په ورځ په کابل کې په یوې ناسته کې د طالبانو د مشر له خوا د قدرت پر انصار انتقاد کړی و.
اوچا وايي، په افغانستان کې د روغتیايي چارو لپاره ۲۶۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، روان ۲۰۲۵ کال یې شریکان په افغانستان کې اوبو، حفظ الصحې او روغتیايي خدماتو ته د لومړیتوب ورکولو لپاره ۲۶۴ میلیون ډالرو ته اړتیا لري خو تر اوسه پورې یې یوازې ۸،۴ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.
د اوچا د افغانستان څانګې نن پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په افغانستان کې ۳۹ سلنه کورنۍ د اوبو د سرچینو د وچیدو له امله د اوبو له کمښت سره مخامخ دي، ۲۳ سلنه یې د اوبو په غیر اصلاح شویو سرچینو تکیه کوي او ۲۸ سلنه کورنۍ هم غیر اصلاح شوي تشنابونه کاروي.
طالبان وايي، د دولتي مامورینو د معاش د ځنډېدو اوازې ناسمې دي
د طالبانو حکومت د دولتي مامورینو د معاشونو د ځنډېدو په تړاو خپرې شوې ګنګوسې رد کړې.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر خپله ایکسپاڼه یا پخوانې ټویټر ليکلي چې د ماليې وزارت مقام ډاډ ورکړی چې د روانې سلواغې/ دلوې میاشتې په ترڅ کې به د ټولو یو میلیون او ۴۰ زره دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړل شي او هېڅوک دې په دې اړه تشویش نه کوي.
هغه زیاته کړې چې د هېواد بودیجه داخلي بنسټ لري، په بهرنیو مرستو پورې اړه نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې په تیرو دوو اوونیو کې د امریکایي ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت د پام وړ کم شوی دی او د امریکا د بهرنيو مرستو له ځنډېدو سره د خلکو په منځ کې اندېښنه ډیره شوی ده.
په همدې حال کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک نن وویل چې د ډالر په وړاندې د افغانۍ ارزښت بېرته لوړ شوی او پخوانی حالت ته راګرځېدلی دی.
طالبانو په افغانستان کې د وسلو په اړه اندېښنې بې ځایه وبللې
په افغانستان کې له امریکا څخه د پاتې وسلو په اړه د پاکستان له اندېښنې وروسته د طالبانو حکومت په افغانستان کې د شته وسلو په اړه اندېښنې بې ځایه وبللې.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت کورنیو رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې ټولې وسلې خوندي دي او هیچا ته یې د ناسمې کارونې اجازه نه ورکول کېږي.
ښاغلي فطرت په داسې حال کې دا یادونه کړي ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې عصري وسلو د پاکستان امنیت او خلکو ته مستقیم ګواښ پېښ کړی دی.
د شفقت علي خان په وینا، تحریک طالبان پاکستان ډله له دغو پرمختللیو وسلو کار اخلي او د پاکستان دننه بریدونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې سي این این تلویزیون د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په میاشت کې د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د چارواکو له قوله خبر ورکړی و چې په افغانستان کې د شاوخوا اووه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات، چې د افغانستان د جمهوري نظام امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي وو، پاتې دي.
په دغو تجهیزاتو کې سپکې او درنې وسلې، مهمات، وسایط، الوتکې او هلیکوپټرونه شامل دي.