د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

افغانستان

د پاکستان ځانګړي استازي د کابل د سفر په اړه خپل صدراعظم ته معلومات ورکړل

صادق خان د کابل د سفر په لړ کې له سراج الدین حقاني، ملا کبیر اونورو طالب مشرانو سره ولیدل.
صادق خان د کابل د سفر په لړ کې له سراج الدین حقاني، ملا کبیر اونورو طالب مشرانو سره ولیدل.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د کابل له سفره وروسته ویلي چې پرون (دوشنبې) یې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره د ټیلیفون له لارې د خپل سفر او له طالب چارواکو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات شریک کړل.

صادق خان پرون (دوشنبې) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په دې ټیلیفوني خبرو کې یې صدراعظم ته د خپل وروستي سفر پایلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسنیو اړیکو وضعیت تشریح کړ.

صادق خان په خپل راپور کې په دوه اړخیزو اړیکو کې د ستونزو او فرصتونو یادونه کړې او د شرایطو د ښه کولو او اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې د لا زیاتې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د پاکستان د صدراعظم دفتر هم د راپور هرکلی کړی او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا لپاره یې د هڅو د دوام غوښتنه کړې ده.

په دې بیان کې راغلي چې صدراعظم له ځانګړي استازي غوښتنه کړې چې د «ثبات ساتنې او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو د پرمختګ» لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.

صادق خان د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ داسي مهال کابل ته لاړ چې په شپه یې د پاکستان جنګي الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالي بمباري وکړه چې په نتیجه کې یې ۵۱ تنه ووژل شول.

د دې پېښې له کبله، چې د ملګروملتو په وینا ملکي وګړي پکې ووژل شول، د دوو هیوادونو ترمنځ ترینګلې اړیکې نورې هم کړکېچنې شوې.

د جرمني یو مخکښ سیاستوال وايي، باید مجرم کډوال وایستل شي

د جرمني یو مخکښ سیاستوال وایي، باید هغه سوري او افغان کډوال، چې مجرم پېژندل شوي وي، له جرمني څخه وایستل شي.

محافظه‌کار سیاستوال فریدریخ میرز، چې د جرمني د فبرورۍ د میاشتې تر انتخاباتو مخکې نظرپوښتنو له مخې، مخکښ ښکاري، دا خبره پرون (دوشنبې) د جرمني (ډي پي اې) خبري اژانس ته وکړه.

که څه هم هغه ومنله چې د سوریې وضعیت لا هم بې‌ثباته دی، خو ویې ویل چې د هغه په مشرۍ د جرمني مسیحي دیموکرات ګوند (CDU) له ډېر وخت راهیسې په دې باور دی چې خلک افغانستان او سوریې ته بېرته استول کېدای شي او باید دا کار وشي.

ده زیاته کړه: "موږ به دا کار وکړو."

فریدریخ میرز همداراز وویل چې اوس باید دې ته ډېر پام وشي؛ څوک چې اروپا ته د ننوتلو اجازه ترلاسه کوي، داسې کسان نه وي چې د بشار اسد د رژیم تر واک لاندې یې جدي جرمونه کړي وي.

د رسمي شمېرو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۹۷۵ زره سورییه وال په جرمني کې اوسي، چې ډېری یې له ۲۰۱۵ کال راهیسې دې هېواد ته تللي دي.

متحده عربي امارات په ګردېز کې ۱۵۰ بستري روغتون جوړوي

متحده عربي امارات د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د ۱۵۰ بسترو روغتون جوړوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري آژانس پرون (دوشنبې) وویل چې د دې روغتون د جوړولو کار د ۵ میلیونه ډالرو په لګښت پیل شوی دی.

راپور د پکتیا د عامې روغتیا د رییس له خولې لیکلي چې د جنوب ختیځو ولایتونو اوسیدونکو ته د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره دا روغتون به په ۲۵ جریبه ځمکه کې په معیاري ډول جوړ شي او په عصري طبي تجهیزاتو به سمبال وي.

دا روغتون په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان د روغتیايي خدمتونو سیسټم د ډاکترانو، په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکترانو له کمښت سره مخامخ دی او له ګاونډیو هېوادونو څخه د سلګونو زرو کډوالو د بېرته راتګ له امله تر فشار لاندې دی.

د طالبانو له لوری د نجونو پر زده کړو بندیز په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ښځو د روغتیا په اړه اندېښنې لا ډېرې کړي دي.

د خوست په صبریو کې د مسو کان موندل شوی

طالبان وايي چې د خوست ولایت په صبریو ولسوالي کې د مسو یو کان کشف شوی دی.

د طالبانو د خوست ولایت د کانونو ریاست پرون (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دغه ریاست ريیس، صادق جان حمزه د صبریو ولسوالۍ په تورتنګي سیمه کې د کشف شوي کان ځای له نژدې ولید.

په خبرپاڼه کې د حمزه په قول ویل شوي چې د خوست ولایت په تڼیو، لکڼو او سپېرې ولسوالیو کې هم د مسو ځینې کانونه موندل شوي دي.

څرګنده نه ده چې د دغو کانونو ارزښت څومره دی او طالبانو هم په خپله خبرپاڼه کې دې موضوع ته اشاره نه ده کړې.

د افغانستان د مسو تر ټولو ستر کان د لوګر مس عینک دی چې کلونه وړاندې یې له چینايي شرکت ایم سي سی سره د استخراج قرارداد شوی خو عملي چارې یې نه دي پیل شوي.

درې تنه افغان قاچاقبران په برتانیا کې نیول شوي دي

د غیرقانوني کډوالو یوه ډله په سربیا کې
د غیرقانوني کډوالو یوه ډله په سربیا کې

درې تنه افغانان چې له افغانستانه اروپا ته د زرګونه افغانانو په قاچاق تورن دي، په برتانیا کې نیول شوي دي.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې دا کسان چې د یوه بانډ غړي دي د ځوانو هلکانو په ځورونه هم تورن دي.

د برتانیا د کورنیوچارو وزیرې ایویت کوپر نن وویل چې درې واړه تورن بېرحمه کسان دي او مخکې د بلجیم د یوې محکمې له خوا هم په غیاب کې محاکمه شوي دي. د مېرمن کوپر په وینا په دوی کې یوتن په لس کاله او دوه نور هر یو په درې کاله حبس محکوم شوي دي.

د برتانوي چارواکو په وینا د دې بانډ غړو زرګونه انسانان له افغانستان، ایران، ترکیې او د بالکان له هېوادونو څخه لویدیځې اروپا، عمدتا فرانسې ته قاچاق کړي دي.

ویل شوي چې دې قاچاقبرانو به ځوان هلکان د لارې په اوږدو کې له جنسي پلوه ځورول او فلمونه به یې ترې اخیستل کېدل چې غږ ونه باسي. د خبر له مخې بلجیم ته د دې تورنو د سپارلو لپاره قانوني پړاوونه پیل شوي دي څو دا کسان خپله سزا هلته تېره کړي.

په غزني او لغمان کې ټرافیکي پېښې او د ۳۰ کسانو مرګژوبله

غزني کې د یوې پخوانۍ ورته ټرافیکي پېښې انځور
غزني کې د یوې پخوانۍ ورته ټرافیکي پېښې انځور

په غزني کې د کابل- هرات پر لویه لار د یوه مسافروړونکي او باروړونکي موټرو د ټکر په پېښه کې یو تن مړ او ۷ تنه ټپیان شوي، چې شپږ تنه یې ماشومان دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس نن دوشنبه خبر ورکړی، چې مړه او ټپیان د یوې کورنۍ غړي وو.

بلخوا په لغمان ولایت کې پرون په یوه ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۵ تنه مړه او ۱۷ تنه نور ژوبل شول.

د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، په لغمان کې د دې ډلې د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي ویلي، چې ۲۲ کسانو ته وروسته له هغې مرګ ژوبله واوښته چې د لغمان د مرکز مهترلام په قلعه کوټ ساحه کې یوه مرسډیز ډوله موټر له دوو رکشاوو سره ټکر وکړ.

د دغه ټکر د علت په اړه څه نه دي ویل شوي. د ټرافیکي اصولو نه رعایتول، د چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی په افغانستان کې د اکثرو ټرافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د پخوانۍ شارژدافېرې رافایلا آیودیس مړینه

رافایلا آیودیس
رافایلا آیودیس

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست پخواني مشر جوزیپ بوریل د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د پخوانۍ شارژدافېرې رافایلا آیودیس پر مړینه خپګان وښود.

بوریل ویلي، هغې د افغان ښځو کرامت او حقونو ته فوق العاده ژمنتیا درلوده او یوه الهام بخښونکې نمونه وه.

ښاغلي بوریل پر خپله ایکس پاڼه پرون ناوخته لیکلي، چې د مېرمن آیودیس پر مړینه سخت خپه دی. هغه زیاته کړې، چې د رافایلا آیودیس نه ستړې کېدونکو هڅو په افغانستان کې د بېشمېره خلکو ژوند بدل کړ او د هغو کسانو په ږغ بدله شوه، چې چا ورته غوږ نه نیوه.

بل لوري ته پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله ایکسپاڼه د مېرمن آیودیس پر مړینه خپګان ښوولی او لیکلي یې دي، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دې پخوانۍ چارواکې د خپل ماموریت پر مهال له افغانانو سره زیاته مرسته او همکاري کړې وه.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ پرون د رافایلا آیودیس د مړینې خبر ورکړ. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د شارژدافېرې په توګه د هغې دنده د سږ میلادي کال د اګست میاشتې په وروستیو کې پای ته رسېدلې وه.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي له بیا راستنېدونکو سره یې مرستې چټکې کړي

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې له راستنیدونکو افغان کډوالو سره د دوی د ژوند د بیا پيل په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

د یکشنبې په ورځ دغې ادارې په ایکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې د ټولنیزو سرچینو د مرکز له لارې چې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت او د دغه صندوق له خوا یې ملاتړ کیږي د راستنیدونکو او بې ځایه شویو لپاره د روغتیا زده کړې، کارموندنې او عامه پوهاوي پروګرامونه وړاندې کړي.
دغې ادارې ویلي دي چې د ټولنیزو سرچینو د مرکز له جوړیدو راهیسې یې له ۱۷۸۰۰ کسانو سره د ژوند په بیا پيل کې مرسته کړې ده.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې هره اوونۍ له پاکستان او ایران څخه زرګونه کسان په زوره او یا په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي.

تر دې مخکې یو شمېر راستنېدونکو ازادي راډيو ته ویلي و چې د ژمي په رارسېدو سره له بدو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ایران کې یو بل افغان هم اعدام شوی

د ایران د بشري حقونو یوه څارونکي سازمان راپور ورکړی چې د ایران حکومت د یکشنبې په ورځ په لُرستان ولایت کې یو افغان اعدام کړی دی. (هه‌نګاو) سازمان ویلي چې دا افغان جلال ستانکزی نومېده او څلور کاله وړاندې د قتل په تور نیول شوی او په اعدام محکوم وو.

په دغه افغان باندې د اعدام حکم د لُرستان په الیګودرز زندان کې اجرا شوی.

ایراني رسنیو په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د ایران د بشري حقونو څارونکو سازمانونو ویلي چې سږ کال په دغه هېواد کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۷۱ ته رسېدلی دی.

د بشري حقونو سازمانونه او مدافعین وايي، په ایران کې د قضیو د اورېدلو بهیر عادلانه نه دی او ډېری تورن کسان مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه لري.

ترکیه کې ۳۲ افغان کډوال نیول شوي

کډوال
کډوال

د ترکیې ساحلي ګارد ۳۲ افغان کډوال د اژه سمندرګي له شمالي څنډې نیولي دي. ترکي رسنیو له هغې ډلې انادولو اژانس یکشنبه راپور ورکړی چې ساحلي ګارد دا افغان کډوال له یوې ربړي بېړۍ نیولي چې ۱۶ تنه ماشومان هم پکې شامل دي.

نیول شوي کډوال بېرته د کډوالۍ مرکزونو ته استول شوي.

افغان کډوال اکثر په قاچاقي توګه د ترکیې له ځینو ساحلي سیمو د اژه سمندرګي له لارې په وړو او غیرمعیاري بېړیو کې د یونان ټاپوګانو ته د رسېدو په هدف ځانونه په خطر کې اچوي.

هر کال د سلګونو هغو کډوالو د مړینې او ډوبېدو خبرونه خپریږي چې غواړي له ترکیې د اوبو یا ځمکې له لارې اروپا ته ولاړ شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG